مخپاڼه / بیلا بیل / سپېڅلي زړونه

سپېڅلي زړونه

سپېڅلي زړونه

لیکنه: حامد افغان

د غريبي نښې یې له څېرې معلومیدلې، دکاندار ته ورنږدې شو، ورو یې ورته وویل: ټول ۱۰۰ ریاله لرم، خپلي کورنۍ ته شپږ کمبلې اخلم، تر ټولو ارزان بیه کمبلې راکړه، دکاندار ورته کړه: چینایي کمبلې لرم، ښې ګرمي دي، یوه په ۲۰ ریاله ده، که پنځه دانې اخلې یوه زیاته ورسره درکوم. غریب خوشاله شو، سل ریاله یې دکاندار ته ورکړل، هغه شپږ کمبلې ورکړې، غریب په خوشالي کمبلو ته اوږه ورکړه او ګړندی روان شو.

د دکاندار څنګ ته ناست کلیوال یې موضوع په هېښتيا څارله، دکاندار ته یې وویل: اوونۍ مخکې دې همدا کمبلې یوه دانه په ۳۵۰ ریاله ماته راکړه او راته ویل دې دا تر ټولو ښې او ګران بیه کمبلې دي، له کلیوال سره څوک دومره زیاتی کوی لکه تا چې زما سره وکړ؟!!

دکاندار ورته وویل: ته باور وکړه دا هماغه کمبلې دي چې تا ته مې یوه دانه په ۳۵۰ ریاله درکړې وه او په دې هم باور وکړه چې ستا نه مې یو ريال هم نه دی ګټلی، خو له دې سړي سره معامله مې له الله سره تجارت و، هغه حياناک غریب و، وړیا مې هم نسوي ورکولی، مال په خیرات به وشرميږي او درنښت به یې ټیټ شي، نو ځکه مې دا چل ورسره وکړ، په دې نیت چې د هغه اولاد له راروان یخ نه د ژغورلو په برکت ګوندې ما، الله د جهنم له اوره وساتی.

 

دغه هم وګوری

nuh

دعا

دعا ژباړه: وحیدالله د ټول جهان واکداره! ته هر څه لرې او هر څه کولی …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *