مخپاڼه / سیرت نبوی / دزم زم څاه څه وخت راپيدا سو

دزم زم څاه څه وخت راپيدا سو

دزم زم څاه څه وخت راپيدا سو

ښکاره خبره ده ،چي دزم زم څاه دلومړى ځل لپاره داسماعيل۷ دمبارکو پښو څخه دماشتوم او تندي پر مهال را خوټېدلى دئ.([۱])

دوخت په تېرېدو سره دزم زم څاه بند سوى وو ، او دبيا راپيدا کېدو وياړ يې دعبدالمطلب په برخه سو دعبدالمطلب دپورتنۍ مېړاني ترڅنګ دده يو بل وياړ داوو ،چي يوه وخت په خوب کي امر ورته  وسو ،چي دمکې په حرم کي دزم زم څاه را وسپړه ! په دغه وخت کي دزم زم څاه بند وو چاته يې معلومات نه وو، عبدالمطلب ته  په خوب کي زم زم دڅاه کښلو دامر تر څنگ دزم زم څاه ځاى هم ور وښودل سو . ده هم دخوب څخه تر رابيدارېدو وروسته دنوموړي څاه دکښلو کار پيل کړ،  دکار په بهير کي يې ځيني توکي پلاس راوړل ،چي يوه پخواني قوم دتلو پرمهال په دې ځاى کي پټ کړي وه ،چي دسرو زرو دهوسۍ ، زغرو ، تورو او داسي نورو شيانو څخه عبارت دي . قريشو ،چي دده دا کار وليدئ هغوى هم غوښتنه ځني وکړه ترڅو دوى هم په دې کار کي ورسره همکاره کړي او ددې څاه کښلو په وياړ کي هغوى هم شريک سي خو ده نه ورسره منل آن تردې ،چي هغوى په مخالفت کولو ګوتي پوري کړې او دفيصلې لپاره دابوسعيد قوم يوې مذهبي ښځي ته ولاړل دلاري په اوږدو کي قريشو ته دالله(ج) دلوري څخه ځيني داسي نښانې وښودل سوې ،چي دا کار يوازي په عبدالمطلب پوري اړه لري نور څوک دګډون حق نه پکښي لري هغه وو ،چي قريش تر خپلي غوښتني تېر سوه او دزم زم څاه کښلو کار يوازي عبدالمطلب ته وسپارل سو . وهمدې فيصلې ته دتللو پر مهال عبدالمطلب پر لاري پر ځان باندي نذرومانه  ،چي که ده ته  الله(ج) لس زامن ورکړه او ټوله لوى سوه نو يوى ځوى به دالله(ج) درضا لپاره په حرم شريف کي قرباني کوي .( دزوى حلالول يعني ذبح کول په هغه مهال کي ددوى په اند يو غوره کار وو  ـ [۲])

[۱] : ابراهيم(ع) دالله( په امر سره خپل مېرمن هاجره او ماشوم زوى اسماعيل(ع) دمکې پر دښته بآندي په سخته ګرمي ، نا اباده سيمه کي ،چي هيڅ دخوراک توکي نه پکښي پيدا کېدل ـ پرېښودل او يو لږ دخوراک سامان يې ور پرېښودئ . دا په حقيقت کي دالله(ج) دلوري څخه په ابراهيم(ع)باندي امتحان وو. هاجره(رض) دخپل زوى سره په همدې وچ ډګر کي پاته سوه ، کومي اوبه ،چي ددوى سره وې هغه يې وچيښلې اخر هغه اوبه خلاصي سوې او لوښى تش سو ، دا او زوى يې دواړه ډېر سخت تږي سوه ، زوى يې دتندي څخه ډېر سخته ژړا پيل کړه ، داهغه ازمويښت وو ،چي هر انسان يې توان نه لري ، هاجرې(رض) هيڅ ناصبري نه ده کړې بلکي په پوره همت او مېړانه سره يې ددې حالت سره مبارزه کول . سل افرينه پرداسي بي بي باندي ،چي په داسي حالت کي ،چي دالله(ج) پرته بل هيڅوک نسته ، سخته ګرمي ده ، سخته تنده ده ، سخته لوږه ده ، وچ بيابان دئ ، داولاد تکليف دئ داسي تکليف ،چي زوى يې دسختي تندي څخه په ژړا اخته دئ او دليوانو سخته بېره ده بيا هم دامبارکه بي بي الهي نافرماني نه کوي بلکي په پوره همت سره صبر کوي ، بلکي الهي  رحمت دراتګ شېبې يې څارلې او ددې هيلي دپوره کېدو لپاره يې دصفا دغره ولوري ته مخه کړه ، دصفا غر په دغه ځاى کي ترټولو نژدې غر وو کله ،چي دصفا غره ته وخته شاوخوا يې وکتل ،چي ګوندي يو څوک وويني او ديوې شي غوښتنه ځني وکړي ، شاوخوا يې وکتل هيڅوک يې ونه ليدئ بيا راکښته سوه ، شېلې ته ،چي راشوه سوه نو په ځغاسته سوه ځکه په دغه شېله کي به ددې څخه خپل ماشوم زوى نهام سو نوځکه به دې وځغستل او دمروا غونډۍ ته به وختل بيا به يې شاوخوا وکتل څوک به يې ونه ليدئ ، دې مبارکي دغه تګ صفا اومروا غونډۍ څو ځلي ترسره کړ، اخر ،چي دمروا غونډۍ پر سره ولاړه وه ،چي ږغ يې واورېدئ دې مبارکي دستي په جواب کي داسي اواز ورته وکړ: موږ ته نجات راکړئ.   بيا راکښته سوه ،چي وې کتل يوه ملائکه يې وليدل . دغه ملائکه جبرائيل(ع) وو ، دې ،چي وکتل جبرائيل(ع) په خپل وزر باندي يوه چينه کندل او اوبه ځني راوتلې دغه چينې ته زم زم چينه وايي دا مبارکه چابکه راغلل او ژر ، ژر يې داوبو لوښى ډک کړ،او پر اوبو يې شاوخوا خاوري راوګرځولې ددې لپاره ،چي بې ځايه ولاړي نسي ، کله ،چي به دې اوبه ځني واخيستې بيا به اوبه پکښي پيدا سوې.(النبوة والانيباء ص : ٢٣٦)

[۲]  : جمهرة الانساب العرب ج : ١ ص : ٦ ، ابن هشام ج : ١ ص : ١١٢ .

______________________________

راتلونکي برخه :

دعبدالمطلب په مشرتابه کي پر مکې دابرهه يرغل

دغه هم وګوری

د سپېڅلي پیغمبر ص سپېڅلی سیرت۴

د بدر غزا- رسول الله(ص) داسيرانو په اړه مشوره وکړه او داسيرانو دايله کولو لپاره فديه وغوښتل سوه

رسول الله(ص) داسيرانو په اړه مشوره وکړه کله ،چي دوى مبارکان مدينې منورې ته ورسيده …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *