مخپاڼه / سیرت نبوی / دحضرت محمد(ص) پر پيغمبرۍ باندي دمکې دمشرکانو نيوکه

دحضرت محمد(ص) پر پيغمبرۍ باندي دمکې دمشرکانو نيوکه

دحضرت محمد(ص) پر پيغمبرۍ باندي دمکې دمشرکانو نيوکه

مشرکانو پر حضرت محمد(ص) اعتراض کاوه ځکه دوى ډېر  ددې کار سره نااشنا وه ،چي يو يتيم او مسکين دي دالله(ج) دلوري څخه پيغمبر سي  داسي مسکين او بې ماله ،چي هيڅ ډول  اسباب او وسائل دتوانايۍ او ودي نه لري او نه  دواکمنۍ او حکمرانۍ ځانګړتياوي لري ، دوى په دې آند وه ،چي نبوت او رسالت دواکمنانو  اوشتمنو خلګو حق دئ ، حقيقت دادئ ،چي دا د دوى کمزورى فکر وو ،چي رسالت به هغه چاته ورکول کېږي ،چي ددوى په آند شريف او دروند کس وي او دمالي پلوه به زيات پياوړى وي او تر ډېره بريده  يې حکم هم منل کېږي يعني واکمن او ځواکمن وي  ، بلکي رسالت الله(ج) هغه چاته ورکوي ،چي خوښه يې سي ، همدا وجه وه ،چي الله(ج) ددوى دغه کمزورى فکر رد کړئ ، ددوى شکونه يې له منځه يووړه ، ددوى پر شکېدلو دلائلو يې رد وکړ، او وې وفرمايل :

وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ (۳۱) أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَةَ رَبِّكَ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُمْ مَعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِيًّا وَرَحْمَةُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ  ([۱])    

ژباړه : دوى به ويل ولي دا قرآن ددې دوو کلو پر يوه لوى سړى باندي (لکه وليد په مکه کي او عروة په طائف) نه نازلېدئ ، ايا دوى ستا درب رحمت ويشي؟ ، موږ ددوى په منځ کي په دنيوي ژوند کي ددوى معيشت ، رزق  ور وېشو. اوموږ ځيني پر ځينو باندي دمرتبې له پلوه لوړو ددې لپاره ،چي ځيني ددوى(چي شمتمن دي)ځيني نور(چي مسکينان دي) تابعداران او نوکران يې وګرځوي او ستا درب رحمت غوره دئ تر هغه شي ،چي دوى يې جمعه کوي.

الله(ج) ددوى هغه غلط ګومان رد کړ، ،چي دوى به ويل : نبوت به دښکلو اغنياوو او واکمنانو وي او نه داچي نبوت به ديوه مسکين يتيم وي لکه دابوطالب يتيم ، الله(ج) ددوى دغه غلطه خبره رد کړه او وې فرمايل ،چي دنبوت لپاره کس انتخابول دالله(ج) کار دئ ، هرڅوک ،چي الله(ج) په خپلو مخلوقاتو کي دنبوت لپاره انتخاب کړ، هغه به نبي وي لکه ،چي الله(ج) بل ځاى هم ددې خبري يادونه کړې ده او فرمايي :

اللَّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ  ([۲])

  ژباړه : الله(ج) په هغه ځاى ډېر ښه پوهيږي ،چي پيغمبر پکښي لېږي.

دلاروښانتيا په موخه ويلاى سو ،چي په داسي صورت کي ،چي دمال او شتو مرتبه تر نبوت کښته ده نو څنګه الله(ج) دنبوت وېش انسانانو ته په لاس ورکړي ؟ حال داچي الله(ج) دخپل لوى حکمت پر بنسټ دانسانانو په منځو کي رزقونه او مالونه وېشلي دي يعني ځينو ته يې ډېر مال ورکړى دئ او ځينو ته يې لږ مال ورکړئ او دمالونو وېش يې انسانانو ته په لاس نه دئ ورکړى ،چي هر سړى دي په خپله خوښه خپل رزق واخلي بلکي وېش يې الله(ج) خپله کړى دئ نو دنبوت مرتبه او عزت ،چي ترمال ډېر لوړ دئ دا به څنګه الله(ج) انسانانو ته په لاس ورکړي يعني داچي دهر سړي دهوا ،چي خوښه سي هغه کس دي پيغمبر سي لکه دمکې خلګو ،چي ويل : ولي په موږ کي عزتمن ، واکمن او شتمن کس ته رسالت نه ورکول کېدئ ،چي دابوطالب يتيم ته رسالت ورکړل سو ، حقيقت دادئ ،چي رسالت الله(ج) په خپل بالغه حکمت سره دانسانانو ترمنځ وېشي هر چاته ،چي يې خوښه سي  هغه کس ته رسالت ورکوي .

[۱] : سورة الزخرف الايتان ٣١ ، ٣٢

[۲]  : سورة الانعام الاية ١٢٤

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکي برخه:

درسول الله(ص) نومونه

دغه هم وګوری

24سیرت النبي (ص)

سیرت النبي (ص) څلور ویشتمه خپرونه

سیرت النبي صلي الله علیه وسلم خپرونه : (۲۴) شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *