مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / درسول ﷺپيدائښت

درسول ﷺپيدائښت

درسول ﷺپيدائښت

رسول الله پر٢٢ داپريل د (٥٧١ م) سنې ددوشنبې په ورځ دلومړۍ خور پردولسمه نېټه پيداسو.([1])

روضة الافكار دحضرت سهل رضی الله عنه څخه روايت كوي :  كله چي اللهﷻ درسولﷻ دپيدائښت اراده وكړه ورضوان ملائكي ته چي دجنت سرپرسته ده امر وكړي چي دجنت فردوس دروازې خلاصي كړي ، په اسمانوكښي يو چا ږغ وكړي : خبر اوسي داللهﷻ نور چي پټ وو او خزانه وو نن شپه د بي بي امينې (رضي الله عنها) په نس كښي قرار پيداكړي . حسان بن ثابتy  وايي : زه اوه كلن هلك وم په دغه شپه يو يهودي عالم ږغ وكړي او وي ويل: اې ديهودو قومه ! بيشكه نن شپه ستوري دمحمداخرزمانﷺ راوختۍ.([2])

درسول مباركه مور بي بي امينه (رضي الله عنها) وايي : زه د خپل زوي حضرت محمدپه حمل هيڅ نه پوهيدم ځكه ما هيڅ تكليف او دروندوالي دحمل نه ليدي لكه نوري حمل داري ښځي كله چي زماڅخه حضرت محمد جلاسو ما يو نور وليدي چي دمشرق اومغرب منځ يې روښانه كړي ؤ او مايې په روښانايي كښي دشام ماڼۍ وليدي .[3]

بي بي امينه وايي : زما دحمل په لومړي مياشت يوه اوږد سړي راته وويل : زيري دركوم سردار دټولو رسولانو دي په نس دي ما ورته وويل ته  ځوك يي ؟ ده راته وويل زه يې پلار ادم عليه السلام يم ، په دوهمه مياشت كښي بل سړي راته وويل زيري دركوم سيدالاولين والاخرين پيغمبر دي په نس دي ما ورته وويل ته څوك يي ؟

ده راته وويل زه شيث عليه السلام يم ، په دريمه مياشت كښي بل سړي راته وويل زيري دركوم نبي كريمﷺ دي په نس دي ما ورته وويل ته څوك يي ؟

ده راته وويل زه نوح (عليه السلام) يم ، په څلورمه مياشت بل سړي راته وويل زيري دركوم سردار دشرافت اوپاك نبي دي په نس دي ماورته وويل ته څوك يي ؟

ده راته وويل زه ادريس (عليه السلام) يم ، په پنځمه مياشت مي بل سړى وليدي راته وي ويل زيري دركوم دټوله بشريت سردار دي په نس دي ماورته وويل ته څوك يي ؟ 

ده راته وويل زه هود (عليه السلام) يم ، په شپږمه مياشت بل سړي راته وويل زيري دركوم نبي هاشمي دي په نس دي ما ورته وويل ته څوك يي ؟

ده راته وويل زه ابراهيم خليل الله يم ، په اومه مياشت بل سړي راته وويل زيري دركوم درب العالمين قبلونكي دي په نس دي ماورته وويل ته څوك يي ؟

ده راته وويل زه اسماعيل (عليه السلام) يم ، په دغه مياشت كښي دكسراماڼۍ دوې دروازې راولويدي چي په خپل وخت كښي  يې جوړه نه درلوده .

بي بي امينه وايي په اتمه مياشت كښي بل سړي راته وويل زيري دركوم خاتم النبيين پيغبردي په نس دي ماورته وويل ته څوك يي ؟

ده راته وويل زه موسي (عليه السلام) يم ، پدې مياشت كښي دفارس تاريخي اور ارام اوغلي سو لمبې يې كمزوري سوي ، په نهمه مياشت بل سړي راته وويل زيري دركوم محمدﷺ دي په نس دي ماورته وويل ته څوك يي ؟  ده راته وويل زه عيسي (عليه السلام) يم ، پدې مياشت كښي دكسري دپاچا دسرڅخه تاج ولويدي .([4])

 درسول اللهﷺ دحمل په څلورمه مياشت دده مبارك پنځويشت كلن پلارعبدالله وفات سو په مدينه منوره كښي خاورته وسپارل سو ترشا يې پنځه اوښان څه پسونه اويوه مينځه پاته سوه چي دايمن مور وه اونوم يې بركه (رضي الله عنها) وو درسول اللهﷺ تربيه يې كړي ده. كله چي درسول اللهﷺ پلار عبدالله وفات سو نوملائكو وژړل اووي ويل اې خدايه ! ستا نازولي پيغبريتيم پاته سو اللهﷻ ورته وويل : زه يې ساتونكي ، پالونكي اومرسته کونکى يم .

بي بي امينې (رضي الله عنها) ويلي دي : هركله چي دمحمدﷺ دپيدائښت شپه سوه چي ددوشنبې شپه اودسهاردسپېدو وخت وو يوه ډله راغله داسمانه څخه يې  درې بيرغونه راكښته كړه يو بيرغ يې دمكي مكرمي پر بام ودراوه يو بيرغ يې پر بيت المقدس ودراوه اويو بيرغ يې زما پركور ودراوه  ستوري ماته داسي نژدې سوه مابه ويل اوس به پرما راولويږي داسمان دروازې خلاصي سوي دنيا ټوله دنورڅخه ډكه سوه وروسته مرغان راكښته سوه زماپركور چاپېره سوه چي موشكي يې دزبردجوڅخه وي او وزرونه يې دياقوتو څخه وه . صاحب الشفاء ليكي : دعبدالرحمن بن عوف (رضي الله عنهما) مور وايي : چي رسول اللهﷺ زما پرلاس پيداسو كوم وخت چي پيدا سوداسي ناره يې وكړه : رحمك الله : وروسته داسي روښنايي سوه چي دمشرق اومغرب منځ يې ټوله ونيوي . امينه (رضي الله عنها) وايي : كوم وخت چي محمدﷺ زما څخه جلاسو لومړى يې پښې پيداسوي بيا يې سر پيداسو  يعني دنورو كوچنيانو پر عكس باندي بيا يې په ښه روښانه الفاظو وويل :

((اَللهُ اَكْبَرْ اَللهُ اَكْبَرْ اَللهُ اَكْبَْر اَلْحَمْدُ لِلهِ رَب الْعَالَمِيْن))([5])

عكرمه رضی الله عنه ويلي دي : عبدالله بن عباس (رضي الله عنهما) دخپل پلارعباس رضی الله عنه څخه روايت كوي عباس رضی الله عنه بيا روايت دخپل پلار عبد المطلب څخه كوي چي ويلي يې دي : رسول اللهﷺ چي پيداسو سنت سوي وو او نوه يې پرې سوي وو .([6])

منبع: سپېــــــڅلي ورځــــــــــــي.

لیکوال: مفتي عبدالهادي حماد.


([1] ) تاريخ خضرمي جلد(١)صفحه (٦٢) رحمة للعالمين جلد(١) صفحه (٣٨، ٣٩)

([2] ) نزهة المجالس جلد (٢) ، صفحه ١٠

([3] ) السيرت لشيخ عبدالله صفحه (١٢)

([4] ) نزهة المجالس جلد (٢)، صفحه ١٤

([5] ) نزهة المجالس جلد (٢) ، صفحه ۱۷۰

([6] ) تلفيح الفهوم صفحه (٤)  

دغه هم وګوری

دقبر دعذاب يوه عبرتناکه قصه، ديوه مړي ژوندي کېدل

دقبر دعذاب يوه عبرتناکه قصه ديوه مړي ژوندي کېدل يوه قصه چي دقبر دعذاب اړونده …