مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / اتلسمه لويه ګناه: په درواغوشاهدي وركول

اتلسمه لويه ګناه: په درواغوشاهدي وركول

اتلسمه لويه ګناه: په درواغوشاهدى وركول

څوك چى په درواغو شاهدى وركوى ديوه مسلمان حق په بل خورى  دمثال په ډول ددوو كسانو پريوه مځكه يا پرمال دعوه وى يو بل كس پوهيږى چه په دوى دوو كښى يو پرناحقه دى خو كوم وخت چى دمحكمى ځاى راسى دى دناحقه دعوه كونكى په ګټه شاهدى وركړىاو يا داسى نور. داسى كړنه ستره ګناه ده ځكه الله «جل جلاله» دخپلو بندګانو تعريف داسى كړى دى :

وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ  ([1])

 او ( دتوبې ترڅنګ) هغه كسان دى چى نه حاضريږى وباطل ته . يعنى ددرواغو شاهدى ته .

په يوه حديث كښى راغلي دى چې ددرواغو شاهدى ددوه ځله شرك  سره برابره ده . ([2])

الله «جل جلاله» فرمايى :

(وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ {30}  ([3])  

ژباړه : ځان وساتى دناحقه شاهدى څخه .

په يوحديث كښى راغلى دى : ددرواغجن شاهد به ترهغه پوری پښې دځايه و نه ښوری ترڅو چى اور ورته واجب سوی نوی .([4]) دكتاب الكبائرمؤلف ليكى : ددرواغو شاهدى ترټولو لويه ګناه ده ځكه پدې ګناه كښى ځلور ګناوى سته لومړى داچې درواغ يى وويل ، دوهم داچى ظلم يې وكړى ديوه حق يې په بل وخوړى ، دريم داچې په بل يې حرام وخوړل چې ، څلورم داچې هغه څه چى الله «جل جلاله» حرام بللى وو هغه يې حلال وباله  .

مأخذ: لوی ګناهونه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

*****


([1] ) سورة الفرقان الآية (۷۱)

([2] ) هذا الحديث من خزيمة بن فاتک مرفوعا فذکر ، قال : ثم قراء (فاجتنبوا الرجس من الاوثان واجنتبوا قول الزور حنفآء الله غيرمشرکين به ) روا ه ابوداؤد وهذا لفظه والترمذی وابن ماجة وراه الطبرانی موقوفا علی ابن مسعود باسناد حسن آهـ . منذری .

([3] ) سورة الحج الآية (۳۰)

([4] ) رواه ابن ماجة والحاکم وقال صحيح الاسناد من حديث ابن عمر بلفظ ( لن يزول …. الخ ) .

دغه هم وګوری

څلور ویشتمه لویه ګناه: د غلا لپار لار نیول (قطاع الطريق)

څلور ویشتمه لویه گناه: د غلا لپار لار نیول  (قطاع الطريق) د مسلمانانو په وړاندي …