مخپاڼه / سیرت نبوی / د بدر غزا- رسول الله(ص) دجنګ لپاره اسلامي قواوي منظمي کړې، دبدر په غزا کي لومړى کس دناروا لاري قرباني سو
سیرت

د بدر غزا- رسول الله(ص) دجنګ لپاره اسلامي قواوي منظمي کړې، دبدر په غزا کي لومړى کس دناروا لاري قرباني سو

رسول الله(ص) دجنګ لپاره اسلامي قواوي منظمي کړې

تر دې وروسته رسول الله(ص) دلښکر ترتيب وکړ. په خپل لاس مبارک يې اشاره کول هر يوه ته يې خپل ځاى ورښودئ ،چي دا دفلانى ځاى دى اودا دفلانى ځاى دئ تردې وروسته رسول الله(ص) ديوې وني سره شپه تېره کړه الله(ج) په دغه شپه پر مسلمانانو باندي ارام اوسکون ولوروى، زړونه يې دډاډ او اطمينان څخه ډک سوه او دراتلونکي ورځي برياليتوب يې په سترګو ليدئ او الله(ج) يې په قرانکريم کي بيان کړى دئ.([1])

شپه تېره سوه دغه شپه دروژې دمياشتي ١٧ نېټه وه اودهجرت دوهم کال ووپه دغه شپه دټولو مسلمانانو زړونه ډاډه وه او په دې باوري وه ،چي برياليتوب به لاسته راوړي کله ،چي سهار سو دقريشو لښکر دجګړې ډګر ته راغلى . رسول الله(ص) دمسلمانانو صفونه منظم کړل اوټولو مسلمانانو ته يې په خپل مبارک لاس اشاره کول . ([2])

 

داسلامي فوج دمعلومولو لپاره دقريشو جاسوسي

دقريشو لخوا يو تن دعمير بن وهب الجمحي په نامه راواستول سو ترڅو دمسلمانانو دلښکر حال ځان ته معلوم کړي نوموړى کس پر آس سپور راغلى دمسلمانانو دلښکر حال يې ځان ته معلوم کړ، بېرته ولاړى کله ،چي هورې ورسېدئ هغوى ځني وپوښتل ،چي دمسلمانانو دلښکرو شمېر څومره وو؟ ده په جواب کي ورته وويل : ،چي درې سوه شاوخوا يې شمېر دئ مګر ددوى په خوا کي مي بلاوي وليدې ،چي مرګونه يې دځان سره راوړي وه په الله(ج) قسم يادوم ،چي دمدينې اوښانو پر ځانو باندي مرګونه سپاره کړي وه هغوى  دځان ساتني لپاره يوازي توري دځان سره درلودې يعني زغري ، سپر اوداسي نور شيان يې نه درلوده زه پردې باور يم  ،چي دهغوى څخه به هيڅوک نه ووژل سي پرته له دې څخه ،چي تاسو ووژني که هغوى ستاسو څخه مخور کسان ووژني بيا نو ژوند څه په کار دئ تاسو لږ فکر وکړئ يعني تر جنګ تېر سئ ددغه خبري په اورېدو سره حکيم بن حزام ډېري هڅي وکړې ،چي قريش دجنګ څخه راوګرځوي خو نتيجه يې ورنه کړه ځکه ابوجهل جنګ ته سخت لېوال وو اوغوښتل يې ،چي خپل شوم فکر دبرياليتوب پر لوري وخېژوي داهم دتقدير غوښتنه وه ،چي دى يې وخپل ويرجن مهال ته په خوښۍ ور ټيل واهه او دځان لپاره يې دتل عذاب ټاټوبى په چټکۍ سره غوره کاوه .([3])

 

دبدر په غزا کي لومړى کس دناروا لاري قرباني سو

تر پورتنيو کړنو وروسته دجنګ دپيل شېبې را لنډي سوې . لومړى کس ،چي په دغه جګړه کي دخپلي ناروا لاري قرباني سو  اسود بن عبدالاسد مخزومي وو نوموړى کس ډېر بدخويه اومغرور انسان وو کله ،چي ده دناورين ټغر ته ورودانګل نو لومړى يې داوويل : زه په الله(ج) قسم کوم ،چي زه به دمسلمانانو دچينې څخه اوبه چيښم اويا به يې له منځه وړم نو په ډېر غرور سره راتېرسو کله ،چي حوض ته نژدې سو حمزة بن عبدالمطلب(رض) ورمخکي سو سخته حمله يې پر  وکړه پښه يې ځني پرې کړه تر پښې يې ډېري ويني وبهېدې خو بيا هم دى دجهالت په درياب کي غرق وو په څکېدو وچينې ته ورنژدې سو اوبه يې ځني وچيښې خپل قسم يې پرځاى کړ، حمزة(رض) دوهم ځل حمله پر وکړى وې واژه .([4])

 

[1]  : إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُمْ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لِيُطَهِّرَكُمْ بِهِ وَيُذْهِبَ عَنْكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَى قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الْأَقْدَامَ –  سورة الانفال الاية ١١.

[2]  : جامع الترمذي ابواب الجهاد ١\ ٢٠١ .

[3]  : المنذري – مختصر صحيح مسلم ٢\ ٧٠ ، حديث ١١٥٧ ، والحاکم – المستدرک  ٢\ ٢٨ \ ٣ ، بخاري ٢\ ٥٦٨ جامع الترمذي ابواب الجهاد ١\ ٢٠١ .

[4]  : مشکوة ٢ \ ٣٤٣ ، بخاري – ( فتح الباري الاحاديث ٣٩٦٦ ، ٣٩٦٩) ، ابوداود – السنن ٤ \ ٤٩

راتلونکې برخه:

دقريشو درې تنه پهلوانان ووژل سوه

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

3 تبصیری

  1. Cocaine Rehab Near Me

    Alcohol Rehab Facilities Near Me http://aaa-rehab.com Drug Rehab Centers Near Me http://aaa-rehab.com Inpatient Alcohol Rehab Centers
    http://aaa-rehab.com

  2. natural viagra alternative [url=https://viagenupi.com/#]viagra tablets[/url] what
    would happen if a girl took viagra viagra tablets viagra meaning https://viagenupi.com/