مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / تابعین (رحمهم الله) / ديوه تابعي دسپېڅلو وينو او همت انځور

ديوه تابعي دسپېڅلو وينو او همت انځور

سعيد بن جبير رحمه الله دابن الاشعث رحمه الله سره يو ځاى سو د حجاج مقابله يې شروع کړه حجاج د عبد المالک  بن مروان له خوا حاکم و او سعيد بن جبير رحمه الله مشهور تابعي و او دلويو علماؤ څخه و دحکومت دده سره دښمني درلودل په ځانګړي ډول حجاج دده سره زياته دښمني درلوده لکه څرنګه چي مبارک تابعي دحجاج سره مقابله شروع کړي وه او هغه ونه کړاي سواى چي دى ونيسي نو خامخا يې دښمني ورسره کول د ماتي وروسته و مکي ته په پټه ولاړى حکومت مکې ته نوى حاکم ولېږى زوړ حاکم يې راوغوښتى نوى حاکم چي ورغلى خطبه يې وويل اوپه آخر کي يې د عبد المالک بن مروان دافرمان خلګو ته واوروى چي هر چا چي و سعيد بن جبير رحمه الله   ته پناه ورکړه خير يې نسته وروسته حاکم د خپل ځان لخوا ورته وويل د هر چاپه کور کي که دى پيداسو نو هغه به وژل کيږي. يوازي دده کورنۍ نه بلکي د همسايه ګانو کورونه به يې هم ورغورځوم لنډه داچي دمکې حاکم په ډېر تکليف سره نوموړي تابعي ونيوى او حجاج ته يې وليږى حجاج ته د خپل درد (غصې) او وژلو موقع په لاس ورغله خپل مخ ته يې راوغوښتى او پوښتني يې ځني وکړې :

حجاج: ستا نوم څه شي دئ؟

سعيد رحمه الله : زما نوم سعيد دئ.

حجاج: ستا د پلار نوم څه شي دئ؟

سعيد رحمه الله : زما د پلار نوم جبير دئ. (سعيد معني نيک بخته او جبير معني اصلاح سوى) که څه هم په نومونو کي خو معني مقصود نه وي خو حجاج ته دغه ښه معني والا نوم هم خوند نه ورکوى نو پدې وجه يې ده ته وويل: ته شقي بن کسيريې ( شقي معني بدبخته او کسير معني مات سوى)

سعيد رحمه الله : زما مور زما نوم تر تا ښه پېژندى. 

حجاج: ته هم بدبخته يې ا وستا مور هم بدبخته ده.

سعيد رحمه الله : په غيبو باندي ستا څخه علاوه يو بل ذات خبر دئ ( يعني علام الغيوب الله جل جلاله دئ)   

 حجاج: ګوره زه اوس تاوژنم.

سعيد رحمه الله : نو زما مور زما نوم صحيح ايښى دئ.

حجاج: اوس زه تا دژوند په بدله کي دوزخ ته لېږم.

سعيد رحمه الله :-که ماته معلوم واى چي دوزخ ستا په لاس کي دئ نو ته به مي معبود  جوړکړى واى.

حجاج: د نبي صلی الله علیه وسلم په هکله ستا څه عقيده ده؟

سعيد رحمه الله : هغه درحمت  نبي و، د الله جل جلاله رسول و او په هدايت ښودلو سره ټولي دنيا ته لېږل سوى و.

 حجاج: د خلفاو په هکله ستا څه نظر دئ؟

سعيد رحمه الله : زه د هغوى محافظ يم هر څوک دخپل عمل زموار دئ.

حجاج: زه هغوى ته ښه وايم که بد؟

سعيد رحمه الله : په کوم څه چي زه نه يم خبر د هغه په هکله زه هيڅ نسم ويلاى ماته يوازي خپل حال معلوم دئ.

حجاج: په دوى کي تاته تر ټولو خوښ څوک دئ؟

سعد رحمه الله :ماته تر ټولو خوښ زماد څښتن تعالي جل جلاله راضي کوونکي دئ . په ځينو کتابو کي ددې جواب پرځاى داسي توري راغلي دي: دهغوي ځيني حالات پر ځينو باندي تر جيح ورکوي.

حجاج: د ټولو څخه زيات د مالک راضي کونکى څوک دئ؟

سعيد رحمه الله : دغه کس و هغه چاته معلوم دئ چي د زړه پر ښکاره او پر پټ رازونو باندي علم لري.

حجاج: حضرت علي رضی الله عنه به په جنت کي وي که به په دوزخ کي؟

سعيد رحمه الله : زه ددې څخه کم يم چي په پټوحالاتو باندي خبر درکړم.

حجاج: ته زما سره د ريشتيا ويلو اراده نه کوي؟

سعيد رحمه الله : ما درواغ نه دي ويلي.

حجاج: ته ولي نه خاندي؟

سعيد رحمه الله : د خندا خبره نه ده سوې چي زه وخاندم  او هغه څوک به څنګه خاندي چي د خاورو څخه جوړ وي قيامت ته يې تلل وي  شپه او ورځ په فتنو کي اوسي.

حجاج: زه خو خاندم.

سعيد رحمه الله : الله جل جلاله موږ په مختلفو طريقو پيداکړى يو.

حجاج : زه خو تاوژنم .

سعيد رحمه الله : زما د مرګ سبب پيداکونکى د خپل کار څخه فارغ سوى دئ.

حجاج: زه و الله جل جلاله ته تر تا ډېر خوښ يم.

سعيد رحمه الله : په الله جل جلاله هغه څوک د لاوري نه سي کولاي چي تر څو خپله مرتبه معلومه نه کړي په غيبو يوازي الله جل جلاله خبر دئ وبس.

حجاج: زه به ولي دلاوري نه کوم زه د ټولني د پاچا سره يم او ته د باغيانو د ډلي سره يې.

سعيد رحمه الله : زه د ټولني څخه جلا نه يم او نه فتنه خوښوم څه چي په تقدير کي دي هيڅوک يې نه سي بدلولاى.

حجاج: کوم شيان چي موږ دا مير المؤمنين لپاره جمعه کوو ته يې په اړه څه نظر لرې؟

سعيد رحمه الله : زه نه يم خبر چي تاسو څه شي جمعه کوى؟

حجاج: سره زر، سپين زر، ټوکران او داسي نور ، بيا يې دا شيان را وغوښتل او دسعيدپه مخکي  يې کښېښودل.

سعيد رحمه الله : دا ښه شيان دي چي د خپلو شرطونو مطابق وي.

حجاج: شرطونه څشي دي؟

سعيد رحمه الله: شرطونه دادي چي په دغه سره داسي شيان واخلې چي د قيامت په ورځ امن پيداکړي که نه نو د شيدې ورکونکي به تى روه دونکى هېر کړي او حمل به وغورځي او سړي ته به دښه عمل څخه پرته بل هيڅ شى کار نسي کولاى .

حجاج: موږ چي دا شيان يو ځاى کړي دي دا ښه شيان دي.

سعيد رحمه الله : ددې شيانو ښه والي تاته معلوميږي .

حجاج: ته په دې شيانو کي يو شى ځانته خوښوې؟

سعيد رحمه الله : زه يوازي هغه شي خوښوم چي الله جل جلاله يې خوښوي.

حجاج: ستا دپاره دي هلاکت وي.

سعيد رحمه الله : هلاکت دي هغه چالره وي چي د جنت څخه ليري سوى وي او دوزخ ته داخل سوى وي.

حجاج : وښيه زه تا په کومه طريقه ووژنم ؟

سعيد رحمه الله : کومه طريقه چي دځان لپاره خوښوې.

حجاج: ايا زه تا معاف کړم؟

سعيد رحمه الله : معافي د الله جل جلاله په نزد ده ستا معافي هيڅ شى نه ده.

حجاج: جلاد ته امر وکړى چي سعيد ووژني، سعيد رحمه الله چي يې دباندي راوايستى سعيد رحمه الله وخندل حجاج ته خبر ورکړل سو چي سعيد رحمه الله وخندل  حجاج راوغوښتى پوښتنه يې ځني وکړه چي ولي دي وخندل؟

سعيد رحمه الله : ستا په زړورتيا باندي چي پر الله جل جلاله يې لرې او دالله جل جلاله پر صبر باندي چي ستا په وړاندي يې لري.

حجاج: زه هغه څوک وژنم چي د مسلمانانو په ټولنه کي بيلتون رامنځته کوي بيايې جلاد ته وويل: دده سر زما په مخکي پرې کړه.

سعيد رحمه الله وويل: زه دوه رکعته لمونځ کوم لمونځ يې وکړى او دا کلماتي يې وويل:

إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ {79} ([1]

 ژباړه : ما خپل مخ د هغه ذات ولوري ته واړوى چي اسمانونه او مځکي يې پيداکړي دي په داسي حال کي چي دباطل څخه وحق ته ميل کونکى يم زه د مشرکانو څخه نه يم.

حجاج وويل: دده مخ د قبلې څخه واړوئ د نصاراوو و قبلې ته يې کړئ ځکه هغو هم په دين کي تفريق کاوه او اختلاف يې رامنځته کوى. ژر دده مبارک مخ واړول سو.  سعيد رحمه الله وويل:

وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ {115}  ([2]) اَلکَافِي بِالسرَآِئر

ژباړه : الله جل جلاله لره ختيځ اولويديځ دئ هري خواته چي مخ واړوې هم هلته خداىجل جلاله سته  بېشکه الله جل جلاله پراخي راوستونکى اوزيات عالم دئ . الله جل جلاله کافي دى په پټو رازو کي يعني په پټو احوالو خبر دئ.

 حجاج وويل: پړي مخ يې واړوئ موږ په ظاهر باندي د عمل کولو زمه وار يو.

 سعيد رحمه الله وويل: مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى {55} ([3]

ژباړه :موږ ددې مځکي څخه پيداکړي ياست بېرته مو دې مځکي ته ورولو او بيا مو ددې مځکي څخه راباسو.

حجاج وويل: وي وژنئ! سعيد رحمه الله وويل: زه تا ددې خبري شاهد جوړوم چي زه وايم. لا اله الا الله و اشهد ان محمد عبده ورسوله. ته دغه کلمه په ياد ساته کله چي زه ستاسره د قيامت په ورځ يو ځاى سم بيا به يې بدله درڅخه اخلم. ددې څخه وروسته شهيد سو. (انا لله و انا اليه راجعون) دده په شهادت دده د بدن څخه زياته وينه ولاړه حجاج ورته حيران سو دخپل طبيب څخه يې پوښتنه وکړه چي ولي دومره وينه ځني ولاړه؟ طبيب ورته وويل: دده زړه ډېر ارام و په زړه کي يې دمرګ هيڅ وېره نه وه نو وينه  يې پر خپل نورمال حالت باندي وه  نو ځکه ډېر وينه ځني ولاړه. داسي نه لکه نور خلګ چي تر مرګ مخکي يې ټوله وينه دوېري څخه وچه سي.

منبع: د تقلید شرعي حیثیت/ تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه.


([1] ) سورة آل عمران الاية (٧٩)

([2] ) سورة بقرة الاية (١١٥)

([3] ) سورة طه الاية (٥٥)

دغه هم وګوری

د محسن بن عثمان الهزاني د استسقاء قیصده

د تعلیم القرآن اسلامي راډیو لخوا يقول الهزاني رحمة الله وغفر له :دع لذيـذ الكـرى …