مخپاڼه / سیرت نبوی / تر ټولو غوره پيغمبر ولي بشر وټاکل سو؟

تر ټولو غوره پيغمبر ولي بشر وټاکل سو؟

تر ټولو غوره پيغمبر ولي بشر وټاکل سو؟

تاسو پوهېږئ ،چي په هره زمانه کي انسانانو له الهي استازى سره جگړې کړي دي او دغه جګړې يې تر ډېره بريده له دې امله وي ،چي دوى به الهي استاذي ته ويل ،چي ته په ريشتيا الهي استازى نه يې که الله(ج) موږ ته استازى لېږل غواړي نو الله(ج) دي ودې استازي ته په ښکاره يوه ملائکه را ولېږي تر څو موږ يې ووينو او په خپلو غوږو يې خبري واورو بيا به ددې استازي تائيد وکړو يعني ايمان به پر راوړو . الله(ج) دهمدې خبري يادونه په قرآن کريم کي کړې ده اوفرمايي :

وَقَالُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ مَلَكٌ وَلَوْ أَنْزَلْنَا مَلَكًا ([۱])

ژباړه : دوى به ويل : ولي پردې استازي باندي يوه ملائکه نه راکښته کېږي (چي موږ يې په څرګند ډول ووينو بيا به ايمان پر راوړو )

او يا به خلګو ويل : ،چي الله(ج) انسان دخپل لوري څخه موږ ته داستازي په بڼه رالېږى ولي يې يوه ملائکه نه را ولېږل ،چي موږ ټولو ليدلې واى ،چي دغه الهي استازى دئ ، ټولو به ايمان پرې راوړى واى او دالله(ج) د لوري څخه را لېږل سوى قانون به يې پلى کړى واى ددې خبري يادونه هم الله(ج) په قرآن کي کړې ده او فرمايي :

وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِينَ سَخِرُوا مِنْهُمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ([۲])

ژباړه : ( که ددوى په غوښتنه الهي استازى ) موږ ملائکه رالېږلې واى نو خامخا به مو  دسړى په بڼه را لېږلاى  نو بيا به هم پردوى باندي گډوډي راغلې واى ( داسي به په شک کي پراته واى لکه اوس، ،چي پراته دي )

ددغه پخوانيو خلګو په څېر اوس هم خلګو ته دغه سوالونه پيدا کېږي ،چي الله(ج) دپخوانيو خلګو دغوښتني په ډول ولي ملائکه خپل استازى نه جوړاوه؟ ،چي ټول خلګ دشک له پردې څخه وتلي واى .

دپورتنۍ پوښتني په جواب کي بايد وويل سي ،چي دخلګو ددې دواړو غوښتنو په اړه الله(ج) جواب ويلي دئ دلومړۍ غوښتني په اړه يې فرمايلي دي:

وَقَالُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ مَلَكٌ وَلَوْ أَنْزَلْنَا مَلَكًا لَقُضِيَ الْأَمْرُ ثُمَّ لَا يُنْظَرُونَ ([۳]

ژباړه : که چيري موږ  ملائکه پر نازله کړې واى نو (دعذاب) دامر پرېکړه به سوې واى بيا به دوى ته هيڅ نه کتل کېږي .

تشريح : څرنګه ،چي داسمان دلوري څخه ملائکه راکښته کېدل او بيا دخلګو په مخ کي دالهي استازي دريشتينولى شاهدي ورکول دعادت خلاف او تر بشري توان وتلى کار دئ دڅښتن تعالى(ج) قانون داسي دئ ،چي په هره زمانه کي ،چي خلګ دغسي غوښتنه وکړي يعني دخپلي خوښي معجزه وغواړي او الله(ج) يې غوښتنه پوره کړي بيا دوى ايمان را نه وړي دالله(ج) د لوري دستي عذاب پر نازليږي . له همدې امله الله(ج) دوى ته فرمايي : ،چي که تاسو ددې کار غوښتونکي ياست نو عذاب ته هم ځان تيار کړئ . الله(ج) ته ددې پوهه وه ،چي دوى بيا هم ايمان نه راوړي نو ځکه يې ددوى غوښتنه نه منل تر څو دالله(ج) دپراخ رحمت په شتون سره دوى دعذاب څخه وساتل سي ځکه که دوى ايمانونه را نه وړي کېداى سي ،چي ددوى اولادونه به په اسلام مشرف سي .

دانسانانو ددوهمي غوښتني دنه منلو لامل هم الله(ج) په قرآن کريم کي فرمايلى دئ لکه مخکي ،چي تېر سو خو دبرکت په موخه يې بيا تکرار وو او په تشريح کي يې يو څه ورزياتوو :

  وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِينَ سَخِرُوا مِنْهُمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ([۴])

ژباړه : ( که ددوى په غوښتنه الهي استازى ) موږ ملائکه دسړي په شکل را لېږلې واى بيا به هم پردوى باندي گډوډي راغلې واى ( ،چي دا انسان دئ او که ملائکه ده؟ )

تشريح : داچي دوى ددې غوښتنه کول ،چي ددې پرځاى ،چي په انسانانو کي الله(ج) خپل استازى موږ ته رالېږي ولي يوه ملائکه دخپل استازى په توګه نه ګوماري تر څو ټول پوه سي ،چي دا الهي استازى دئ الله(ج) يې په جواب کي وفرمايل : ،چي که دغه ملائکه الله(ج) را ولېږي نو په دوو شکلونو رالېږل کېداى سي يا خوداچي په خپله اصلي بڼه راسي ، يا داچي په انساني بڼه راسي . که چيري ملائکه په اصلي بڼه راسي انسانان ددې جوګه نه دي ،چي ملائکه دي په اصلي بڼه وويني او نه ددې توان لري ،چي دملائکي داصلي بڼي دهيبت او دبدبې اغېز دي پر ځان يوسي او که ملائکه په انساني بڼه دوى ته راسي دوى به بېرته هغه خبري پيل کړي کومي ،چي يې الهي استازي ته کولې ځکه پردوى به دا پټه وي ،چي دا رشتيا هم ملائکه ده اوکه انسان دئ  ؟ بلکي دوى به يې انسان بولي دا به لاهم زياتوي ،چي ددې انسان نه قوم معلوم دئ او نه يې نسب معلوم دئ موږ څنگه باور باندي وکړو؟

همدا لامل دئ ،چي الله(ج) دخپل استازي په توګه هغه انسان ټاکلى دئ کوم ،چي خلګو ته يې قوم ، نسب او پوره پېژندنه معلومه وي او داسي څوک به وي ،چي په خپل قوم کي به په ريشتينولۍ او سپېڅلتيا کي به سارى نه لري بلکي په خپل قوم کي به يې داسي ژوند کړى وي ،چي دده هره خبره به خپل قوم ته دمنلو وړ وي دمثال په ډول رسول الله(ص) ته ،چي کله الله(ج) امر وکړئ ،چي خپله کورنۍ دالهي عذابونه څخه وبېروه نو رسول الله(ص) دصفا غونډۍ ته وخاتى دمکې ټول خلګ يې وځان ته راوبلل کله ،چي ټوله سره رايوځاى سوه نو رسول الله(ص) ځني وپوښتل : اې خلګو! که زه تاسو ته ووايم ،چي په دغه دره کي سواره فوجيان راغلي دي غواړي ،چي پرموږ حمله وکړي تاسو يې منئ ؟ دوى په جواب کي ورته وويل : هو ! ځکه موږ تر اوسه پوري په تاکي داسي خبره نه ده ليدلې ،چي درواغ وي . رسول الله(ص) ورته وفرمايل : ،چي داسي ده نو داخبره هم راسره ومنئ ،چي تاسو دکوم شي عبادت کوئ يعني دبتانو په عبادت کولو بوخت ياست دا پرېږدئ ديوه الله(ص) ولوري ته پاملرنه وکړئ او ديوه الله(ج) عبادت وکړئ کافرانو ،چي دده مبارک ګټوري خبري واورېدي مخ يې ترې واړوئ بلکي په دوى کي ابولهب وويل : ]تبالک سائر اليوم الهذا دعوتنا [ يعني ته دي هلاک سي ټوله ورځ ددې لپاره راغوښتي وو .([۵])

په پورتنۍ پېښه که تاسو درسول الله(ص) خبرو ته ځير سئ رسول الله(ص) په لومړى وار ددوى څخه دخپلي رشتينولۍ پوښتنه کړې ده او دوى يې هم تائيد کړى دئ .

[۱]  : سورة الانعام الاية (٨)

[۲]  : سورة الانعام الاية (٩)

[۳]  : سورة الانعام الاية (٨)

[۴]  : سورة الانعام الاية (٩)

[۵]  : البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٣٦٠ ، ٦٠٩ ) . ثم نزلت تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ (۱) مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ (۲) سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ (۳) وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ (۴) فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ (۵)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکي برخه :

پوښتني

دغه هم وګوری

د سپېڅلي پيغمبر (ص) سپېڅلی ژوند۱۱۱

پوښتني

پوښتني رسول الله ﷺ  لومړى څه ډول دعوت پيل کړ؟ په ښځو کي لومړى چا اسلام …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *