مخپاڼه / ځانګړي مطالب / دوهم واده لذت که مصیبت دئ؟

دوهم واده لذت که مصیبت دئ؟

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه

د دوهم واده اړونده څو مهمي نکتې:

ډېر خلک هغه مهال د دوهم واده کولو خبري پیل کړي ، چي د لومړی واده یې د څو کلونه تېر سي سي، یوه برخه خلک داسي وي، چي د دوهم واده هیڅ اراده نه لري په هر صورت د ددوهم واده اړونده څو خبري یادول لازمي دي:


۱ـ لومړۍ نکته:

دا فکر غلط دئ، چي دوهم واده کول عیب یا ګناه ده.

۲ـ دوهمه نکته:

د دوهم واده کونکي څخه دا پوښتنه کول صحیح نه ده، چي کوم مشکل دي درلودئ، چي دوهم واده دي وکړئ؟ ځکه بېله کوم مشکله هم دوهم واده جایز بلکي په ځینو وختونو کي ښه کار دئ. او دا خبره بیخي غلطه ده، چي یو چا دوهم یا درېیم واده کړی وي نور خلک یې ملامتوي یا بد پر وايي پر دوهم واده کونکي بد ویل یا ملامتول ګناه ده او متاسفانه زموږ په ټولنه کي دغه ګناه سته.


۳ـ درېیمه نکته:

د دوهم واده تاوانونه معلومول پکار دي دوهم واده لاندي تاوانونه لري:

الف: مېرمن که ښه اخلاق لري که بد اخلاق لري، که کمالداره وي او که بې کماله وي خاوند خامخا ورباندي ګران وي البته کله خپل ګرانښت ښکاره کولای سي او کله یې نه سي ښکاره کولای ، کله ، چي څوک دوهم واده وکړي دغه ګرانښت له منځه ځي بلکي په دښمنۍ بدلیږي.

ب: دوهمه ښځه هیڅکله ستاسره د لومړۍ مېرمني په څېر محبت نه کوي تر څو د لومړۍ مېرمني څخه په پورته ډول تعلق قطع نه کړي او دا کار شرعي ګناه ده.

ج: هیڅ امکان نه لري، چي دواړي له هره اړخه برابري وي خامخا به یوه لږ یا ډېر امتیاز لري نو په غیر اختیاري ډول امتیاز لرونکي ته میلان پیدا کیږي ، چي په پایله کي حتما بې عدلي رامنځته کیږي حال داچي تر منځ یې عدل کول فرض دي بیخي لږ خلک به داسي وي، چي په هیڅ وخت کي تر تاثیر لاندي را نسي. او بې عدلي ډېره لویه ګناه ده.

د: په کور کي ضرور مخالفتونه او جنجالونه رامنځته کیږي.

هــ: د اولادونو سره د انسان محبت حتمي وي خو دوې مېرمني هره یوه خپل اولاد د هغه بلي مېرمني په مقابل کي تربیه کوي، چي دېر ځایونه د دوو مېندو اولادونه په دښمنۍ سره اوښتي دي لوی لامل یې د مېندو ناسم تربیت وي. په بله ه معنی د خپل زړه یوه برخه د بلي برخي سره په دښمنۍ اچول دي.

و: د هري یوې سره ، چي دي دشپې نوبت وي هغه بله به په رواني لحاظ ځوریږي او پر هغې به شپه ډېره درنه او په عذاب وي.

ز: لازمي ده، چي دیوې سره به دي مينه زیاته وي نو که دي نوبت دهغې بلي سره وو، تاته به هم شپه ډېره بې خونده وي.

ح: د زړې مېرمني قریبان ستا په دوهم واده نا راضه کیږي لږ کسان به وي،چي شریعت ته غاړه کښيږدي او دا کار ستا شرعي حق وبولي.

ط: په ظاهري لحاظ مصارف زیاتیږي ، ممکن ځیني وختونه انسان لاس تنګی سي سره ددې ، چي موږ عقیده لرو، چي د رزق وعده الله جل جلاله کړې د ه خو اسبابو ته حساب کول هم مهم اصل دئ.

ی: که دواړه په په یوه کور کي وي د کور نظم به بیخي خراب وي بلکي یوه به د بلي د ضده ستا دکور اسباب هم تخریبوي او که په جلا کورونو کي وي بیا نو چي ته هر چیري یې دواړه به درباندي بد ګومانه وي یوه وايي: دهغې بلي په کور کي دئ هغه بله به بیا بالعکس خبره کوي.

ک: په رواني مشکلاتو د اخته کېدو امکان سته یعني داچي یو وخت به ممکن دداسي سرګردانیو څخه په رواني ناروغۍ اخته سې.

۴ـ څلورمه نکته:

ددوهم واده ګټي معلومول پکار دي ، ګتي یې په لاندي ډول دي:

الف: دا معلومه خبره ده، چي د نارینه جنسي غوښتنه تر ښځي ډېره ده که څه هم مشهوره داده، چي ښځينه په جنسي غوښتنه کي تر نارینه زیاته ده ، په هر صورت د دوهم واده یوه ګټه داده، چي هیڅ وخت د ددوو ودونو درلودونکی د داسي حالت سره نه مخ کیږي، چي دی د جنسي غوښتني پوره کول وغواړي او هغه دي پوره نه سي ځکه یوه ښځه عادتا کله ناروغه کیږي، کله د قریبانو کورته ځي او داسي نور… که مېرمني دوې وي بیا دا مشکل نه اخته پیدا کیږي.

ب: دوهم واده انسان ځوانوي طبعي خبره ده، چي ددوهم واده په کولو سره انسان صحت، ظاهري جوړښت او داسي نورو ته متوجه کیږي.

ج: یوه خبره به وکړم تاسو ډېر مه راته په قهر کېږئ که یې زه پټه کړم بیا به مي ضرور هغه مسؤلیت نه وي پوره کړئ، هغه داچي ما د شلو هغو کسانو سره خبري کړي دي، چي دوهم او درېیم واده یې کړی وي هغوی وايي: ډېره عفوه غواړم د دوهم واده لذت په لومړیو شپو کي تر لومړی واده اتیا فیصده زیات دئ خصوصا د هغه چا لپاره ، چي لومړۍ مېرمن یې ناخوښه وي، ددوی په آند که د چا لومړۍ مېرمن ناخوښه وي نو د دوهم واده خوند تر درېیم څو چنده زیات دئ.

والله اعلم

د: داچي پر مېرمنو او اولادونو باندي مصرف کوي صدقه ده، دا بیا د اخرت ګټه ده.

هـ: طبعي خبره ده، چي ښځه تر نارینه ژر زړیږي خصوصا زموږ په ټولنه کي چي د اولادونو په زیږد کي صحت ته هیڅ پاملرنه نه کیږي نو که مېرمن یوه وي ددې امکان ډېر سته، چي د نارینه جنسي خواهشات لا بیخي پیاوړي وي او ښځه د جنسي خواهشاتو رغبت د لاسه ورکړي، نو بیا به د ژوند په اخره کي نارینه ته په دغه برخه کي یوه ستونزه وي او د دوهم واده په صورت کي به ددغه مشکل څخه خلاص وي.

و: که نارینه او ښځه په عمر کي سره برابر وي یا نارینه لږ تر ښځي مشر وي نو ممکن د ژوند په اخر کي ښځه تر نارینه ډېره ضعیفه سي او یا هم تر د اسبابو په لحاظ تر مخکي وفات سي که څه هر څه په تقدیر کي لیکلي دي . دی به په مشکل کي اخته سي ځکه دژوند په اخر کي عزت یوازي په خپله مېرمن کېدای سي او په دغسي صورت کي به دده مېرمن دده د خدمت کولو یا ورسره کومک کولو توان نه لري ځکه ډېره به ضعیفه وي. او ددوهم واده په صورت کي به ددغه مشکل څخه خلاص وي.

ز: د اولادونو په ډېرښت سره به یې صدقه جاریه زیاته سوې وي.

ح: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت په ډېرښت کي به یې ثواب تر لاسه کړی وي.

ط: د نامحرمه ښځو څخه د سترګو او فکر په حفاظت کي ښه رول لري.

۵ـ پنځمه نکته:

دا خبره معلومول، چي دوهم واده قران جایز بللی دئ نو بیا مشکلات ولي رامنځته کوي او ولي یو کس په دومره ستړیاوو کي واقع کیږي؟ اصلی مشکل دادئ، چي خلک په شرعي حکم خبر نه دي خلکو د شریعت پر ځای خپل مزاج معیار ګرځولی دئ، که شریعت په پوره ډول غاړه کښېښوول سي بیا به دا مشکلات بیخي نه وي یا به ډېر لږ وي.

۶ـ شپږمه نکته:

که چا دوهم واده کړی وي او د پورته مشکلاتو سره مخ سوی وي پکار داده، چي لاندي خبري عملي کړي:

الف: ټول هغه احکام دي زده کړي، چي شریعت د دوو ودو اړونده بیان کړي دي او ځان دي په پوره ډول ورته تسلیم کړي ، هیڅ مخالفت دي یې نه کوي.

ب: په کور کي دي د کورنۍ د غړو فکر و للهیت ته جوړ کړي درسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند، د صحابوو ژوند، د ژوند انجام، تر مرګ وروسته سفر او په دین کي ګټي ، الله جل جلاله ته په تسلیمۍ کي ګټي ورته بیان کړي او شعوري دي یې اګاه کړي.

۷ـ اوومه نکته:

داچي اوس د فتنو دور دئ ځیني خلک په دین خبر نه دي او ځیني په خبر دي خو د خپل مزاج تابع دي په داسي حالاتو کي د وهم واده کول ګټي لري او که تاوانونه لري؟
زما تحقیق دادئ، چي دا خو یقیني خبره ده چي کوم شی ته شریعت اجازه ورکړې وي په خپلو شرایطو یې کول هیڅ تاوان نه لري او نه یې څوک منع کولای سي خو داچي د فتنو دور دئ نو یا به لومړۍ په ځان ، لومړۍ مېرمني ، دوهمي مېرمني او اولادونو کي کامل دین عملي کوي او یا به کوشش کوي، چي تر دوهم واده تېر سي صرف په هغه صورت کي دي یې وکړي، چي اشد ضرورت وي.


۸ـ اتمه نکته:

داچي دوهم واده ته اړ نه سئ ، یا مو هم اولادونه او کشران دوهم واده ته اړ نه سي لاندي کارونه ګټور دي:
الف: کوشش وکړئ چاته چي واده کوئ دهغه ذوق په نظر کي ونیسئ هیڅکله داسي ښځه مه ورغواړئ، چي دهغه ناخوښه وي او مه دهغه بې مشورې ښځه ور غواړئ.
ب: د داسي کورنۍ ښځه مه ور غواړئ، چي په شوخي ، بې تربیتي ، بد اخلاقۍ او جنجالونو مشهوره کورنۍ وي.
ج: کوشش وکړئ، چي داسي مېرمن وغواړئ، چي سن یې تر نارینه کم وي.
د: د دومره اولادونو زېږد ته اجازه ورکړئ، چي د مېرمني صحت ته مو نقص ونه رسوي، ډېر اولادونه زېږول ښه کار دئ خو، چي صحت ته نقصان نه وي.
هـ: مېرمني ته مو په کور کي د پوره انسان حق ورکړئ، کافي غذا، مناسب لباس، د نظر ورکولو حق، د خپل موقف مطابق صلاحبت ورکول، نه تهدیدول ، نه سپکول او داسي نور… که دغه حقوق ورکړل سي مېرمن مو تر ډېره وخته ځوانه پاتیږي.
و: دومره کارونه ورباندي کښېښږدئ، چي په توان یې پوره ، داستراحت او خوب مناسب وخت ورکړئ، تداوي او د نور د اړتیا وړ توکي په اختیار کي ورکړئ.
ح: موقع ، صلاحت او امکانات په اختیار کي ورکړئ، چي د کورنۍ د پالیسۍ مطابق په دوستانو کي د توان تر بریده په خپل صلاحیت خرابات وکړي، صدقه وکړي، او ځینو دوستانو ته د توان تر بریده مېلستیا او دعوت وکړي .
که پورته کارونه وکړل سي په ښځه کي رواني قوت پیدا کیږي، صحتمنده پاتیږي او فزیکي جوړښت يې ځوان پاتیږي، چي ستاسو په ظاهري او معنوي لحاظ د جذب سبب ګرځي او د دوهم واده د ډېر خواهش څخه مو راګرځوي.
یادونه:
که مو مناسبه بلل د نورو سره یې شریکه کړئ خو کوشش وکړئ ، چي یوازي هغه کسان په خبر کړئ، چي ددوهم واده تکل لري.
په درنښت
ستاسو ورور:
مولوي عبدالهادي حماد ۲۲ ذوالحجه ۱۴۴۱ ه ق

دا هم وګوری:

دغه هم وګوری

لنډه قصه ؛ او يوه هيله!

لنډه قصه ؛ او يوه هيله! |لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد مامون خليفه یوه ورځ د …