مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / حضرت عماررضی الله عنه او دده مبارک د مور او پلار بيان

حضرت عماررضی الله عنه او دده مبارک د مور او پلار بيان

           حضرت عماررضی الله عنه او دده مور او پلار داسلام  لپاره  دکافرانو دلاس څخه  تر سختو هم زيات سخت  تکليفونه  تېر کړل د مکې مکرمې  پرتوده شګلنه  مځکه باندي عذاب  ورکول  کېدئ  نبي کريمﷺ چي به کله د دوى  په لوري ولاړى دوى ته به يې د صبر تلقين  ورکاوه  او دجنت  زيرى به يې ورکوى  دده پلار  حضرت ياسررضی الله عنه په دغه تکليفونو کي مړ سو کافرانو ترمرګه پوري آرام نه پرېښودئ او مور يې ابوجهل لعين په شرمګاه کي په نېزه  ووهل  او شهيده سوه د عماررضی الله عنه مور حضرت سمية رضی الله عنها سپين سري وه  خوبيا هم  دهيڅ  شى پروايې ونه لرل  تر مرګ پوري  د اسلام څخه  نه واوښته دا په اسلام  کي لومړۍ شهيده وه  او داسلام لومړى مسجد  يعني مسجد قبا عماررضی الله عنه جوړکړى،کله چي رسول اللهﷺ مدينې منورې  ته تشريف  يووړى  عماررضی الله عنه وويل چي د رسول اللهﷺ لپاره د سيوري  يو ځاى  جوړول ضروري  دئ چي پکښي تشريف ږدي غرمه  آرام پکښي کوي  او لمونځ سيوري  ته کوي  نو حضرت عماررضی الله عنه اول ډبري را ټولي کړې  او مسجد قبا يې جوړ کړى  حضرت عماررضی الله عنه  په جنګ کي  په ډېره  مينه  او جذبه  ګډون کاوه  يوه ورځ په جنګ کي په جذبه  راغلى او وې ويل : ځو د خپلو دوستانو  سره يو ځاى کيږو  د محمدﷺ  د ډلي سره  يو ځاى کيږو  په دغه حالت کي  تږى سو  د  او بو غوښتنه يې  وکړه  يو چا  د اوبو پر ځاي  شيدې  ورکړې ده مبارک شيدې وچيښلي بيايې وويل : مادرسول اللهﷺ څخه اورېدلي دي چي ته به په ژوند کي وروستى شى شيدې چيښي ددغه خبري وروسته شهيد سو دشهادت پرمهال يې عمر شپږنيوي (٩٦) کاله و ځينو بيا يونيم کال کم عمر ښودلى دئ .([1])

منبع: فضائل الاعمال، د اصحابو قصې.

ژباړه: مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله


([1] ) اسد الغابة

دغه هم وګوری

د حضرت جعفر رضی الله عنه قصه!

حضرت جعفر رضی الله عنه  د نبي  صلی الله علیه وسلم  د اکا زوى و …