مخپاڼه / سیرت نبوی / دذي امر غزا او دکعب بن اشرف دوژلو سريه
سیرت

دذي امر غزا او دکعب بن اشرف دوژلو سريه

دذي امر غزا

نوموړې غزا دهجرت په دريم کال دحسن ،حسين په مياشت کي رامنځته سوې ده.([1])

نوموړې پېښه په دې ډول رامنځته سوه ،چي رسول الله(ص) ته داسي راپور راورسېدئ ،چي بنو ثعلبة او محارب قومونو يو لوى فوج پرمدينې باندي ديرغل لپاره تيار کړى دئ . رسول الله(ص) ددې خبر په ترلاسه کولو سره مبارکو اصحابانوD ته دتيارۍ امر وکړى ،چي په پايله کي څلور نيم سوه پلي اوسپاره اسلامي فوجيان تيار سوه رسول الله(ص) يې مشرتوب کاوه رسول الله(ص) دخپلو زړورو فوجيانو سره مل وخوځېدئ تر شا يې حضرت عثمان(ص) پر خپل ځاى باندي دچارو سمبالونکى وټاکى اسلامي فوج دلاري په اوږدو کي بنو ثعلبة قوم يو تن ونيوى رسول الله(ص) ته يې حاضر کړى ،مهربانه پيغمبر(ص) دلومړى ځل لپاره احسان ورسره وکړئ هغه داچي دمسلمانېدو بلنه يې ورکړه هغه نېک کس هم اسلام قبول کړى بيا رسول الله(ص) نوموړى کس دبلال(رض) سره ملګرى کړى او ددښمن په وړاندي دلارښودني دنده يې ورپه غاړه کړه .

کله ،چي دښمن خبر تر لاسه کړ، ،چي مسلمانان زموږ سره دجنګ کولو لپاره را روان دي نو سمدلاسه په غرونو کي سره يو ، يو سوه خو رسول الله(ص) مخ په وړاندي ولاړى هغه ځاى ته يې خپل فوج ورساوه کوم ،چي ددښمن ديوځاى کېدو نقطه وه نوموړى ځاى دهغه چينې څخه عبارت دئ ،چي دذي امر په نامه يادېده اودغه غزا ددغه چينې دنامه له امله د ذي امر دغزا په نامه نومول سوې ده . الله(ج) ددښمن په زړه کي بېره واچول ددې همت يې ونه کړئ ،چي مقابلي ته راسي يوازي دتيښتي لاره يې غوره کړه خو رسول الله(ص) په دې موخه ،چي پر دښمن باندي دمسلمانانو ښه رعب او هيبت ولوېږي اوکافران دمسلمانانو غښتلى توان محسوس کړي دهجرت ددريم کال دصفري تر مياشتي هم هلته پاته سو يا په بل عبارت نژدې يوه مياشت هلته پاته سو بيا يې بېرته دمبارکو اصحابانوD سره مل مدينې ته تشريف يو وړى.([2])

دکعب بن اشرف دوژلو سريه

کعب بن اشرف هغه کس وو ،چي دمسلمانانو سره يې سخته دښمني درلوده او په څرګند ډول به يې دمسلمانانو په خلاف خلګ جنګ ته راپارول . کله ،چي دبدر په غزا کي دقريشو مخور خلګ ووژل سوه بيا ده ته خبر ورسېدئ ډېر خوابدى سو آن تردې ،چي مکې ته ولاړى او دمکې خلګو ته يې جذبه ورکول تر څو بېرته دمسلمانانو پر ضد اقدام وکړي دمکې د لوري څخه ،چي راغلى ډول ، ډول تکليفونه يې مسلمانانو ته ورکول دمسلمانانو دښځو دسپکاوي په موخه يې شعرونه ويل او دى په مدينه کي دشتمنو خلګو څخه ووهمدا ډول دزياتي ښکلا څښتن وو څومره ،چي به يې په توان وه په هغه کچه به يې مسلمانان ځورول لنډه داچي مسلمانان دده څخه زيات تنګ سوه نو رسول الله(ص) ږغ وکړئ ،چي يو څوک سته ،چي دغه ظالم ووژني ؟ محمدبن مسلمة(رض) دده دوژلو لپاره تيار سو ابونائلة(رض) يې مرسته وکړه دوى مبارکانو دتکتيک څخه کار واخيستئ دده سره يې ددوستۍ لاره جوړه کړه بيا دشپې دڅو نورو ملګرو په ملنه ورغلل دى يې دکور څخه په خپله خوښه را وايستى بيا يې وواژه الله(ج) ددې ظالم دځورونو څخه مسلمانان خلاص کړه . پاته دي نه وي ،چي دغه پېښه دهجرت په دريم کال دلومړى خور په نيمايي کي رامنځته سوه.([1])

[1]  : البخاري – الصحيح ٥ \ ٢٥ ، ٢٦ ، ابن هشام – السيرة ٣ \ ٧٤ ، ٧٥ ، الطبري – التاريخ ٢ \ ٤٨٨ .

——

راتلونکې برخه:

پوښتني

[1]  : ابن هشام – السيرة ٢ \ ٤٢٥

[2]  : زاد الميعاد ٢ \ ٩١ بخاري – الصحيح ٢ \ ٥٩٣  ابن هشام – السيرة ٢ \ ٤٢٥ ، الواقدي – مغازي ١ \ ١٩٤ ابن سعد – الطبقات ٢ \ ٣٤

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ