مخپاڼه / ځانګړي مطالب / حجامة (وينه كښل)!

حجامة (وينه كښل)!

#حجامة_(وينه كښل)!

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو

دحجامت یا وينه کښلو اړونده لاندي خبري اړیني ګڼم:

۱: دا خبره باوري ده ، چي حجامت کول په ښکاره احادیثو ثابت دئ. د ټول اسلامي امت علماء ورباندي په یوه خوله اقرار کوي.

۲: دحجامت لپاره پسرلی ښه موسم دئ.

۳: د حجامت لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم د هري اونۍ دوشنبه، سه شنبه او پنجشنبه ورځي ښه ورځي بللي دي او په پاته ورځو کي یې منع فرمایلې ده.

۴: د حجامت لپاره د هري میاشتي اوولسم ، نوولسم او یوویشتم نېټې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښې ګڼلي دي ؛ خو د نورو ورځو منع یې هم نه ده کړې.

۵: د حجامت پر مهال دمعاصرو اسبابو څخه ګټه واخلئ لکه دحجامت په وخت کي د میکروبونو دمخنیوي لپاره ښه تحکیم، د دردونو دمخنیوي لپاره د ظاهري اناسیزۍ درمل… او که دیوه ډاکټر نظارت هم وي خو بیخي ښه خبره ده.

۶: کوشش وکړئ دا نېک را ژوندۍ کړئ او نور هم په خبر کړئ.

ستاسو ورور: مولوي عبدالهادي حماد، ۲۶ رجب المرجب ۱۴۴۱ ه ق

د حجامت اړوند حدیث شریف(تصور)

دغه هم وګوری

د روژې په میاشت کي آته (۸) ډېر ثواب لرونکي عبادتونه!

د ډيرو ګټو لنډه لار! اته داسي کارونه دي، چي د امت سترو بزرګانو د …