مخپاڼه / سیرت نبوی / دانبيآؤ (ع) لېږد ته اړتيا

دانبيآؤ (ع) لېږد ته اړتيا

دانبيآؤ (ع) لېږد ته اړتيا

دالله (ج) دسترو احسانونو اولورونو څخه يو احسان دادئ ،چي انسانانو ته يې انبياء(ع) لېږلي دي ، انبياء(ع)هغه کسان دي دانسانيت په اسمان کي يې دنيکمرغۍ ستوري ځلولي دي ، دلارښووني څلي يې درولي دي ، دفضيلت او غوره والي  غرونه  يې ځلولي دي ، نړيوالو ته يې دنيکمرغۍ ،هوسايۍ او ګټي لاره روښانه کړې ده څو دوى دبت پرستى ، شرک او جهالت دمنګولو څخه وژغوري دعزت اوکمال لوړو څوکو ته يې ورسوي.

څښتن تعالى (ج) خپلو بندګانو ته داسي درحمت دروازې خلاصي کړي دي ،چي هر قوم ته يې لومړى پيغمبر لېږلى دئ ، دهدايت لاره يې دپيغمبر پر ژبه ورښودلې ده ، که دقوم خلګو انکار کړى وي بيا يې عذاب پر نازل کړى دئ هيڅکله يې داسي نه دي کړي ،چي دپوهاوي اوخبرتيا وړاندي دي يې يو قوم هلاک کړى وي ددې له پاره ،چي دوى ته بهانه پيدا نسي ،چي موږ خبر نه وځکه الله (ج) فرمايي :

وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّى نَبْعَثَ رَسُولًا ([1])

ژباړه : هيڅکله موږ يو قوم نه هلاکوو ترڅو ،چي مو رسول نه وي پکښي لېږلى.

بل ځاى الله(ج) فرمايي:

الرُّسُلِ أَنْ تَقُولُوا مَا جَاءَنَا مِنْ بَشِيرٍ وَلَا نَذِيرٍ فَقَدْ جَاءَكُمْ بَشِيرٌ وَنَذِيرٌ ([2])

ژباړه :(څو خلګ دقيامت په ورځ) ونه وايي ،چي موږ ته زېرى ورکونکى او بېرونکى نه دئ راغلى ،باور وکړئ  تاسو ته زېرى ورکونکى او بېرونکى راغلى.

الله(ج) ځکه انسانانو ته رسولان رالېږلي دي ،چي انسانان بيا دځان لپاره بهانه پيدا نه کړي ،چي موږ نه وو خبر ،چي ايمان مو نه دئ راوړى ، درسولانو تر لېږد وروسته نو دوى دعذاب څخه دخلاصون لپاره بيا دليل نسي پيدا کولاى لکه ،چي الله(ج) ددغه خبري يادونه کړې ده او فرمايي :

وَلَوْ أَنَّا أَهْلَكْنَاهُمْ بِعَذَابٍ مِنْ قَبْلِهِ لَقَالُوا رَبَّنَا لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَذِلَّ وَنَخْزَى ([3])

ژباړه : که چيري موږ دوى (دمحمد(ص) ترلېږد وړاندي) وړاندي په عذاب کړى واى خامخا به دوى ويلاى ،چي اې زموږ ربه! ولي موږ ته رسول نه دئ لېږل سوى ،چي موږ ستا داياتونو پيروي کړې واى مخکي تر دې ،چي موږ ذليله اوبې عزته سو.

[1] : سورة الاسرآء الاية ١٥

[2] : سورة مائدة الاية ١٩

[3] : سورة طه الاية ١٣٤

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکې برخه :

درسول او نبي ترمنځ توپير

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ