
قرآن کریم په خپل یوه مبارک آیت کې تر ډېره د کوچنۍ مادې (اټوم) په باب بحث کوي، اسلامي عالمانو تر ټولو کوچنۍ ذره (اټوم) (الجز لا یتجزا) نومولې ده.
په قرآن کریم کې هرې علمي موضوع ته شاره شوې ده، موږ باید هر آیت شریف ته ځېر شو او د هغه پر مانا او تفسیر په ښه ډول ځان پوه کړو، ځکه، چې ځینې ماناوې پټې ساتل شوي، ځینې ډېرې لنډې توضیح شوي او ځینو ته خو یوازې اشاره شوې ده.
هر څه ته، چې تخنیک لار موندلې او یا لار ورته پیدا کوي، قرآن پرې بحث کړی، خو پر هغو باندې پوهېدل لږه ځيرکتیا غواړي، آیا په قران کریم کې (اټوم) ته اشاره شوې ده؟
اسلامي پوهانو څېړنه وکړه او دغه مبارک آیت د هغوی پاملرنه ځانته را اړولې ده.
الله جل جلاله فرمایي:
سبح له السماوات السبع والارض و من فیهن و ان من شیء الا یسبح بحمده و لکن لا تفقهون تسبیحهم انه کان غفوراً(۴۴).
ژباړه: ده ته اسمانونه او واړه ځمکه او هغه څوک چې په دوی کې دي تسبېح وایي او هېڅوک داسې نشته، چې د دغه الله جل جلاله تسبېح او ثناء و نه وایي، خو تاسې د هغوی په تسبېح نه پوهېږئ؛ بېشکه دغه الله جل جلاله (د سزا په ځنډولو کې) د ښه زغم خاوند او د (اجز او ثواب په ورکولو کې) لوروونکی دی.
دغه مبارک آیت عالمان په فکر کې واچول، ویل کېږي، چې هر موجود ته په کتو سره په هغه کې یو ډول حرکت او یو ډول ژوند شته دی، که چېرې داسې نه وای، نو الله جل جلاله ته به یې څنګه عبادت کاوه؟
د الله جل جلاله تسبیح (عبادت) یو حرکت او د حرکت پایله یو ډول ژوندي اوسېدل دي، د اسلام ستر عالم شېخ فریدالدین عطار نېشاپوري پر دې مبارک آیت اتکاء کړې او وایي:
د کایناتو هره ذره په پرله پسې توګه په حرکت کې ده.
او په یو بل آیت شریف کې الله جل جلاله فرمایي:
و ما تکون فی شأن و ماتتلو منه من قرآن و لا تعملون من عمل الا کنا علیکم شهودا اذ تفیضون فیه و ما یعزب عن ربک من مثقال ذرة في الارض و لا فی السماء و لا اصعر من ذلک و لا أکبر الا في کتاب مبین(۶۱).
ژباړه او ته چې په هر حالت کې اوسې او له قرآن چې هر څه لولې او (اې خلکو!) تاسې چې هر څه عمل کوئ، (په هر حال) موږ پر تاسو شاهد یو، کله چې تاسې په کې بوخت (لګیا) یاست او ستا له رب څخه په ځمکه او نه په اسمان کې د یو بڅري په اندازه (کوم شی) پټېدای شي او نه به تر دې هم لا ډېر کوچنی او یا ډېر لوی داسې کوم شی وي، چې په روښان دفتر (لوح محفوظ) کې نه وي (لیکلی).
دغه مبارک آیت عالمان دې ته وهڅول، چې تر ټولو کوچنۍ او غټه ټوټه پيدا کړي، همدارنګه پیدا یې کړه او هغه یې (الجز لا یتجزا) ونوموله، یعني د ننۍ ورځې په اصطلاح (اټوم) بلل کېږي.
عالمانو په کایناتو کې څېړنې پیل کړې، په ډېر غټ ستوري کې هم حرکت موجود دی. کوم حرکتونه چې په اټوم کې وو هغه په ستورو کې هم وو.
د اټوم جوړښت یو خارق العاده کار او په یوه نظام کې دننه دی، په منځنۍ برخه کې یې د راښکون ځواک (قوه) او د هغه په اړخونو یا شا او خوا کې یې د ورېځو په څېر الکترونونه روان دي.
په لنډه توګه ویلای شو، چې په هر شي کې یو ډول حرکت موجود دی، هر شی په خپله ژبه د الله جل جلاله ذکر کوي.
د هایدروجن اټوم یې تر څېړنې لاندې ونیو او پیدا یې کړل، چې الکترونونه په خپل چاپېریال کې د زرو کیلو مترو په چټکتیا سره حرکت کوي.
ځمکه په یوه ساعت کې (۱۰۸) زره کیلو متره چټکتیا لري او د لمر نظام هم د (اویګا ستوري) په لوري په حرکت کې وي. له اټوم څخه نیولې بیا تر غټو غټو ستورو پورې په حرکت کې دي او دغه ټول د الله جل جلاله تر ادارې لاندې دي، د هغه ذکر او عبادت کوي او د هغه له امره سرغړونه، نه کوي.
مأخذ: قرآن او تخنیک.
کمپوز: تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه.