مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / یوه کونډه صحابیه

یوه کونډه صحابیه

یوه کونډه صحابیه

د هغې دواړو زامنو خپلو کې په دې خبره سره جنجال شو چې یوه ویل زما پلار ستا له پلاره ښه دی هغه بل ویل زما پلار ښه دی، علی رضي الله عنه هغه راوغوښتله او ورته کړه یې د دوی دواړو منځ کې فیصله وکړه، هغې یوه ته وویل: مشرانو عربو کې ستا له پلار ابو بکر نه غوره څوک نه و، بل ته یې وویل: د عربو ځوانانو کې ستا له پلار جعفر نه څوک غوره نه و. علي ورته وویل: که زما دواړو ملګرو کې دې بل څه ویلي وی خپه کولې مې، خو ما ته دې هیڅ نه پرېښودل! هغې ورته وویل: ته د دواړو منځ کې ستر انسان یې.

دا د علي ابن ابي طالب او د هغه د ميرمني اسماء بنت عميس رضي الله عنهما کیسه ده. اسماء بنت عميس رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ميرمني ميمونې خور وه، دا د لومړیو مسلمانانو په کتار کې راځي او خورا ستر فضيلتونه لري، لکه: دوه هجرتونه یې کړي دي ( حبشې او مدینې ته) دوو قبلو ته یې لمونځ کړی، د دوو خلیفه ګانو  او د دوو شهیدانو (جعفر او علي رضي الله عنهما) میرمن پاته شوې وه. اول د جعفر بن ابي طالب په نکاح کې وه، د هغه له شهادت وروسته ابو بکر الصدیق وکړه او د هغه له وفات وروسته علي بن ابي طالب په نکاح کړه. السير الأعلام النبلاء للذهبي ج: 287/2

ابو بکر الصدیق نه یې یو زوی “محمد” نومیدی او جعفر نه یې هم یو زوی “محمد” نومیدی. علي رضي الله عنه سره چې وه دوی دواړه ماشومان وو او خپلو کې یوه ورځ دا بره شخړه راغله. او هغه یې د خپل خاوند علي رضي الله عنه په غوښتنه په هوښیاري سره حل کړه.

د صحابه کرامو زمانه کې به چې د کونډې عدت او معلومه شرعي موده پوره شوه سمدستي به ودیدله، ځکه هغوی دا حدیث عملي کړی و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: د کونډي په ودولو کې بیړه وکړئ، د اسماء رضي الله عنها کیسه مو وليدله، هغه د خپل لومړي میړه (جعفر الطیار رضي الله عنه) له شهادته وروسته د صحابه کرامو دوو داسې کسانو په نکاح کړه چې تر ټولو د لوړ مقام خاوندان وو.

متاسفانه زموږ ټولنه کې د کونډي ميرمني په اړه ډېر وراسته او د شریعت خلاف رواجونه شتون لري، لکه د جاهلیت په څیر کونډه بدمرغه بلل کیږي او په کلونو ناسته وي، ډېری خلکو کې کونډه هم د خپل اختیار نه وی، یا یې خامخا لیور او د میړه خپلوان کوي او یا یې په پیسو خرڅوي! او دا سراسر د اسلام خلاف، ناروا عمل او ظلم دی، بناءً کونډه باید د ازاد انسان په حیث د واده په اړه خپل اختیار ته برېښودله شی او د میړه په مال کې د میراث خپله حقه برخه هم باید ورکړل شي.

دغه هم وګوری

د حضرت عمر بن خطاب (رض) مېړانه!

د حضرت عمر بن خطاب (رض) مېړانه: یو ځل حضرت علي(رض)وویل: څومره چې زه خبر …