مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / په اسلامي شریعت کې د موسیقي حکم!

په اسلامي شریعت کې د موسیقي حکم!

په اسلامي شریعت کې د موسیقي حکم!!!

لیکنه: محمد عمر حماد

د موسیقي حرمت په قران،احادیثو او د صحابه کرامو په آثارو کې په خورا واضح ډول څرګند ده،د موسیقي پر مخ وړونکي او ددې فساد ترویج کونکي له دین،مذهب،شریعت او اسلامي فرهنګ سره هیڅ اړیکه نه لري د افسوس او ارمان ځای خو لا داده چې د احادیثو منکرین(مرتدین) او د تغریب باد وهلي آزاد خیاله نام نهاده علماء هغه چې د ډیموکرټیک اسلام لپاره یې مټې را بډوهلې دي د موسیقي د اباحت او مشروعیت لپاره هم رنګ آرنګ دلایل تراشي چې هیڅ اصل نه لري او له یو مخه مردود دي پر همدې اساس مې اړینه وبلله چې د ځوان نسل د اسلامي اخلاقو د تحفظ لپاره د موسیقي پر شرعي اړخ باندې لیکنه وکړم،الله تعالی دی وکړي چی دا لیکنه د ځوان نسل د اذهانو د روڼتیا او د منکرین حدیثو له فتنې څخه د نجات سبب وګرځي.
ــــــــــــــــــــــــ
د موسیقي حرمت په قران عظیم الشان کې!

ـ لمړۍ دلیل:-

وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِى لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا ۚ أُولٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِين
سورة القمان۶ٌ

ژباړه: او له همدې انسانانو څخه داسي څوك هم شته چي چټي او بابېزه خبري پيري چي خلك د الله له لاري په بې علمۍ سره ګمراه کړي او ددغي لاري په بلني پوري مسخرې وکړي، د دغسي خلكو لپاره سخت سپكوونكى عذاب دى.

*** د پورتني آیت تفسیر او وضاحت:

ـ عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه په پورته آیت کې د(لهوالحدیث) په ارتباط فرمائي: په هغه الله تعالی قسم چې له هغه پرته بل د عبادت لایق نشته چې له لهوالحدیث څخه موخه سندرې او د موسیقي توکي دي هغه دا خبره دری ځله تکرار کړه.
ابن ابی شیبه۶/۳۱۰

ـ ترجمان القرآن رئیس المفسرین عبدالله ابن عباس رضي الله عنه فرمائي: دا آیت د سندرو او نورو عبثیاتو په اړه نازل شوی ده.
سیراعلام النبلا۳/۲۰۳

ـ جابر بن عبدالله رضي الله عنه له لهو الحدیث څخه مراد سندرې او سندرې ویل دي.
بیهقي جلد ۶مخ ۳۱۰

ـ عبدالله ابن عمر رضي الله عنه فرمائي له لهوالحدیث څخه مراد غناء(سندرې) دي.
تفسیر القرطبي ۱۴/۵۲

ـ مجاهد ابن جبیر رحمه الله د لهوالحدیث تفسیر په غناء(سندرې) سره کړی ده
طبقات داودي ۱/۳۸۴

ـ مکحول رحمه الله د لهوالحدیث تفسیر په سندرو سره کړی ده.
الدرالمنثور ۶/۵۰۵

ـ د عراق فقه ابراهیم نخعي رحمه الله هم د لهوالحدیث تفسیر په سندرو سره کړی ده.
سیراعلام النبلاء۴/۵۲۰

ـ عطاء خراساني رحمه الله،حسن بصري رحمه الله،سعید بن جبیر رحمه الله،قتاده رحمه الله،میمون بن مهران رحمه الله،سعیدابن مسیب رحمه الله او نورو مشهورو مفسرینو د(لهوالحدیث) تفسیر په سندرو سره کړی ده.

ـ شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله فرمائي: څوک چې د صحابه کرامو او تابعینو له مسلک او ددوي له تفسیر څخه سرغړونه کوي هغه تیروتنه کې ښکېل دي بلکې بدعتي ده او که مجتهد وي د هغه خطا معاف ده له همدې کبله د آیاتونو کوم تفسیر چې صحابه کرامو او تابعینو کړی ده هغه ټول سم او د ترجیح وړ دي په دې آیت کې د لهو الحدیث څخه مراد سندرې او د موسیقي توکي دي.
(مقدمه فی اصول التفسیر۱۹)

ـ دویم دلیل:

افمن هذا الحدیث تعجبون و تضحکون ولاتبکون و انتم سامدون(سورة النجم ۵۹-۶۰-۶۱)
ژباړه: ایا همدې خبرې دي چې تاسو پرې تعجب پرې ښکاره کوئ؟خاندئ او ژاړی نۀ؟او تاسې غافله یاست؟

*** د پورته آیت تفسیر او وضاحت:

ـ عبدالله ابن عباس رضي الله عنه فرمائلي دي چې(سامدون)څخه مراد سندرې دي او دا د یمن د خلکو ژبه ده لکه (اسمدلنا) یعنې سندرې راته ووایه.
الطبراني۱۳/۸۳ ـ ابن ابی الدنیا۱۳ ـ البزار ۳/۵۲ ـ البیهقي ۱۰/۲۲۳ ـ تلبیس ابلیس ۳۲۱

ـ پورته آیاتونو کې امام مجاهد رحمه الله د سامدون تفسیر په غناء(سندرو) سره کړی ده.
تلبیس ابلیس ۳۲۱

ـ عکرمه رحمه الله او ضحاک رحمه الله یې په سندرو سره تفسیر کړی ده.
الطبراني ۱۳/۸۳

دریم دلیل:

وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا
سورة الفرقان ۷۲

ژباړه:(او د الرحمان بندګان هغه دي) چي د درواغو شاهدي نه وایي. او كه په كوم بابېزه شي باندي ورشي، نو د شريفو انسانانو په څېر ورڅخه تېریږي.

ـ د پورته آیت تفسیر او وضاحت:

ـ امام مجاهد رحمه الله او محمد بن حنفیه رحمه پورته آیت کې د (زور) تفسیر په ساز او موسیقي سره کړی ده.
الطبراني/ابن کثیر/احکام القران ۳/۴۲۷
ـــــــــــــــــــــــــ
د موسیقي حرمت په نبوي احادیثو کې!

ـ (۱)حدیث: له ابو موسی اشعري رضي الله عنه څخه روایت ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي: زما له امت څخه به داسې قومونه وي چې زنا،د وریښمو اغوستل،شراب او(ساز و سرود) به حلال ګڼي.
رواه البخاري

ـ پورته حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا څرګنده کړی ده چې ساز و سرود حرام دي.

ـ(۲)حدیث: انس ابن مالک رضي الله عنه څخه روایت ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائلي دي: دوه داسې آوازونه دي چې په دنیا او آخیرت کې پرې لعنت ویل شوی ده یو د نعمت پر وخت موسیقي بل د مصیبت پر وخت چیغې او فریادونه.
(مسند امام ابن بزار رحمه الله)/(الترغیب لامام المنذری رحمه الله جلد ۴)
الات الطرب لامام علامه الباني رحمه الله

ـ(۳)حدیث: عبدالله ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت ده چې رسول الله فرمائي: الله تعالی شراب،جواري او کوبه حرام کړي دي او هر نشه لرونکی شی حرام ده
رواه ابو داود/احمد/البیهقي
وضاحت: د پورته حدیث روایت کونکی امام سفیان رحمه الله له خپل استاد علی بن بذیمه رضي الله عنه څخه وپوښتل چې دې حدیث کې (الکوبه)څه ته وائي!؟ هغه وفرمایل دا طبلې ته وائي.
ـ پورته حدیث ته علامه شیخ احمد شاکر رحمه الله صحیح او علامه الباني رحمه الله ورته حسن ویلي دي.

ـ(۴)حدیث: د ابن عمر رضي الله له غلام نافع څخه روایت ده چې ابن عمر رضي الله په لاره روان وو د شپانه د شپېلۍ آواز یې واوریده نو خپلې ګوتې یې غوږونو کې واچولې او سپرلي یې له لارې بل خواته واړوله،ماته یې وفرمایل ای نافعه! د شپېلۍ غږ اورې؟ ما ورته وویل هو،بیا روان وو تر دې چې ما ورته وویل چې اوس یې غږ نه اورم نو لاسونه یې له غوږونو څخه راښکته کړه او خپله سپرلي یې لارې ته سمه کړه وئي فرمایل ما رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدلی وو چی د شپانه د شپېلۍ غږ یې واوریده زما په شان عمل یې وکړ یعنی غوږونو کې یې ګوتې ورکړې.
رواه احمد و ابو داود.

ـ علامه شاکر رحمه الله یې سند صحیح بللی ده.

ـ(۵)حدیث: ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت ده چې رسول الله د سندر غاړي له هغه پیسو چې د سندرو په بدل کی یې کړی ده منعه کړی ده.
رواه البیهقي و بغوي

ـ(۶)حدیث: له ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي: د سورڼي او طبلې په ماتولو او له منځه وړلو سره مبعوث شوی یم.
رواه ابن الجوزي
ــــــــــــــــــــــــ
ـ د موسیقي اړوند د صحابه کرامو او تابعینو اقوال!

ـ عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه فرمائي ساز او سرود په زړه کې نفاق داسې زرغونوي لکه اوبه چې فصل زرغونوي.
ابن ابی دنیا/بیهقي

ـ بل ځای فرمائي:سندرې د زنا رویبارې دي.
نزهة الاسماع

ـ ابن عباس رضي الله عنه فرمائي چې دف(ډول) حرام ده د موسیقی اسباب او آلات حرام دي،طبله او سورڼی حرام دی.
رواه البیهقي

ـ انس رضي الله عنه فرمائي ډیر ناوړه او خبیث کسب د سندرو ویلو ده.
ابن ابی دنیا

ـ وکیع ابن جراح رحمه الله فرمائي: تنبور واخلۀ او د څښتن پر سریې ورمات کړه لکه ابن عمررضي الله عنه دا کار کړی وو.
رواه خلال

ـ فضیل ابن عیاض رحمه الله فرمائي سندرې د زنا منتر ده.
ابن ابی دنیا
ـــــــــــــــــــــــــــ
ـ د موسیقي په اړه د څلورو امامانو اقوال!

ـ د امام ابوحنیفه رحمه الله سندری اوریدل ګناه ګڼله او یارانو یې ویلي: د ساز او سرود لهو لعب اوریدل او نی وهل او دې ته ورته شیان حرام دي او دوي ویلي چې رسول الله فرمائلي: او ساز او سرود اوریدل ګناه ده هغې ته کیناستل فسق ده او له هغې خوند اخیستل کفر ده.
فتاوی بزازیه

ـ له امام مالک رحمه الله څخه وپوښتل شوه چې د مدینې ښاریان سندرې جایزې ګڼي؟
هغه ځواب کې ورته وویل چې دا کار له فاسقانو پرته بل څوک نه کوي.
رواه خلال

ـ امام شافعي رحمه الله د ډم او سندرغاړي په اړه ویلي چې شهادت یې نه قبلیږي او دا کار دیوثي ده.
البیهقي

ـ امام احمد رحمه الله ویلي شپېلۍ او نۍ او سورڼی،تمبور،ستار او رباب او دې ته ورته شیان حرام دي.
تلبیس ابلیس۳۳۰

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …

یوه تبصیره

  1. Substance Abuse Recovery

    In House Rehab Centers Near Me http://aaa-rehab.com Drug Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Substance Abuse In Children
    http://aaa-rehab.com