مخپاڼه / ځانګړي مطالب / بخت څنګه بدلولای سو؟

بخت څنګه بدلولای سو؟

بخت څنګه بدلولای سو؟

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه

ډېر خلک په ژوند کي ستړي وي، د ټولو قریبانو څخه ناراضه وي، کاروبار یې نه سمیږي، د هر انډېوال سره چي تعلق جوړ کړي ژر خراب سي.

داسي کس به موليدلی وي؟

هو! داسي کسان سته، دغسي کس هر ځای د خپل زړه د سکون لپاره وايي: زما بخت کار نه کوي.

اوس نو که دغه کس ته وویل سي چي بخت بدلوې؟ هغه کس به په ډېره خوشالي باندي د هو سر وښوروي.

دا خبره یقیني ده چي هر څه په تقدیر کي لیکلي دي، د تقدیر فیصله نه بدلیږي خو موږ دجبریوو عقیده نه لرو، موږ ماتریدیه یو. موږ عقیده لرو چي په دنیا کي اسباب اثر لري.

که موږ اسبابو ته پاملرنه ونه کړو نو بیا خو هیڅ ګناهګار ملامت نه دئ، ولي بعضو مجرمانو ته محکمه تعزیر ورکوي، ځینو ته حبس ورکوي، پر ځینو حد جاري کوي؟ ولي د مجرمانو لپاره موږ د وعید عقیده لرو؟

معلومه خبره ده چي اسباب تر یوه بریده د انسان په عمل او ژوند کي رول لري.

بناء موږ ویلای سو چي د ځینو اسبابو په کارولو سره یو انسان کولای سي چي د ټولو قریبانو څخه راضي سي، کار یې جوړ سي، هغه دده په وینا بخت یې سم سي.

که موږ لږ دقت وکړو، دغه کس چي ادعا لري او وايي: چي د قریبانو څخه په عذاب یم ــــ دده څخه داسي پوښتني وسي:

قریبان هم ستا څخه په عذاب دي که یا؟

ستا ددغو قریبانو څخه ستا په څېر بل څوک هم په عذاب دئ که یا؟

دوی هم په خپلو منځو کي سره په تکلیف دي که یوازي ته ځني په تکلیف یې؟

ته چي هر کار راپیل کړې په خپل نظر کار مخته وړي که د یو چا تقلید کوي؟ یا هم د بل چا په نظر باندي کار پیلوي؟

ته چي دکوم ملګري سره تعلق قایم کړې او ژر سره خوابدي سئ، ایا ستا دهغه ملګري څخه نور انډېوالان هم خوابدي کېږي او که یوازي ستا اړيکي ژر ورسره خرابیږي؟

هو! ته به ځان هوښيار ګڼي، حتما به په زړه کي وايي: چي زه خو هوښیار یم ددوی په نیمګړتیاوو مي سر خلاصیږي، دوی خو لکه حیوانان یو دبل پر نیمګړتیاوو سترګي سره پوټوي ځکه دوی سره چلیږي زه نه ورسره چلیږم.

حتما به ته په زړه کي وايي چي زه حقبین یم په نن زمانه کي دحقبینو انسانانو ژوند ګران دئ. حتما به نور دلایل هم لري خو زما پوښتنه داده چي ایا د تاریخ په اوږدو کي هر وخت حقبین ستا په څېر ستړی وي؟ او یا اوس په نړۍ کي بل حقبین نسته که وي ستا په څېر ستړی؟ ایا هوښیاري انسان ته هوسیايي وربخښي که ستړیا؟

دا ټولي هغه پوښتني دي چي که دقیقي وڅېړل سي ، په انصاف جواب سي ډېر ژر یوه داسي لار پیدا کیږي چي د انسان په ژوند کي تغیر راولي او ډېر ژر انسان د پرمختګ پر لوري ولاړ سي.

له همدې امله یاد کس ته څو خبري په نظر کي نیول پکار دي:

۱: حتما دژوند تګ لاره بدله کړه.

۲: حتما په دې باور سه چي زما زیاتره فیصلې زما د ګټي خلاف دي.

۳: د ژوند هره فیصله د بل چا په نظر باندي وکړه البته په لاندي شرطونو:

الف: د چا په رایه چي فیصله کوي هغه به کامیاب انسان وي.

ب: په هغه ډګر کي به کامیاب وي کوم چي ته پکښي فیصله کول غواړي مثلا که غواړي دکانداري وکړې نو دیوه کامیاب دکاندار ټوله تګ په کټ مټ ډول عملي کړه که څه هم ته یې تاوان په سترګو ویني ځکه ستا د ناکامۍ یو لامل دا کېدای سي چي ستا سترګي ریشتني وي خو فکر ته کاذب راپور ورکوي. او فکر بیا د کاذب راپور پر بنسټ فیصله کوي.

۴:ژوند د سل فیصده حریت نه نوم نه دئ بلکي هر انسان په یوه نوعه د بل انسان محتاج دئ ، او احتیاج خپله دحریت سره په ټکر کي دئ، که څوک غواړي د انسانانو سره هم ږغه او د همکارۍ ژوند ولري نو فیصلو ته به حساب کوي په لسو فیصلو کي به پنځه فیصلې دخپل فکر او غوښتونو خلاف دنورو په غوښتنه مني او ورباندي قناعت به کوي دا به دهغوی حق بولي او که هغوی تر دې زیاتی وکړي د زغم په عنصر دي خپله غصه خنثی کړي.

دا موضوع ډېره اوږديږي خو ما په لنډو ټکو کي را ونغښتل ځکه اوس د اوږدو لیکنو حوصله له خلکو تللې ده.

نور هم په خبر کړئ!

ممکن یو څوک لا ځني ګټمن سي، ستاسو ورور: عبدالهادي حماد، ۱۴\ ۱۱\ ۱۳۹۷ ه ش

دغه هم وګوری

د حضرت شمس تبریز بابا لنډه پيژندنه!

شمس تبریز بابا لمر را کښته کړئ! دا قصه مي له ماشومتوبه اورېدلې وه چي …