مخپاڼه / بیلا بیل / داسلامي قانون ځانګړتياوي، هغه، چي نور قوانين يې نه لري(لومړی برخه)

داسلامي قانون ځانګړتياوي، هغه، چي نور قوانين يې نه لري(لومړی برخه)

اسلامی قانون

داسلامي قانون ځانګړتياوي، هغه ،چي نور قوانين يې نه لري

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد

اسلامي قانون تر ټولو قوانينو ممتاز قانون دئ ددې لپاره ډېر دلايل سته البته ځيني شيان، چي اسلامي قانون دنورو هغو قوانينو څخه بېلوي کوم، چي خلکو دځانه جوړ کړي دي هغه دادي:

عدل: لومړى هغه شي ، چي اسلامي شريعت دنورو قوانينو څخه بېلوي عدل دئ يعني دټولو انسانانو سره په برابر ډول رويه ترسره کول او مساويانه چلند . دين په حقيقت کي عدالت دئ ځکه الله( فرمايي:

إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ...( النحل ، آية:٩٠)

ژباړه: باور وکړئ الله( په عدل او نيکۍ سره امر کوي.

اسلام دين دانسانانو په منځ کي درنګ ، قوم ، وطن او ژبي بربنسټ توپير نه کوي بلکي دغوروالي معيار تقوا ده؛ځکه الله( فرمايي:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ…( الحجرات، آية:١٣)

ژباړه: اې خلکو! تاسو مو يقيناً ديوه نارينه او يوې ښځي څخه پيدا کړي ياست؛ او تاسو مو پر کورنيو او قومونو وېشلي ياست.باور وکړئ!،چي دالله( په نزد په ستاسو کي عزتمن ستاسو زيات تقوا لرونکى کس دئ.

دپورتنۍ خبري په تائيد کي رسول الله3 فرمايي:

سپين پر تور او عربي پر عجمي کومه بهتري نه لري .مسند احمد، ج:٥، ص:٤١١

حاصل داچي داسلام دقانون بنسټ پر عدل باندي ولاړ دئ؛او کوم قوانين ، چي دانسانانو له خوا جوړ سوي دي هغه داسي نه دي بلکي هغه ټول قوانين داسي ، چي دځينو حقوق پکښي تر پښو لاندي سوي دي او ځينو ته ډېر حقوق ورکړل سوي، يوه ډلي لوړه پکښي ښودل کېږي او بله ډله کښته پکښي ښودل کېږي. په لوېديځو هيوادونو کي نيمه پېړۍ وړاندي نسلي توپير موجود و،يعني داچي تور پوستي انسانان پر هيڅ حساب وه او سپين پوستي مخ په وړاندي تلل همدا ډول په جنوبي افريقا بيخي لس دوولس کاله وړاندي لاهم دغه سلسله يعني نسلي توپير موجود و؛او د اروپا لخوا ورباندي تپل سوى و، آن تردې ، چي اوس يې هم ځيني آثار او نښي معلوميږي، چي په کتلو سره يې دانسان دشرم له امله کښته کېږي، امريکا، چي اوس دنړۍ زبرځواک هيواد دئ بيا هم په خپلو ځينو رياستونو کي داسي قوانين لري، چي پر نسلي توپير باندي بنا دي ؛او ددغه نسلي توپير په نظر کي نيولو خلکو ته دندي ورکول کېږي او په همدغه لحاظ باندي بېلابيلو درجې او رتبې ورکول کېږي. همدا ډول دامريکا په ځينو ايالتونو کي داسي قانون اوس هم موجود ، چي تور پوستي او سپين خپل منځۍ واده کول منع دي که چا وکړ، نو دپنځه ډالر نقدي جريمې سره به مخ کېږي يا به دشپږو مياشتو قيد سره مخ کېږي او يا به هم ددواړو سزاوو سره مخ کېږي. الفرق بيننا و بين امريکا، ص:٣٩. تاليف على شحاته.

بله خبره لاداده، چي دامريکا دقانون له مخي به دامريکا ولس مشر سپين پوستى وي ، تور پوستى نسي کېداى ددې څخه داخبره په څرګنده معلومېږي، چي دتور پوستو امتياز په ددوى په دولتي ادارو کي کم دئ ؛ او هم ددوى په مهمو دندو او عهدو کي تور پوستى نسته بلکي دسپين په تناسب دتور پوستو شته پر امتيازي ځايونو باندي ډېر کم دئ. نور بیا…

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …