مخپاڼه / سیرت نبوی / دمحمد (ص) ټبر په کوم نامه ياديږي ؟

دمحمد (ص) ټبر په کوم نامه ياديږي ؟

دمحمد(ص) ټبر په کوم نامه ياديږي ؟

درسول الله(ص) ټبري اړيکي دعرب قوم سره دي په عرب قوم کي بيا ده مبارک ته نژدې ټبريز نوم قريش ياديږي په قريشو کي بيا دده مبارک دخاصي کورنۍ نوم هاشمي دئ ځکه دمحمد(ص) دوهم نيکه يعني دپلار نيکه يې هاشم نومېده ځکه ورته هاشمي ويل کېږي . داچي دمحمد(ص) دخاصي کورنۍ نوم هاشمي دئ نو ځکه درسول الله(ص) دهاشم نيکه څخه وروسته درسول الله(ص) دکورنۍ ځيني غړي تر بحث لاندي ونيسو :

هغه څوک ،چي دهاشم کورنۍ نسبت ورته کېږي

مخکي مو پردې خبري وکړي ،چي دقصي بن کلاب ترمړيني وروسته دمشرتوب چاري دده مشر زوى عبدالدار نه سواى کولاى نو دوهم زوى عبدمناف ته يې چاري وسپارل سوې ، کله ،چي عبدمناف مړسو نو بيا دمشرتوب چاري دعبدالدار زامنو دده زامنو ته نه ورکاوه خو په اخره کي دوى دمشرتوب چاري سره ووېشلې دميلمنو دخوراک او څيښاک چاري دعبدمناف زوى هاشم ته وسپارل سوې  او دمشورې چاري دعبدالدار زامنو ته وسپارل سوې.

کله ،چي هاشم ته دحاجيانو ميلمه پالنه وسپارل سوه نو ده دخپلي شتمنۍ او مېړاني څخه په ګټه اخستلو سره دحاجيانو په داسي کچه پالنه وکړه ،چي تر دغه مهاله نه وه سوې هغه پدې ډول ،چي دلومړى ځل لپاره يې حاجيانو ته ښوروا او ډوډۍ ورکړه ،چي په دې کار سره يې دقريشو دخوراک ورکولو پخوانۍ دود مات کړ، نو ځکه دى په هاشم سره ونومول سو ځکه هاشم په پښتو ژبه کي په ماتېدو سره تعبريږي او دده اصلي نوم عمرو وو لکه مخکي ،چي مو وويل . دده يو بل بنسټ ايښودنه داوه ،چي په قريشو کي يې دشام ولوري دژمي او دوبي کوچيدنه دود کړه .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکي برخه :

دهاشم اولادونه

دغه هم وګوری

دبحران غزا او د زيد بن حارثة سرية

د بحران غزا نوموړې غزا د هجرت په دريم کال ددريمي خور په مياشت کي …