مخپاڼه / بیلا بیل / طبي معلومات (اتمه برخه)

طبي معلومات (اتمه برخه)

۲-۱۸ ژیړی (Jaundice) :

لیکوال: دوکتور علي احمد   قانع

کله چی د وینی د بیلروبین سویه د ۳ میلی ګرامه څخه په ۱۰۰ ملی (۳۰- ۶۰mmol/liter) لیتره کی زیات شی نو زیړی ورته ویل کیږی معمولا ژیړی په دری ډولونو دی چی hepatic, pre hepatic او (cholestatic jaundice) obstructive یا انسدادی ډولونو ویشل شویدی او کله کله په mix شکل هم لیدل کیږی او انسدادی او hepatic  دولونه یی اکثرا سره یو ځای لیدل کیږی نو د زیړی څخه باید د په لاندی ډول یادونه وکړو.

أ:- hemolytic jaundice

ب:- congenital hyperbilirubnaemia

ج:- cholestatic jaundice چی د ځیګر د پاراشیم او لویو قناتونو انسداد هم پکی شامل دی.

أ:- Hemolytic jaundice:-

کله چی د وینی د سروکرویاتو تخریب ډیر شی نو په نتیجه کی د بیلروبین سویه لوړیږی او ددی په پایله کی د خفیف ژیړی۶۸-۱۰۲mmol/liter)  او (۴-۶/۱۰۰ml لکه څرنګه چی د ځیګر نورماله دنده کولای شی چی دغه سویه بیلیروبین کنترول کړی خو uncojugated bilirubin په اوبو کی منحل ندی نو ځکه خو په ادرار کی نه اطراح کیږی نو بنا پردی د  acholuric jaundice مینځته راځی او  urobilinogen پکی ډيریږی.

د hemolysis اسباب د haemolytic anemia د اسبابو په څیر دی ددی ناروغانو کلینیکی اوحه د ناروغی د سبب پوری اړه لری لکه splenomegaly, jaundice, anemia gallstones او د پښو قرحات کیدای شی چی پکی ولیدل شی خو تحقیقاتو دا ښودلی دی چی د hemolysis اوحه کی د uncojugated بیلیروبین سویه لوړیږی بلکه د serume alkalin phophatase سویه transferase او البومین سویه نورمال وی او د سیروم hepatoglubolin سویه ټيټه وی ددی ناروغی تفریقی تشخیص د ژیړی د نورو ډولو سره تر سره کیږی

ب:- (non hemolytic) congenital hyperbinaemia :

ډیر عام یی gilbert’s syndrome دی او نور یی عبارت دی له dubin-, crigler- najjar johson او  rotor سندرومونه دی چی دا ډیر نادر دی.

Gilbert’s syndrome:-  دا یوه عامه فامیلی hyperbilirubinemia ده چی په ۵-۲٪ واقعاتو کی لیدل کیږی دا بی عرضه ده او په تصادفی ډول د لوړ (۳-۵mg/dl) bilirubine په حالت کی لیدل کیږی د ځیګر د ناروغی علایم موجود نوی او د ناروغانو په نزد  ۱۵-۵٪ واقعاتو کی فامیلی تاریخچه موجوده وی ددی سندروم اسباب د مختلفو فکتومرونو (multifactorial) پواسطه وی او بلیروبین ډیری ابنارملتیګانی پکی لیدل کیږی ددی د تشخیص لپاره دا ډیره مهمه ده چی ناروغ پدی پوه شی چی دا کږمه خطرناکه ناروغی نده او په راتلونکی کی هم نورو معایناتو اړه نشته، تحقیقات صرف د unconjugated بیلیروبین سویه لوړه ښایی چی په ولږه او خفیفی ناروغی کی لږ څه لوړیږی صرف په ځینی حالاتو کی د ځیګر بایوپسی تر سره کیږی چی وکتل شی چی د ځیګر دننه کومه ناروغی موجوده نوی خو دا هم نورمال وی ددی ناروغی لپاره کومی درملنی ته اړینتیا نشته.

۲-۱۹ انسدادی ژیړی (cholestatic  یا obstructive jaundice):-

دا ژیړی په لاندی ډولونو ویشل شویدی:

  • Intrahepatic cholestasis:- دا دhepatocyte   پړسوب او د ځیګر تخریب د paranchymal oedema له وجی (hepatocellular damage) له وجی او یا هم د ځیګر د صفراوی  canaliculi وظیفوی خرابوالی دی چی په حجوی level باندی مینځته راځی.
  • خارج الکبدی extra hepatic cholestasis :- دا د canaliculi څخه ښکته د لویو صفراوی طرقو په هره نقطه کی د انسداد له وجی مینځته راځی.

۲-۱۹-۱ د انسدادی ژیړی اسباب:-

  • خارج الکبدی (extra hepatic):
  • Common duct stones
  • Carcinomas (د پانقراس د راس، د امپولا تومورونه، او صفراوی طرقو)
  • Biliary stricture
  • Pancreatitis (او یا هم pseudocyst )
  • Sclerosing cholangitis

ب:- داخل الکبدی اسباب (intrahepatic):-

  • Viral hepatitis
  • Drugs
  • A lcholic hepatitis
  • (any type) cirrhosis
  • Pregnancy
  • Recurrent idiopathic cholestatsis

د کلینیک له نظره ناروغان ژیړی لری چی خاسف غایطه مواد او مکدر یا تو رنګه ادرار کوی او په سیروم کی یی conjugated بیلیروبین موجود وی د خارج الکبدی او داخل الکبدی زیړی لکه څرنګه چی درملنه یی توپیر لری نو باید یو تر بله توپیر هم شی.

۲-۱۹-۲ د زیړی تشخیص:-

د ناروغ څخه یوه سمه تاریخچه اخیستل هم تشخیص ته یوه لاره پیدا کوی نو د ناروغ څخه باید څه پوښتنی وشی چی په یاد ولری چی د ژیړی ځینی نوعی په ځینو خاصو اشخاصو کی لیدل کیږی لکه په ځوانانو کی د hepatitis نو لدی وجی د درملو الکولو او homosexuality په هکله پوښتنی کول ډیر مهم دی او به زاړو اشخاصو کی چی وزن یی بایللی وی نو کیدای شی چی carcinoma ولری.

د /زیړی ټول ناروغان د خستګی (malaise) څخه شاکی وی او بطنی درد هغه وخت مینځته راځی چی صفراوی لاری د gallstones پواسطه بنده شی او کله کله یو لوی ځیګر هم په جس سره موجود وی خو درد به یی د ځیګر د کپسول د distention له وجی وی په تاریخچه کی باید په ځینو حالاتو کی لاندی پوښتنی وشی.

  • د ناروغی دوران (duration of illness) په کومه اندازه و؟:-   که ناروغ زیړی ولری او وزن یی بایللی وی او عمر یی هم ډیر وی نو خباثت ته فکر کیږی که تاریخچه یی لنډه وی خو صوصا او د malaise لمړنی مرخلی کی وی نو hepatitis ته فکر کیږی.
  • د ناروغی تازه حمله څه وخت وه (recent outbreak):-   که ژیړی په ټولنه کی خپور وی نوA  hepatitis ته فکر کیږی.
  • تاره خواړه (recent consumption):- که ناروغ shelfish خوړلی وی نو hepatitis A ته فکر کیږی.
  • داخل الوریدی درمل؟:- male homosexuality زرقیات او یا هم د خالونو وهل (tattoos) دا ټول د hepatitis B چانسونه ډیروی
  • نقل الدم (blood transfusion):- د وینی او د وینی د محتویاتو د تطبیق تاریخچه واخیستل شی په پر مختللو هیوادونو کی وینه او د هغه ترکیبی مواد د hepatitis B,C او HIV لپاره screen کیږی.
  • د الکولو څښلو تاریخچه د هغه ناروغانو څخه چی ډیر زیات یی څښی پوښتنه وشی خو دا ناروغان په دقیقه توګه د څښل شویو الکولو اندازه نه وایی.
  • د درملو اخیستل:- خصوصا هغه درمل چی په تیرو ۳-۲ میاشتو کی یی اخیستی وی.
  • خارجی سفرونه:- خصوصا هغه منطقو ته سفر کول په کومو کی چی د hepatitis خطر موجود وی.
  • د انستیزی اخیستل:- لکه هلوتان چی د ژیړی سبب ګرځی.
  • فامیلی تاریخچه:- د مثال په ډول د gilbert’s syndrome ناروغان په دوی په recurrent jaundice سبب ګرځی.
  • په نژدی وختونو کی د جراحی تاریخچه:- چی دصفراوی طرقو او یا هم د carcinoma د تشخیص لپاره ګټور تمامیږی.
  • کسبی (occupational):- په فارمونو او هغه کسان چی باطله دانی او د فضله موادو په لری کولو کی کار کوی نو د liptospirosis او همدارنګه لامبووهونکی اشخاص ورته مشاعد دی.
  • تبه او لرزه؟ دا په هغه ناروغانو کی چی cholangitis او یا liver abscess لری موجود وی.

راتلونکي برخه:

۲-۱۹-۳ کلینیکی معاینات (clinical examination):

دغه هم وګوری

د علم فضیلت

د علم فضیلت

د علم فضیلت امام مالک بن انس رحمه الله ته ځیني زاهدانو په پوره ټینګار …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *