مخپاڼه / بیلا بیل / برطانوي پروفیسور ناګل اسلام قبول کړی!

برطانوي پروفیسور ناګل اسلام قبول کړی!

🌺 برطانوي پروفیسور ناګل اسلام قبول کړی🌺

د سعودی په پوهنتون کې انګليسي پروفيسور ډاکټر ناګل ايکسورتي (Nagel Axworthy) د اسلام مقدس دین قبول کړی، د نوموړي پوهنتون ادارې د ده‌ د اعزاز لپاره يو په زړه پوري مجلس جوړ کړی وو، د مجلس ګډونوالو په خپل وار د ډاکټر ناګل سره روغبړ کاوه او دعاګانې به یې ورته کولې.

په مجلس کي ډاکټر ناګل وويل: د کلیمي ويلو څخه وروسته ما ته روحاني مسرت نصيب سو۔ چی هغه زه په خبرو کې نه سم بیانولای، ما له هغه وخت څخه د اسلام مطالعه شروع کړه، چي پر برطانيه کې د مسلمانانو تعداد په ډېريدو سو، نو ما د مسلمانانو د ژوندانه د نيږدې ليدو لپاره سعودی عربستان ته د راتللو اراده وکړه، سعودي ته چی راغلم نو د نيږدې ليدلو څخه زه دا نتیجی ته ورسيدم، چی دا هغه عطاء او تحفه ده، چی زما روح د وخت څخه پلټنه کوله او زما روح یې په لټه کي وو، او زه په خپله ادارې ته راغلم د اسلام قبلولو اعلان مي وکړ.

ده وويل چی په پورپ(اروپا) کې اسلام په تيزۍ سره خپريږي، صرف د لسو کالو په دوران کې د يو لک(سل زره) څخه زيات برطانويان مسلمانان سوي دي، ځکه هرکال (۵۲۰۰) برطانوي حلقې د اسلام په سپېڅلي دین کې داخل سوي دي.

نوموړي زیاته کړه؛ چي په مغربي معاشره کې د فحاشۍ څخه خلګ نور تنګ سوي دي، ډېره ضروري ده، چی د دوی مخ ته د اسلام نقشه او په مؤثره طريقه سره دعوت پيل سي، که  د دعوت هڅه وسي، نو زه په يقين سره وايم، چي د څه وخت په دوران کې به زيات شمير اروپایان د اسلام په مقدس دین منور سي.

(بحواله السبق سعودیه)

” اللہ تعالی جل جلاله” دي، پروفيسور صاحب ته پر اسلام استقامت ورکړي، دين اسلام او مسلمانان دي لوی رب جل جلاله سر بلند کړي .

🤲 اَمـــِين يـَارَبَّ الْعـــَالَمِيْن 🤲

ژباړه: سميع الله دُرانی.

دغه هم وګوری

تریخ حقیقت

🌸”تريخ حقیقت”🌸 له يو کس څخه چا پوښتنه‌ وکړه، چي په اوس وخت کي دا …