مخپاڼه / بیلا بیل / پرانسان توبه ده پر الله ج یې قبلول دي!

پرانسان توبه ده پر الله ج یې قبلول دي!

۲۳ درس:
پرانسان توبه ده پر الله ج یې قبلول دي!
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: الله جل جلاله دشپې خپل د رحمت لاس (بلاکیفه) دهغو کسانو لپاره غوړوي چي د ورځي یې ګناهونه کړي وي، الله جل جلاله ته توبه وباسي او دورځي خپل درحمت لاس (بلاکیفه) دهغو کسانو لپاره غوړوي چي دشپې ګناهونه ځني سوي وي، الله جل جلاله ته توبه وباسی.
یعني داچي الله جل جلاله خپلو بندګانو ته هره شپه او هره ورځ موقع ورکوي چي توبه وباسئ او قبلوي یې هم. ځکه نو انسان ته پکار ده چي هر ماښام استغفار ووايی او دخپل رب جل جلاله څخه بخښه وغواړی. او دا موقع دلاسه ور نه کړي.
دپورتني حدیث مبارک الفاظ او حواله:
عَنْ أَبِي مُوسَى – رضي الله عنه – قَاْلَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ – صلى الله عليه وسلم -: «إِنَّ اللهَ ـ عَزَّ وَ جَلَّ ـ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا». [رواه مسلم]

پرانسان توبه ده پر الله ج یې قبلول دي!

دغه هم وګوری

د چغلګر غلام کیسه

د چغلګر غلام کیسه

د چغلګر غلام کیسه لیکنه: حامد افغان کیسه کا: یوه سړي غلام اخيستی، خرڅوونکي ورته …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *