مخپاڼه / بیلا بیل / د سنت مقدسه اتباع لازمه ده

د سنت مقدسه اتباع لازمه ده

(۳) د سنت مقدسه اتباع لازمه ده .د حدیث شریف شرحه 2

مَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِيْ فَلَيْسَ مِنِّىْ ( [1]

ترجمه : كوم چا چي زما د طريقې څخه اعراض (سرغړونه) وكړه هغه زما څخه نه دى .

لغات : رَغِبَ د باب (س) څخه رُغْبَةٌ عَنْهُ، اعراض كول، رُغْبَةٌ فِيْهِ ، خوښول .

سُنّتِيْ : خصلت، عادت، طبيعت ، جمع يې سُنَنْ راځي .

تشريح :  شريعت مقدسه د ذات الهي  او دنبي كريم (ص)د حكم وروسته هيڅ قسم اختيار مؤمن ته نه دى وركړى بلكه د الله جل جلاله او د نبي كريم(ص) د حكم نه منلو په صورت كي نافرمانه او اعراض كونكى دى چي دا روګرداني سبب د ګمراهي ګرځي ، البته اعراض بيا فرق لري د فرضو څخه اعراض، دواجب څخه اعراض، دسنت مؤكده څخه اعراض، بيا دا اعراض دوه قسمه دى يو دادى چي انكار لري  بل انكار نه لري عمل نه پر كوي تفصيل يې دادى : د فرض منكر كافر دى، دواجب او سنت مؤكده منكر فاسق دى او بيره د كفر پر سته، كه د فرض انكار نه وي عملي يې ترك كړى وي دې ته فاسق وايي او بيره د كفر پر سته لكه لمونځ نه كونكى ، دواجب تارك فاسق دى د سنت مؤكده تارك د نبي عليه السلام د شفاعت څخه دمحرومۍ مستحق ګرځي او حرام قطعي ته نږدې عمل دى . [2]

حاصل دا چي اعراض د نبي كريم (ص) د سنتو څخه سبب دګمراهۍ دى يا ډيره ګمراهي يالږ، الله(ج) دي ټولو مسلمانانو ته اتباع دسنت نصيب كړي . آمين .

حالات راوي حضرت انس (رض):

انس يې نوم او ابو همزه يې كنيت دى،دپلار نوم يې ابوطلحه دى، لس كاله يې دنبي كريم (ص) خدمت كړى دى  تر لس كاله تر مخه پيدا سوى دى، نبي كريم (ص) چي مدينې منورې ته تشريف راوړى دده عمر لس كاله وو ابوطلحه (رض)نبي كريم (ص) ته دخدمت لپاره پيش كړي او نبي كريم r قبول كړى ، حضرت ابوبكر صديق (رض) دى د بحرين عامل مقرر كړى . ۱۲۸۶ احاديث دده مبارك څخه نقل سوي دي . نبي كريم(ص) ده لره د ډير مال،ډير اولاد، او د ډير عمر د دعاء سره دمغفرت  دعاء كړې ده ، د اولاد ډير والى يې دومره وو چي ۹۸ اولاده ده مبارك په خپل لاس دفن كړي دي او زراعت اومالداري يې په كال كي دوه فصله حاصلات كول اوهمدارنګه يې د اولاد كيفيت وو، عمر يې هم اوږد وو، ده مبارك به فرمايل چي دعمر څخه ستړى سوم اوس د مغفرت په اميد يم چي دنبي كريم (ص) ددعاء اخري جز دى ، حضرت عمر t دى مبارك بصرې ته د احاديثو او فقهي د معلم په صفت وليږي، په ۱۰۲هـجري كال كښي دى مبارك هلته  وفات سو او همدى آخري صحابي وو . [3]

[1]   مشكوة ج ۱ صـ ۲۷.

[2]  حسامي صــ ۵۹ . حاشية الطحطاوي صــ ۵۱.

[3]   روضة الطالبين صــ ۴۸۷.

دغه هم وګوری

د مړیو سوزول که د انساني کرامت سپکاوی

لیکنه: د البحوث الفقهیّة المعاصرة مجلې لخوا تلخیص او راټولونه: محمد خالد (ملکزی) مخکې له …