مخپاڼه / سیرت نبوی / په تورات کي درسول الله(ص) صفت

په تورات کي درسول الله(ص) صفت

په تورات کي درسول الله(ص) صفت

امام احمد دعطا بن يسار څخه روايت کوي ،چي فرمايل يې : ما دعبدالله بن عمرو بن العاص سره ملاقات وکړ او ورته وه مي ويل : کوم صفات ،چي درسول الله(ص) په تورات کي راغلي دي ماته يې بيان کړه ، ده په جواب کي راته وويل : په الله(ج) قسم کوم ،چي په تورات کي رسول الله۳ په همغه صفاتو ياد سوى دئ کوم ،چي په قرآنکريم کي ذکر سوي دي :

ياايها النبي انا ارسلناک شاهدا ومبشرا ونذيرا ، وحزرا للامين ، انت عبدي ورسولي ، سميتک المتوکل ليس بفظ ولا غليظ ولا صخاب في الاسواق ولايدفع بالسيئة السيئة ولکن يعفو ويغفر ولن يقبض الله حتي يقيموا الملةالعوجاء بان يقولوا لااله الاالله يفتح الله بها اعينا عميا واذنا صما وقلوبا غلفا.

ژباړه : اې نبي ! موږ ته لېږلى يې شاهد ، زيرى ورکونکى او دالله(ج) دعذاب څخه بېرونکى ، داميانو ساتونکى ، ته زما بنده او زما رسول يې ، ته مي توکل کونکى نومولى يې. دى بدپوزه او بدخويه نه دئ او نه په بازارو کي نارې وهونکى دئ ، نه دبدو بدله په بدو ورکوي بلکي عفوه او مغفرت کوي ، هيڅکله به يې الله(ج) تر هغه وخت پوري ونه وژني ترڅو خلګ يې لااله الاالله ته نه وي را اړولي . الله(ج) دده په وسيله ړندې سترګي ، کاڼه غوږونه ، بند زړونه خلاصوي.

ابن اسحاق دحسان بن ثابت څخه روايت کوي ،چي ده مبارک فرمايلي دي:

زه ماشوم وم اوه  کلن يا به اته کلن وم ، وينم يا يې اورم ، پوهيږم يوه ورځ په مدينه منوره کي ديوه يهودي سره مخامخ سوم ،چي نارې يې وهلي او ويل يې : اې يهودو! يهوديان دده په دغه نارو سره دده پر شاوخوا باندي راټول سوه ده ته يې وويل : څه پېښه ده ،چي داسي نارې وهې ؟ ده په جواب کي ورته وويل : په الله(ج) سره قسم يادوم ،چي داحمد ستورى نن شپه راختلى دئ او په  همدې شپه زېږېدلى دئ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکي برخه :

دحضرت محمد(ص) نسب

دغه هم وګوری

24سیرت النبي (ص)

سیرت النبي (ص) څلور ویشتمه خپرونه

سیرت النبي صلي الله علیه وسلم خپرونه : (۲۴) شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *