مخپاڼه / ځانګړي مطالب / تر کوچني اختر وروسته (۶) مهمي؛ او ګټمني روژې

تر کوچني اختر وروسته (۶) مهمي؛ او ګټمني روژې

#تر_کوچني_اختر_وروسته_د_روژو_اړونده_څو_نکتې:
۱: تر کوچني اختر وروسته د شپږو روژو اړونده د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د لویو ګټو وعده ثابته ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
که چا د رمضان د میاشتي روژه ونیول بیا یې ورپسې د کوچني اختر د میاشتي شپږ نوري روژې ونیولې ثواب یې دومره زیات دئ لکه ټول عمر چي روژه ونیسي. (رواه مسلم)
۲: د کوچني اختر لومړۍ ورځ روژه نیول جایز نه دي خو دوهمه ورځ یې دستي نیولای سي, او په لوی اختر بیا د لومړۍ ورځي تر څنګ درې ورځي نور هم روژه نیول نه دي جایز یعني د لوی اختر لومړی ، دوهمه ، درېیمه او څلورمه ورځ روژه نیول نه دي جایز.(حاشيه طحطاوي علي مراقي الفلاح:۱\۶۴۰)
۳: دغه شپږ ورځي به کله نیسي؟ په اړه یې علماء فرمايي: دغه روژه به د شوال (کوچني اختر) په میاشت کي نیسي خو دا لا زمي نه ده چي خامخا به یې د اختر تر ورځي وروسته متصل نیسي، که یې څو ورځي بعد ونیسي هم دغه فضیلت لاسته راوړلای سي.(هندیه:۱\۲۰۱)
۴: یادي سوي شپږ روژې که څوک پر لپسې ونیسي جایز دي البته که یې جلا جلا ونیسي هم دغه ثواب لاسته راوړلای سي بلکي افضله خبره هم داده ، چي ددغي میاشتي په هره لسیزه کي دوې ، دوې روژې ونیول سي. (هندیه:۱\۲۰۱)
۵: که څوک د ټول عمر روژو ثواب غواړي نو لازمي ده ، چي دغه شپږ ورځي روژې په شوال (کوچني اختر) میاشت کي نيسي که یې تر دغه میاشتي وروسته ونیولې ثواب خو به وګټي البته کوم ثواب ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یاد کړی دئ، هغه ثواب به نه وي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د همدې میاشتي تعین کړی دئ.
۶: لطفا! د نورو ملګرو سره داخبري شریکي کړئ، ممکن په هغوی کي څوک روژې ونیسي بیا به ستاسو ثواب ضرور پکښي وي ، ان شاء الله.
ستاسو ورور:
مولوي عبدالهادي حماد ۲ \ شوال ۱۴۴۱ ه ق
جامعه اسلاميه حماديه قندهار

دغه هم وګوری

د روژې په میاشت کي آته (۸) ډېر ثواب لرونکي عبادتونه!

د ډيرو ګټو لنډه لار! اته داسي کارونه دي، چي د امت سترو بزرګانو د …