مخپاڼه / سیرت نبوی / دعربو اقتصادي وضعيت

دعربو اقتصادي وضعيت

دعربو اقتصادي وضعيت

دعربستان سيمه دجغرافيايي موقعيت له مخي دافريقا دلويي وچي په څېر يوه داسي بېديا ده ،چي نه اوبه لري او نه هم واښه ، ډېري کمي داسي سيمي پکښي دي ،چي حاصل خېزه وي . په حاصل خېزه سيمو کي يې خلګ په کښت او کرهڼه بوخت وه او په وچو سيمو کي يې خلګ په شپنۍ او صحرايي ژوند بوخت وه که څه هم داسي سيمه ،چي بې اوبو بېديا وي په کار ده ژوند پکښي ونه سي خو دادې هيواد يو تاريخي ارزښت دئ ،چي دغه لويه بېديا بې ژونده نه ده پاته سوې بلکي تل خلګ پکښي ميشت پاته سوي دي.([1])

کېداى سي ددغه مېشتوالي يو لامل داوي ،چي په هغه زمانه كي په درياب کي دکښتيو دچلولو صنعت پر مخ تللى نه وو تجارتي کاروانونه يوازي دوچي مځکي له لاري تلل او دعربو هيواد د درو لويو وچو يعني آسيا ، افريقا او اروپا دوصل نقطه وه ټول کاروانونه ددوى دهيواد دلوري تېرېدل همدا وجه وه ،چي په دغه سيمو کي خلګ ميشت پاته سوي دي او ددې هيواد ارزښت يې په تاريخ کي ساتلى وو .

که څه هم لکه ،چي ومو ويل عربي هيواد رواني او به نه درلودې خو بيا هم ددې هيواد په جنوبي برخه کي پر يمن باندي دمنظمو اورښتونو له امله ديمن سيمه سوکاله وه او خلګو پکښي دهوسايۍ ژوند تېراوه .

دبل لوري څخه په مرکزي عربستان کي بيا خلګو دطبعي عواملو پربنسټ په سختۍ ژوند کاوه تل به دخپلو حيوانانو دمړولو لپاره  دکوچيانو په څېر دڅړځاينو په لټون کي دحرکت په حال کي ليدل کېده دمرکزي عربستان په سيمه کي دکليوالو خلګو او بانډيچانو ترمنځ په ژوندانه کي زيات توپير نه تر سترګو کېدئ .

دمکې زيات خلګ په سوداګرۍ بوخت وه دحج په موسم کي يې زياتي پيسې لاسته راوړلې ، په ژمي کي به ديمن پر لوري او په دوبي کي به دشام پر لوري تلل.([2])

ديثرب ( مدينې منورې ) خلګ د تجارت تر څنګ په کرهڼه هم بوخت وه ، دخرماوو ددرختو باغونه به يې روزل او ددې لاري به يې دخپل ژوند اړتياوي پوره کولې.

دعربو دسوداګرۍ دمالونو زياته برخه پوستونه او وړۍ وې ،چي باندنيو هيوادونو ته به يې لېږلې او دهغې خوا به يې خوراکي توکي را واريدول تر څو دژوندانه اړتياوي پوره کړي.([3])

[1]  : البلدان ج : ١ ص : ٣٥

[2]  :سورة قريش الايتان (١ ، ٢)

[3]  : وقيل: المراد بذلك ما كانوا يألفونه من الرحلة في الشتاء إلى اليمن، وفي الصيف إلى الشام ….وسار معهم أمن بهم.. ابن کثير – التفسير في تفسير سورۀ قريش . التفسير القرطبي ج : ٢٠ ص : ٢٠٤ ، الي ٢٠٨. نور بیا…

راتلونکې برخه:

د عربو فرهنګي وضعیف

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ اووه څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ Related