مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / اوومه لويه گناه: د توان لرلو سره حج نه كول

اوومه لويه گناه: د توان لرلو سره حج نه كول

اوومه لويه گناه: د توان لرلو سره حج نه كول

د اسلام د بناوو څخه يوه مهمه بناء حج دئ، فرضيت يې په آيتونو او حديثونو سره ثابت سوى دئ او پرېښودل يې لويه گناه ده په داسي حال كي چى نوموړى سړى شتمن وي يعني د تلو او راتلو خرڅ په لاس كي ولري، ځكه الله جل جلاله فرمايي:

﴿وَلِلّٰهِ عَلَي النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْـتَـطَاعَ اِلَيْهِ سَبِيْلًا﴾([1])

ژباړه : د الله جل جلاله  لپاره پر خلگو باندي د بيت الله شريفي حج کول (لازم دئ، البته د) هغه چا لپاره چي د لاري طاقت ولري يعني د تلو او راتلومصرف ولري.

رسول اكرم صلی الله علیه وسلم  د حج كولو پر اهميت ډېر ټينگار كړى دئ، ځكه ابي امامة باهلي رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه روايت كوي چي فرمايي: څوك چي د لاري د وسائلو مالک سي او حج ته د تللو مصرف ولري خو حج و نه كړي، نو پروا نه سته كه يهودي مړ سي او كه نصراني مړ سي. ([2])

یعني دا چي په حج تللو سره خو سړی نه کافر کېږي خو د توان سره یې نه کول دومره لویه گناه ده، چي امکان د دې سته چي د حج نه کول پر ده باندي دومره اثر وغورځوي چي بیخي یهودي یا هم نصراني سي.

د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  په خلافت كي نوموړي د حج د ډېر زيات اهميت له كبله پر پرېښوونكي باندي د اسلام څخه د وتلو پرېكړه كړې ده، داسى يې فرمايلي دي: ما قصد كړى دئ چي خلگ به دې ښارونو ته استوم هر چا چي د حج كولو توان درلودئ او حج يې نه ووكړى، نو ججه ( جزيه) دي پرحواله سي دا مسلمانان نه دي. ([3])

يعني كافران چي پر خپل دين پاته وي او په اسلامي هيواد كي اوسېږي اسلامي حكومت ته به ججه وركوي، عمر فاروق رضی الله عنه  هغه كسان چي د توان سره حج نه كوي د كافرانو په شان كړي دي، ځكه د اسلام يو مهم ركن يې نه دئ پرځای كړى، خو څوک دي دا فکر نه کوي چي د حج پرېښوونکی کافر دئ البته عمر رضی الله عنه له دې امله دا پرېکړه کړې ده چي خلک وبېرېږي او پوه سي چي دا گناه ډېره لویه ده.

مأخذ: لوی ګناهونه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

([1])  سورة آل عمران، الاية: ٩٧.

([2]) من ملك زادا و راحلة تبلغه إلى بيت الله الحرام فلم يحج فلا عليه أن يموت يهوديا أو نصرانيا و ذلك أن الله يقول فى كتابه: ولله على الناس حج البيت من استطاع إليه سبيلا ومن كفر فإن الله غنى عن العالمين. [آل عمران: 97] (أخرجه الترمذى: 3/176، رقم: 812، وقال: غريب. وابن جرير: 4/16، والبيهقى فى شعب الإيمان: 3/430، رقم: 3978. وأخرجه أيضًا: البزار: 3/87، رقم: 861)

([3]) عن عمر قال: لقد هممت أن أبعث رجالا إلى الأمصار فلا يدعون رجلا ذا ميسرة لم يحج إلا ضربوا عليه الجزية ما هم بمسلمين. (كنز العمال، ح: 12400)

دغه هم وګوری

څلور ویشتمه لویه ګناه: د غلا لپار لار نیول (قطاع الطريق)

څلور ویشتمه لویه گناه: د غلا لپار لار نیول  (قطاع الطريق) د مسلمانانو په وړاندي …

یوه تبصیره

  1. Viagra Nebeneffekte Is 40 Mg Cialis Dangerous Cialis Order Diflucan Online Rx Pharmaceutical