دنیا

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیزي باندي ویده شو چې راپورته شو په ډډه یې پیزي نښې کړې وې، موږ ورته وویل: يارسول الله ستا له پاره مو یو فرش برابر کړی وی، ده وویل: زما او دنیا یې سره څه (زه دنیا څه کوم )، زه په دنیا کې د هغه سپاره او لاروي په څېر یم چې د وني سیوري ته کښېني یو څه ارام وکړي او بیا یې پریږدي. عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه ، قَالَ : نَامَ رسول الله صلى الله عليه وسلم عَلَى حَصيرٍ ، فَقَامَ وَقَدْ أثَّرَ في جَنْبِهِ ، قُلْنَا : يَا رَسُولَ اللهِ ، لَوْ اتَّخَذْنَا لَكَ وِطَاءً . فَقَالَ : مَا لِي وَلِلدُّنْيَا ؟ مَا أَنَا في الدُّنْيَا إِلاَّ كَرَاكِبٍ اسْتَظَلَّ تَحْتَ شَجَرَةٍ ثُمَّ رَاحَ وَتَرَكَهَا. رواه الترمذي.

دنیا

مسلمان ته مناسب نه ده چې په دنیا پوري دومره زړه وتړي چې اخرت یې یې هېر شي، مسلمان باید داسې وي لکه لقمان رحمه الله چې خپل زوی ته وایي: زویه! په دنیا کې دومره مه ننوځه چې اخرت دي تاواني شي، او دومره هم مه ورته شا کوه چې په خلکو بوج او پيټی وګرځې. داراز امام الشافعي رحمه الله ته چا وویل: امسا مو ډېره په لاس کې وي او تاسو دومره کمزوری هم نه یئ؟! ده ورته وویل: څو په یاد لرم چې مسافر یم .

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …