مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / دزکات ورکولو ګټي(فضائل)

دزکات ورکولو ګټي(فضائل)

دزکات ورکولو ګټي(فضائل)

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي:په زکاة سره خپل مالونه وساتئ،دخپلو ناروغيو علاج په صدقه سره وکړئ،دغمونو اومصيبتونو مقابله په دعا او عاجزۍ سره وکړئ.([1])

په يوه حديث کي راغلي دي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:کوم کس،چي دخپل مال زکاة ادا کړي دخپل مال څخه يې شر ليري کړ.([2])

په بل حديث کي راغلي دي ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: هرسهار دوې ملائکي داسمان څخه راکښته کېږي، يوه ملائکه داسي دعا کوي : اې الله جل جلاله ! دسخي دمال بدل ورکړې. دوهمه ملائکه داسي دعا کوي: اې الله جل جلاله  ! دبخيل مال هلاک کړې.([3])

پاته دي نه وي ، چي زکاة هم دنورو عباداتو په څېر عبادت دئ ؛ځکه عبادت اصلا درې ډوله دئ:

  1. ا هغه عبادت ،چي په فکر اوعقيده پوري اړه لري لکه ايمان ، اسلام اوداسي نور لکه ، چي الله جل جلاله  فرمايي :

الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ …….([4])

ژباړه  : هغه کسان ،چي په ناليدلو( شيانو) ايمان راوړي.

يعني د سپېڅلو انسانانو يوصفت دادئ ،چي بېله دي ،چي ديوشي دليدلو هڅه وکړي ايمان راوړي.

  1. هغه عبادت ،چي دبدن په غړو پوري اړه لري اوياورته جسمي عبادت ويل کېږي لکه لمونځ ،رووژه اوداسي نور لکه چي الله جل جلاله فرمايي:

وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ ([5])

ژباړه : اوبرپايه (اداکوي ) لمونځ .

يعني دالله جل جلاله  څخه دوېرېدونکو انسانانو بل صفت دادئ ،چي لمونځونه کوي.

  1. دمال اوشتو عبادت لکه زکوة ، سرسايه اوداسي نور لکه ،چي الله جل جلاله  فرمايي:

وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ (3) ([6])

ژباړه : اوځيني دهغه شتو څخه ،چي موږ په رزق ورکړي دي دوى يې نفقه کوي.

داچي زکاة ورکول عبادت سو نو يقناً ددې عبادت په کولو سره پوره  ثوابونه سته لکه نور عبادتونه ، چي يې لري ؛او دا عبادت يوازي پردې امت باندي لازم نه دئ پر نورو امتونو باندي هم ددې عبادت لزوم و، البته ددې امت امتياز دادئ ، چي داسلامي دين پيروان کولاى سي، چي خپل دزکاة مال  ونورو اړو انسانانو ته ورکړي . دنورو امتونو زکاة داسي نه و، بلکي دهغو امتونو دزکاة دورکړي ډول داسي و، چي دزکاة مال به يې واخيستى په يوه دښته کي به يې کښېښودئ ، بيا به داسمان څخه اور راغلى دغه مال به يې وسوځى. که به اور نه راغلى نو دغه صدقه قبوله نه وه  حاصل داچي داور راتګ او دمال سوځول يې دقبوليت نښه وه؛او داسي يې زکاة نه صحيح کېدئ او نه ددوى غاړي په خلاصېدلې ، چي نورو مسيکنانو ته خپل دزکاة مال ورکړي.له نېکه مرغه داسلام ددين پيروان ددې امتياز څښتنان دي ، چي دزکاة مال خپلو دوستانو او پرديو محتاجو خلکو ته ورکولاى سي.([7])

دمشکاة شريف په يوه حديث کي راځي ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : باور وکړئ زکاة دمال خيره ده(او خپل مال دخيري څخه پاک کړئ[[8]]).

وهمدې خبري ته الله جل جلاله  اشاره کړې ده او فرمايي :

خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلَاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (103)

ژباړه : اې محمده صلی الله علیه وسلم ! ددوى دمالو څخه زکاة واخله څو (په دې کار سره)دوى ښه پاک کړې (دمال دمحبت اوګناهونو څخه) ؛او (په دې کار سره)يې بابرکته کړه.

داخبره يقيني ده ، چي دزکاة فرضيت الله جل جلاله  لدې امله پرخلکو باندي کړى دئ ،چي پاته مال يې ورپاک کړي ځکه دابوداود په يوه روايت کي راځي ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:

باور وکړئ الله جل جلاله  يوازي له دې امله زکاة فرض کړئ ، چي دشتمن کس پاته مال پاک سي..([9])

مأخذ: د ذکات مسئلې

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله

 

[1] : مجمع الزوائد ومنبع الفوائد ج:٣ ص:٦٣،٦٤،باب فرض الزکاة ط: دارالکتب العربية،بيروت.

[2] :. رواه الطبراني في الاوسط مجمع الزوائد ومنبع الفوائد ج:٣ ص:٦٣ کتاب الزکاة باب فرض الزکاة ط:دار الکتب العربية، بيروت. ابن ماجة ج:١ ص:١٢٨.

[3]  : صحيح البخاري ج : ١ ص : ١٩٣ باب قول الله فاما من اعطي واتقي … الاية .ط: قديمي کتب خانه، مسلم شريف ج : ١ ص : ٣٢٨ باب مثل المنافق والبخيل ط : قديمي کتب خانه .

[4] :البقره ،آية :٣

[5]:البقره آية: ٣

[6] : البقره آية: ٣

([7] ) تفسير روح المعاني ج : ٦ ص : ١١١ . التفسير المظهري ج : ٢ ص : ١٨٨ تفسير سورة آل عمران ج: ٤ الاية ١٨٤ . بدائع ج : ٢ ص : ٤ کتاب الزکاة ط: سعيد ، شامي ج : ٢ ص : ٢٥٨ ، هنديه ج : ١ ص : ١٧٢ ، البحررآئق ج : ٢ ص : ٢٠٢ .

([8] ) رواه مسلم مشکاة ج : ١ ص : ١٦١ باب من لاتحل له الصدقة ط : قديمي .

([9] ). ابوداؤد ج : ١ ص : ٢٤١ باب في حقوق المال ط : مکتبه رحمانيه ملتان . مشکاة ص : ٤٦ ط : قديمي . السنن الکبرى للبيهقي  ج : ٤ ص : ٨٤ ط : دارالفکر

دغه هم وګوری

څلور ویشتمه لویه ګناه: د غلا لپار لار نیول (قطاع الطريق)

څلور ویشتمه لویه گناه: د غلا لپار لار نیول  (قطاع الطريق) د مسلمانانو په وړاندي …

یوه تبصیره

  1. Alcohol Rehab Facilities Near Me

    Drug Treatment Near Me http://aaa-rehab.com Drug Rehab http://aaa-rehab.com Rehabs That Accept Medical
    http://aaa-rehab.com