مخپاڼه / بیلا بیل / داسلامي قانون ځانګړتياوي، هغه ،چي نور قوانين يې نه لري(درېیمه برخه)

داسلامي قانون ځانګړتياوي، هغه ،چي نور قوانين يې نه لري(درېیمه برخه)

اسلامي قانون لپاره

داسلامي قانون ځانګړتياوي، هغه ،چي نور قوانين يې نه لري

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد

دعقل او حکمت سره برابري: الله( داسي ذات ، چي ترټولو دانسانانو په مصلحتونو باندي زيات پوه دئ له همدې امله  دشريعت ټول احکام دمصلحتونو څخه ډک دي ټول احکام يې دحکمت سره برابر دي، هيڅ يو حکم يې داسي نه دئ، چي دعقل سره په ټکر وي تر داسي بريده،چي ځينو علماوو ويلي دي ،چي دشريعت ټول احکام دمصلحتونو څخه عبات دي. دشريعت هر حکم دکومي ګټي لاسته راوړل دي او يا دکوم فساد او تاوان څخه مخ نيوى دئ لکه چي فرمايي:

ان الشريعة کلها مصالح واما درء مفاسد او جلب مصالح.(  قواعد الاحکام لعزالدين بن عبدالسلام، ج:١، ص:٩)

ژباړه: دشريعت ټول احکام دګټو لپاره دي ، هر حکم يې يا دفساد دمخ نيوي لپاره او يا کومه ګټه په لاسته راوړل کېږي.

انسان داسي جوړ دئ،چي دخپل ځان په ګټه او تاوان نه پوهيږي کله يو شي په خپل فکر دځان لپاره ګټه بولي حال داچي هغه شى دده لپاره تاوان وي ، کله بيا يو شى دځان لپاره تاوان بولي او هغه شى دده لپاره ګټه وي. بله خبره داده،چي کله انسان دخواهشاتو دومره تابع ګرځي، چي ديوکار تاوان ورته معلوم سي بيا هم هغه کار ترسره کوي ددې لپاره ښه مثال شراب دي داخبره نړيوالو ته ثابته او تجربه سوې ده، چي شراب دانسان لپاره يقيني تاواني دي او هم دانسان صحت بربادوي ددې سره بياهم ټول هغه هيوادونو ، چي داسي قوانين پکښي چليږي، چي انسانانو جوړ کړي دي ـــ دشرابو اجازه پکښي سته. همدا ډول جنسي اړيکي او جنس پرستي داسي کړني دي ،چي دټولو طب پوهانو باندي اتفاق دئ، چي دغه کړني دانسان صحت تباه کوي. دغه کړني نه يوازي اخلاقي فساد خپروي آن تردې ،چي اخلاق بيخي له منځه وړي ــ بلکي دطبي نقطه نظره دومره خطرناکي کړني دي، چي تر زهرو کمي نه دي ، ددې سره بيا هم هغه هيوادونه ، چي متمدن دي ، دانساني قوانينو تر سايه لاندي ژوند تېروي واکمن يې دعوامو خلکو دزيات فشار او خواهشت پرستۍ دې ته  مجبوره کړي دي، چي دغه ناوړه کارونو ته اجازه ورکړي. اسلامي شريعت هيڅکه دداسي کړنه امر نه کوي ، چي په هغه حکمت او ګټه نه وي او يا دي دکوم تاوان مخ نيوى پکښي نه وي حاصل داچي دشريعت ټول احکام دمصلحت او ګټو ډک دي.

دانساني فطرت سره برابري: دهغه امتيازاتو او ځانګړتياوو په لړ کي ، چي اسلامي شريعت يې پر نورو قوانيو باندي لري يوه ځانګړتيا داده،چي دسپېڅلي شريعت ټول احکام دانساني فطرت سره برابر دي داځکه ،چي الله( لکه څرنګه ، چي ټول کائنات او شته يې پيدا کړي په همدغه ډول باندي دانساني فطرت څخه هم خبر دئ. داچي الله( ټول احکام دانساني فطرت سره برابر پيدا کړي دي ځکه الله( داسلام سپېڅلي دين په فطرت سره تعبير کړى دئ او فرمايي:

…فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا…( لروم، آية:٣٠)

دفطرت څخه بغاوت هميشه دانسان لپاره دنقصان او  خران تباهي اوبربادۍ سبب جوړيږي دانسان په جوړ سوي قانون کي دفطرت څخه بغاوت ته ترجيح ورکول قدم پر قدم پيداکېږي، مثلا الله تعالى دښځي په طبيعت کي تلوار ، ژر خفه کېدل مزاج ايښى دئ ځکه نو اسلام  دطلاق اختيار  دښځي په لاس نه دئ ورکړى ، نارينه ته يې دطلاق اختيار ورکړى دئ او له ښځي څخه يې دغاړي خلاصولو سهولت  ورکړى دئ، لوېديځ والو نارينه او ښځينه ته مساوي درجه ورکړې ده دطلاق په معامله کي يې هم دواړو ته يو شان حيثيت ورکړى دئ او دهغه په نتيجه کي يې خانداني نظام تباه کړى دئ اوس لوېديځه ټولنه دغم او درد څخه  غم کوي، ددوستيو بنياد يې دمحبت پر ځاى پر خود غرضينو قايم  دئ همدا ډول انساني طبيعت دئ، چي صرف سختي او مناسبي سزاوي انسان له جرمونوو څخه ژغورلاى سي او  له مجرم سره ښه سلوک په حقيقت کي دمظلوم سره بې انصافۍ او دټولني دامن څخه دمحروم کېدو په معنا دي ځکه نو په اسلام کي قتل سزا قتل ټاکل سوې ده او په بعض نورو جرمونو کي هم سختي سزاوي ټاکل سوي دي مګر په بېلابېلو هيوادونو کي دقتل په مقابل کي دقتل سزا له منځه ولاړه   همدردۍ  او انسانيت په نامه يې مجرم ته سهولتونه ورکړل، دداسي کړنو په پايله کي پر جرمونو باندي دلاوري زياتيږي او همدغسي سزاوي ،چي ورکول کېږي دجرمونو په بندېدو کي ناکامه او ناکافي ثابتيږي، له همدې امله په  کومو هيوادونو کي ، چي دقتل سزا له منځه تللې وي بېرته دوى دې ته اړسوي دي څو دقصاص سزا بېرته پيل کړي. داسلامي شريعت هر حکم ته ،چي په حقيقي نظر وکتل سي په  هغه کي په پوره ډول دقانون اصول دفطرت سره برابر دي او هغه  قوانين ، چي انانان دځانه په خپل فکر جوړ کړي دي هغه ته وکتل سي هرځاى دفطرت څخه بغاوت  لېدل کېږي، همدا ډول پر غوښتواو تقاضاوو باندي دخواهشاتو غلبه ليدل کېږي.

جامعيت: داسلامي او الهامي قانون يو اړخ دهغه جامعيت او هر اړخيزتوب دئ په اسلامي شريعت کي عقائدهم سته ، اخلاق هم عبادات هم دي او دانسان دقول او فعل متعلق احکام هم دي مالي معاملات هم خانداني تعلقات هم سته دشخصي ارتباط لپاره اصول هم سته او دقومونو ترمنځ دروابطو په باره کي هم رهنمايي سته دجرم او سزا لپاره قوانين هم او دسياسي نظام تشکيل هم سته دهر اړخيزتوب په وضعي قوانينو کي نه پيداکېږي لږ تر لږه دعقايدو اخلاقو او عباداتو لپاه په دغو قوانينو کي کوم ځاى نسته دالله( او بنده تعلق او پر هر انسان دکائناتو دمالک دحقوقو په هکله په دغو قوانينو کي کومه لارښوونه نه پيداکېږي اسلامي شريعت هر اړخيز قانوني نظام دئ ، چي په پر هرقدم دانسان لارښوونه کوي او هغه  ته  رڼا ورکوي.

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …