
٢– عن عبد الله بن بسر رضی الله عنه ان رجلا قال يا رسول الله ان شرائع الاسلام قد کثرت على فاخبرني بشيئ استن به قال لايزال لسانک رطبامن ذکر الله ([1]) | ژباړه:- د عبدالله بن بسر رضی الله عنه څخه روايت دى چي: يو صحابي وويل اې رسول الله صلی الله علیه وسلم د شريعت حکمونه خو ډير دي ماته داسي يو شى راوښيه چي زه يې خپل کسب و ګرځوم او هميشه يې وايم رسول الله r ورته وويل چي هروخت د الله جل جلاله په ذکر سره خپله ژبه مشغوله ساته. |
په يو بل حديث شريف کښي راغلي دي چي حضرت معاذ t فرمايي : د جلاکېدو په وخت کښي چي زما اخري خبري د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وسوي هغه دا وي: ما پوښتنه ځني وکړه چي د خداى جل جلاله په نزد په ټولو عملونو کښي کوم عمل تر ټولو و خداى جل جلاله ته خوښ دى؟ رسول الله r وفرمايل چي تاته پداسي حال کښي مرګ راسي چي ته د الله جل جلاله په ذکر کښي رطب اللسان يې (يعني ژبه دي د الله جل جلاله په ذکر سره لنده او اخته وي)
فايده:- په پورتنى حديث شريف کښي د جلا کېدو څخه هغه و خت مراد دى چي معاذ رضی الله عنه دنبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه رخصتېدى اورسول الله صلی الله علیه وسلم دى د يمن خلګو ته دتبليغ او تعليم لپاره امير جوړکړى و او يمن ته يې وليږئ په دغه وخت کي معاذ رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دځينو شيانو وصيتونه وغوښته رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په ځينو شيانو سره وصيتونه ورته وکړه.
د شريعت د احکامو د ډيرېدو څخه مطلب دادى چي هرحکم پر ځاى عملي کو ل ضروري دى خو په هر شى کښى کمال پيداکول او هغه د ځان لپاره خاص د اخته کېدوشى جوړول ګران کار دى . ددې لپاره د هغو څخه يو شى چي تر ټولو ډير ضروري وي ماته يې راوښيه چي زه هغه شى کلک ونيسم او په هر وخت او هر ځاى کښى يعني د تلو، ګرزېدو، ولاړېدو او د کښېناستو په وختونو کښى يې کوم.
په يو حديث شريف کښى راغلي دي چي څلور شيان دي چي هغه وچاته ورکړل سي نو و هغه ته ددين او دنيا ښيګڼى ورکړل سوي: يو د هغو څخه هغه ژبه ده چي په ذکر کولو اخته وي دوهم هغه زړه دئ چي په شکر کښى اخته وي دريم هغه بدن دى چي تکليفونه پر ځان وړي، څلورم هغه ښځه ده چي په خپل نفس او دخاوند په مال کښى خيانت نه کوي. په نفس کښي خيانت دادئ چي په يو ډول بد اعمالو کښي اخته سي.

د رطب اللسان څخه مراد زياتو علماؤ دذکر ډېروالى ليکلى دى اودا په عام ډول په خبرو کښي استعماليږي او زموږ په اصطلاح کي هم پيژندل سوى دى چي څوک د چا ستاينه او يادول ډېر ډېر کوي نو دا ويل کيږي چي د فلانى سړى په ستاينه اويادولو کښي رطب اللسان دى خو د عاجز بنده (مولانا محمد ذکريا صاحب) په خيال کښى يو بل مطلب هم کېداى سي هغه داچي د چاچي د چاسره عشق او محبت وي د هغه د نوم په اخيستلو سره د هغه په خوله کښي يوډول خوند محسوسيږى د چاچي د عشق او محبت سره څه اړه وي نو هغوي ددې څخه برخمن دي په همدې وجه مطلب دادى چي په داسي خوندسره د الله پاک نوم واخيستل سي چي په خوله کي خوند پيداسي ماخپل ځينى بزرګان ډېر ليدلي دي چي د په زور ذکر کولو په وخت کښى داسي تازه سي چي ناست کسان هم ورڅخه احساسولاى سي او په خوله کښى يې داسي اوبه راسي چي هر څوک يې محسوسولاى سي خو دا هغه وخت په لاس راځي چي کله په زړه کښى خوږ ، خوږ درد او محبت وي او ژبه هم په ډېر ذکر کولو سره بلده سوي وي.
په يو حديث شريف کښي راغلي د ي چي د الله جل جلاله سره د محبت علامه د هغه د ذکر سره محبت دى او د الله جل جلاله د بغض او د ښمنۍ علامه د هغه د ذکر سره بغض او د ښمني ده.
حضرت ابوالدرداء رضی الله عنه فرمايى: د کومو خلګو ژبي چي د الله جل جلاله په ذکر سره تر اوتازه اوسيږي نو هغوى به و جنت ته په خندا سره داخليږي.

مأخذ: فضایل اعمال، د ذکر فضایل.
ژباړن: مفتي عبدالهادي حماد
([1] ) اخرجه ابن ابي شيبه واحمد والترمذي و حسنه وابن حبان في صحيحه و الحاکم و صححه و البيهقى کذافي الدر وفي المشکوة برواية الترمذى و ابن ماجة و حکى عن الترمذى حسن غريب آهـ قلت و صححه الحاکم و اقره عليه الذهبي في الجامع الصغير برواية ابي نعيم في الحلية مختصراً بلفظ ان تفارق الدنيا و لسانک رطب من ذکر الله و رقم باالضعف و بمعناه عن مالک بن يخامر ان معاذبن جبل قال لهم ان اخر کلام فارقت عليه رسول الله r ان قلت اي الاعمال احب الى الله قال ان تموت و لسانک رطب من ذکر الله اخرجه ابن ابي الدنيا و البزار و ابن حبان والطبراني والبيهقي کذا في الدر والحصن الحصين والترغيب للمنذري وذکره في الجامع الصغير مختصراً و عزاه الي ابن حبان في صحيحه و ابن السنى في عمل اليوم و الليلة و الطبراني في الکبير و البيهقى في الشعب وفي مجمع الزاوئد راوه الطبرانى با سانيد