مخپاڼه / ځانګړي مطالب / ايا رسول اللهﷺ په فارسي ژبه خبري کړي دي؟

ايا رسول اللهﷺ په فارسي ژبه خبري کړي دي؟

#ايا_رسول_اللهﷺ په فارسي ژبه خبري کړي دي؟

په دې اړه څو خبري د يادولو وړ دي:

۱: #پر دې خبره اتفاق دئ ، چي رسول اللهﷺ فارسي لغاتونه او فارسي جمله کارولې ده د مثال په ډول رسول الله صلی الله عليه وسلم و ابوهريرة رضي الله عنه ته وويل:

اشکمت درد؟

مطلب يې دا وو چي نس دي درد کوي؟

يا هم رسول الله صلی الله عليه وسلم و حسن رضي الله عنه ته په فارسي اصطلاح وویل: کخ کخ…

داسي نور لغاتونه هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت دي.

۲: #که_څه هم اختلاف سته خو اکثره علماء په دې اند دي چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم ژوند د فارس له خلکو سره نه دی سوی چي په د فارسي ژبي زده کړه يې ځني کړې وي.

۳: #تر_قرانکريم وروسته صحیح ترين کتاب صحيح البخاري په ياده موضوع کي يعني داچي رسول الله صلی الله عليه وسلم په فارسي خبري کړي دي مستقل باب ايښی دئ او شارحينو يې خورا ژور تحقيق ورباندي کړی دئ.

۴: #دا_خبره يقيني ده چي فارسي ژبه خورا اوږد تاريخ لري.

۵: #زما_په نظر که غواړئ علمي تنده سيرابه کړئ په معاصر وخت کي د مورنۍ ژبي ترڅنګ لاندي ژبي زده کول ډير مهم کار دئ:

عربي، فارسي، اردو، انګريزي.

۶: #د_اسلامي تاريخ په اوږدو کي فارسي ژبه تر عربي ژبي وروسته دوهمه علمي ژبه وه که څه هم په معاصر وخت کي يې ځای نورو ژبو نيولی دئ همدا وجه ده چي داسلامي تاریخ نابغه علماوو په فارسي ژبه اشعار ويلي يا مکتوبونه فارسي ليکلي دي.

په درنښت ستاسو ورور

مولوي عبدالهادي حماد ۱ ذوالحجه ۱۴۴۱ هق

دغه هم وګوری

د ریا بدوالی

أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ: خبردار! خاص الله جل جلاله لره هغه دين دئ چي هغه …