مخپاڼه / بیلا بیل / خوشحالي په اسلام کي

خوشحالي په اسلام کي

خوشحالي په اسلام کي

ليکنه : احمد یون

موږ باید ډېر خوښ او خوشحاله و اوسو او شکر وباسو چي د اسلام د دین پیروان او منونکي یو چي د نړۍ وروستی دین دئ، هغه دین چي په هغه کي انسانانو ته د معتدل، ښه، هوسا او بسیا ژوندانه هراړخیزي لاري چاري بیان سوي دي ددې مبارک دین بله ځانګړنه دا ده چي خپل منونکي زیارکښ، چسپانده، تکړه او په کار اخته خوښوي او هغوي له داسي چارو او عملونو څخه راګرځوي چي له امله یې سست، ناپوه، بې واکه او ټمبل  و اوسي. دا چي انسانان ټوله ورځ لکه ماشین په کار اخته دي نو له ډېر کار څخه ستړي کيږي او د کهالۍ احساس کوي، ځکه نو اسلام انسان ته دا روا کړې ده چي کله- کله په روا چارو او عملونو سره خوشحالي وکړي او داسي چاري او عملونه سرته ورسوي چي جسمي، روحي او عقلي فایده ولري.

زموږ لپاره ښه مثال رسول ﷲﷺ دئ ده مبارک به کله ـ کله ریښتیني ټوکي کولې نو صحابه کرامو به ورته ویل ته زموږ سره ټوکي کوې؟ ده مبارک به ورته ویل:چي زه بې له رښتیا ویلو بل څه نه وایم. په یو بل حدیث کي راځي چي رسول ﷲﷺ ته د انصارو یوه زړه ښځه راغله او د رسول   ﷲ ﷺ څخه یې غوښتنه وکړله چي ﷲﷻته ددې په هکله دعا وکړي چي جنت ته یې داخله کړي، نو رسول ﷲﷺ ورته وویل جنت ته زړې ښځي نسي داخلېدلای، ښځي وژړل، کله چي ده مبارک دا حالت ولیدۍ نو و یې خندل او و یې ویل: چي آیا تا د ﷲتعالیﷺ هغه قول نه دي اوریدلي چي فرمایې: ژباړه: موږ به دا ښځي له سر څخه نوي جوړي کړو جوړه- جوړه او همزولي به یې سره وګرځوو.

همدارنګه صحابه کرامو به د کار او اجتهاد سره په خپلو منځو کي ټوکي او لوبي کولې او هغه چاري او عملونه به یې کوله چي په اسلام کي روا وه، ولي دغو کارو د صحابه  کرامو عزت او مرتبه نه کموله.

حضرت علي کرم ﷲوجهه فرمایي: زړونه داسي ستړي کيږي لکه بدنونه نو د زړونو لپاره د حکمت خبري او ویناوي پیدا کړئ.

اسلام و هغو چارو او لوبو ته اجازه ورکړې ده چي اخلاقي او ادبي جنبه ولري، ولي اسلام ددغه څخه مقصد دا نه دي چي فقط خالي وخت ډک کړي، بلکې هدف یې دادي چي د خالي وخت څخه استفاده ترلاسه کړي او هغه عمل سرته ورسوي چي د انسان بدن، روح او عقل ته فایده رسوي.

دلته د روا چارو او لوبو څخه دا مقصد نه دئ چي ژوند مسخره ،عبس او لوبي پر کار او عبادت مخکي وګرځوي، ولی که دا وي طبعاً د خلکو ترمنځ ورورګلوي، محبت او مینه کمیږي او ټولنه د فساد وخواته ځي، بلکي هدف یې دادي چي ژوند په ژوندي زړه سره په خندا کي تېر کړي.

بیشکه اسلام موږته ټوکې روا کړي دئ خو په دې مقصد نه چي موږ هغه وکړو، کوم چي اوس زموږ په ټولنه کي موجود دي او تر ګټي یې تاوان زیات دي، چي هغه یو په بل باندي مسخرې کول ، یو څوک تمسخر ګرځول او نورو ته بد لقبونه ورکول دي ځکه ﷲ تعالیﷺ موږ د مسخرو، تمسخر څخه منعه کړی یو ﷲتعالی فرمایې: ژباړه: ای مومنانو!! یو قوم دي په بل مسخرې نه کوي ښایي هغه مسخره کړل سوي تر دوی غوره وي او نه دي ښځي په نورو ښځو مسخرې کوي ښایي هغه مسخره کړل سوي ښځي تر دوی غوره وي او په خپلو ځانونو سره د عېبونو بیانولو اشاره مه کوئ او بد لقبونه مه کاروئ. همدارنګه رسول ﷲﷺ موږ د درواغو، مسخرو او پر نورو باندي د خندا څخه منعه کړي یو دی مبارک فرمایې: هلاک دي وي هغه کسان چي درواغ وایي او خلک خندوي، هلاک دي وي ـ هلاک دي وي.

نو نتیجه دا چي هر هغه چاره، عمل او لوبه حرامه او ګناه کبیره ده چي د نورو د سپکاوي او خندا سبب کيږي او وخت ورباندې ضایع کيږي.

دغه هم وګوری

د مړیو سوزول که د انساني کرامت سپکاوی

لیکنه: د البحوث الفقهیّة المعاصرة مجلې لخوا تلخیص او راټولونه: محمد خالد (ملکزی) مخکې له …