مخپاڼه / بیلا بیل / نبي کريم (ص) ټوله شپه په ژړا تېرول

نبي کريم (ص) ټوله شپه په ژړا تېرول

نبي کريم (ص)  ټوله شپه په ژړا تېرول

رسول الله (ص) يو ځلي ټوله شپه په ژړا تېره کړه او تر سهار يې په لمانځه  کي د آيات وايه:

إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ([1])

ژباړه: (اې خدايه!) که ته دوى په عذاب کړي (ستا اختيار دئ) ، دوى ستا بنده ګان دي ( مالک اختيارلري چي خپلو بندګانو ته دګناه په بدل کي سزا ورکړي) او که ته دوى ته مغفرت وکړې ( نو هم ستا اختيار دئ) بېشکه ته ،هم ته غالب  يې او د حکمت څښتن يې ( معافي به دي د حکمت موافق وي) ([2])

د امام ابو خنيفة(رح) په اړه راغلي دي چي يوه شپه يې ټوله لاندينى آيات  په لمانځه کي لوستي او ژړل يې:

وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ ([3])

ژباړه: جلا سئ اې مجرمانو! نن ورځ ( په دنيا کي خو تاسو او سپېڅلي خلګ ګډ اوسېدلاست)

د قيامت په ورځ به مجرمان جلاوي او سپېڅلي خلګ  به جلا وي د الله (ج) دغه حکم چي سړى واوري هر څومره چي سړى وژاړي لږ ده ځکه نه ده معلومه چي موږ به د مجرمانو په ډله کي يو او که به د سپېڅلو خلګو په ډله کي يو.

([1] ) سورة المآئده الاية ( ١١٨ )

([2] ) بيان القرآن

([3] ) سورة يسين الاية (٥٩)

دغه هم وګوری

اعصاب په کومو شيانو ضعیف کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري …