مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / دوه خویونه!

دوه خویونه!

۱-په کوم انسان کې چې دا دوه خصلتونه وي الله(ج) به ورسره محبت کوي. (تقوی،ښه اخلاق)
۲-په کوم انسان کې چې دا دوه خصلتونه وي دهغه سره به خلک محبت کوي. (سخاوت ،دخلکو سره نیکي کول)
۳-په کوم انسان کې چې دا دوه خصلتونه وي دهغه سره به ګاونډی محبت کوي. (روڼ تندی،نیکه معامله)
۴-په کوم انسان کې چې دا دوه خصلتونه وي د هغه دوستان به د هغه سره محبت کوي . (دهغوی نیکي یادساتل،او دهغوي بدي هېرول)
۵- په کوم انسان کې چې دا دوه خصلتونه وي دهغه شاګردان به دهغه سره محبت کوي. (دهغوي په پوهوونه کې ډیر زیارایستل،او دهغوی سره نرم خوئي کول)
۶-په کوم انسان کې چې دا دوه خصلتونه وي دهغوی استادان به د هغوی سره محبت کوي. (زر پوهیدل ،اودهغوی احترام کول)
۷-په کوم انسان کې چې دا دوه خصلتونه وي دهغه کورنۍ به دهغې سره محبت کوي. (دهغوی سره نرمه رویه کول او د هغوی مشکلات حل کول)

را لېږونکی: میوند الهام

دغه هم وګوری

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…!

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…! ژباړه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو لوی …