مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / اسلام دهر حق تضمين کړى دى!

اسلام دهر حق تضمين کړى دى!

اسلام دهر حق تضمين کړى دى!

وايي: په فاريس کي يوه مسجد ته يو ماشوم راغلى دمسجد امام ته يې وويل : زه مور ددې لپاره را واستولم چي ستاسو په مسجد کي سبق ووايم

امام ورته وويل: مور دي چيري ده چي زه پوره معلومات ځني وغواړم.

ماشوم ورته وويل: هغه دباندي پر سړک ولاړه ده.

امام ورته وويل ولي دلې نه راځي؟

ماشوم ورته وويل دهغې راتګ دلته ممنوع دى ځکه هغه مسلمانه نه ده!

امام دباندي پسي راوواتى دماشوم دمور سره يې خبري وکړې او پوښتنه يې ځني وکړه چي ته ولي په خپل ماشوم ديني زده کړي کوې ته خو کافره يې؟

ښځي ورته وويل: زموږ همسايګان دي دهغو ماشومان چي کله دمدرسې څخه راسي دمور اوپلار لاسونه مچوي بيخي دمور او پلار احترام کوي؛ ددوى په کورونو کي اتفاق او اتحاد وي، ټول اولادونه دمور اوپلار سره دژوند تر پايه وي، او ما هيڅ مسلمان نه دى ليدلى چي په اخر عمر دي د زړو پالنځاى ته ورکول سوي وي، زه هم غواړم په بچي اسلامي تعليم وکړم څو دغه امتيازات زه هم ترلاسه کړم.

ريشتيا هم اسلام هر چاته خپل پوره حق ورکړى دى کافران او ددوى خواخوږي يوازي دځوانانو ښځو حق غواړي هغه هم دومره چي دوى مخ لوڅ کړي او ددوى سره کار وکړي نور دهيڅ مظلوم لپاره دومره لېوني نه دي دا دوى نه بلکي ددوی جنسي غريزي دي.

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد.

دغه هم وګوری

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…!

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…! ژباړه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو لوی …