مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / انسانانو الوتل له چا زده کړل؟

انسانانو الوتل له چا زده کړل؟

پخوانیو انسانانو به الوتونکو ته په ډېره حیرانتیا سره کتل او د هغو په اړه به یې په ډېره ځيرتیا فکر کاوه ویل به یې، کاشکې موږ هم د هغوی په څېر الوتلای شوای.

ایټالوي رسام او عالم لیونارډو ډونسي (Leonardo da Vinci) به د الوتونکو الوت ته په ډېره حیرانتیا سره کتل او ډېرې ورځې به د یوې غونډۍ پر سر کښېناسته او د الوتونکو بېلا بېل الوتونه به یې کتل، خپلې لاسته راغلې پایلې به یې د خپل یاداښت په کتابچه کې ثبتولې.

الوت یې زړه غوښته، له هر ډول تمرینونو څخه یې کار واخیست، چې والوځي، خو بریالی نه شو، خو لومړنی ترکي مسلمان (خضر فن احمد چلبي) د مراد په څلورمه دوره کې په الوتلو بریالی شو، هغه په لومړي ځل د ګوربت وزرې په خپلو اوږو کښېښودې او له (ګالاتا برج) نه یې ځان هوا ته خوشې کړ، چې په (اسکودار) کې بې له کوم زیانه را ښکته شو.

انسانانو ته همدا الهام له کومه راغلی دی؟

کېدای شي لومړی له الوتونکو څخه او بیا د سلیمان علیه السلام له الوتلو څخه دا الهام د انسانانو ذهنیت ته راغلی وي.

قرآن عظیم الشان دا پېښه داسې بیانوي:

ژباړه: او سلیمان ته مو باد تابع کړی و، چې د سهار مزل یې هم د یوې میاشتې و او د ماښام یې هم د یو ې میاشتې او هغه ته مو د تانبې چینه (هم) بهولې وه او پېریانو کې ځینې داسې وو، چې د خپل رب په حکم یې د هغه په وړاندې کار کاکوه او له هغوی څخه چې څوک زموږ له امره سرغړوي، موږ به د بل اور عذاب ورو څکو.

سلیمان علیه السلام به چې سبا ناری وکړ، نو د هوا (باد او شمال) پر وزرونو چې د ده تر امر لاندې وه، سپرېده او د غرمې ډوډۍ به یې د (استخر) په ښار کې خوړله، چې هغه ځای ته تګ یوه میاشت وخت غواړي. او بیا به پر باد سپرېده او د شپې ډودۍ به یې د (کابل) په ښار کې (چې یوه میاشت مزل و) خوړه.

داسې مه وایئ، چې آیا باد انسان لېږدی شي؟ په ځینو تلویزونونو کې ګورو چې وایي پلاني توپان د اروپا پلانۍ برخه وېجاړه  او ړنګه کړه، باد نه یوازې انسانان الوزوي، بلکې ډېر نور شیان هم له خپلې مخې لیرې کوي او الوزوي یې، هغه باد، چې د الله جل جلاله له لوري ورته امر شوی، نو هغه ته د یوه انسان لېږدول څه شی دي؟

سلیمان علیه السلام به پر باد سپرېده او الوته به، هغه په حقیقت کې انسانانو ته د الوتلو لاره ور ښووله، له دغې موضوع څخه په الهام سره نورو انسانانو هم وکړای شول، چې د بېلابېلو الوتکو په جوړولو لاس پورې کړي.

دا په خپله یوه معجزه وه او لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ، معجزه یو فوق العاده حالت دی او یوازې د الله جل جلاله له لوري خپلو پیغمبرانو ته ورکول کېږي. له یوه پلوه الوتونکو او له بله پلوه په قرآن کریم کې د سلیمان علیه السلام د معجزې ذکر، چې پر باد به سپرېده او سیاحت به یې کاوه، نورو انسانانو ته د الوتلو لار پرانیستلې ده.

لکه څنګه چې غواړي دا په ډاګه کړي:

اې! انسانانو ټنبلي پرېږدئ او زیار وباسئ، هغومره زحمت وباسئ، چې یوه ورځ الوتنه وکړئ. الوتونکي تاسې ته بېلګې دي او د حضرت سلېما علیه السلام معجزه درته دلیل دی، سلېمان ته مو الوت ورکړ، نو تاسې هم هغه ته په پام سره له طبیعت نه ګټنه وکړئ.

لږ فکر وکړئ، که دا معجزه په قرآن کریم کې نه بیانېدای او په طبیعت کې هم الوتونکی شی نه وای، آیا انسانانو به د الوتلو فکر هم کړی وای؟

د الوتونکو تر لیدلو او لوستلو وروسته عالمانو سامان الات جوړ کړل او زیار یې و ایست، چې الوتونکو ته ورته شی جوړ کړي او د هغه په منځ کې یې موتور کېښود، نو څنګه چې دوی خپله هم پیدا کړل شوي وو او ساه یې نه شوره ورکوی؛ نو موټور یې جوړ کړ، ماشین یې جوړ کړ، په الوتکه کې یې ولګول، عیار یې کړل، وزرونه یې ورته جوړ کړل او ډېرې ازموینې یې ترسره کړې، چې پایله یې مثبته او ګټوره را ووتله.

د وخت په تېردو سره انسانانو ډېر کوښښ وکړ او دغې برخې ته یې پراختیا ورکړه.

د هر شي پیل او پای قرآن کریم کې راغلی دی، د هر علم پیل او پای هم په قرآن کریم کې دی، که د قرآن کریم په رڼا کې ژوند وکړو، څه شی، چې په هغه کې دي، هغه د ژوند موخه وګرځوو او عمل پرې وکړو، نو د لویو لویو موندنو او نوښتونو خاوندان به شو، باید دا هېر نه کړو، لومړنۍ انسان چې په هوا کې يې آلوت کړی؛ هغه مسلمان دی، خضر فن احمد چلبي، بې له شکه چې ده به د حضرت سلېمان علیه السلام معجزه په قرآن کریم کې لوستې وي او بیا یې پر خپل الوت فکر کړی دی.

منبع: قرآن او تخنیک. (که همدغه کتاب غواړ ولولئ او ډانلوډ یې کړی دلته کلیک وکړئ)

کمپوز: تعلیم القرآن راډیو اداره.

دغه هم وګوری

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…!

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…! ژباړه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو لوی …