مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / دچغلګرۍ اړونده عبرتناکه قصه

دچغلګرۍ اړونده عبرتناکه قصه

دچغلګرۍ اړونده  عبرتناکه قصه

داچي چغلګري ډېره ستره ګناه ده او په دنيا کي هم ډېري بدي پايلي لري ددنياوي تاوان دبيلګي دسپيانوي اړونده مي يوه قصه په ذهن کي راغله غواړم چي تاسو  ته يې بيان کړم ، يوه ورځ يو سړي خپل مريۍ بازار ته راوستى ددې لپاره چي خرڅ يې کړي نو ږغ يې وکړ، چي زما مريى دئ زه يې خرڅوم ډېر ښه مريى دئ خو يوازي يو عيب لري هغه داچي چغلګر دئ يوسړي دده خبري واورېدې دخپل ځان سره يې فکر وکړ، چي دا دومره عيب نه دئ راسه دا مريى رانيسه نو ورغلى هغه مريى يې ځني رانيوى دځان سره يې خپل کور ته بوتى ، مريى دنوى مالک سره کار شروع کړ، څه وخت يې خوراښه کار او ښه خدمت وکړ، دڅه وخت په تېرېدو سره يې بېرته هغه خپل عادت پيل کړ،  لومړى ورغلى دخپل مالک مېرمني ته يې وويل: ستا مېړه دبلي ښځي سره اړيکي لري غواړي چي ډېر ژر دهغې سره واده وکړي او تا ايله کړي زه تاته داخبري ددوستى په موخه کوم زما خبري دي ستاسره خوندي وي چاته يې بيان مه کوه ، ښځي چي دمريى خبري واورېدې ډېره نا ارامه او خوابدې سوه دڅه وخت په تېرېدو سره  مريى دخپل مالک ښځي ته وويل چي زه تاته يوه نسخه درښيم دا کار وکړه  انشاء الله ستا مېړه به دبلي ښځي مينه پرېږدي ستاسره به بېرته مينه پيل کړي ، ښځي ورته وويل چي دا خو ښه خبره ده ونيسه راته وې ښيه ، مريي ورته وويل : کله چي دي دشپې مېړه بيده سي نو يو چاقو راواخله دږيري وېښتان يې يو څه پرېکړه او دځان سره يې وساته بس دا کار وکړه دخاوند به دي دنورو ښځو سره مينه پري سي يوازي به ستاسره مينه کوي ښځي ورسره خوښه کړه چي دا خو بيخي اسانه کار دئ دا کار خو بيخي په اسانۍ سره کولاى سم، مريي چي دخپل مالک ښځي ته داخبره وکړه دستي راغلى خپل مالک ته يې وويل  : اې باداره! ستا مېرمن دنورو نارينوو سره ناروا اړيکي لري اوس غواړي چي ډېر ژر پر تا باندي مرګونې حمله وکړي تا ووژني او خپلي اړيکي دهغو سره نوري پياوړي کړي ، مريي زياته کړه چي زه ستا دخواخوږۍ په  موخه داخبري کوم ، زما خبري رښتيا دي هيڅ درواغ پکښي نسته که ته زما خبري نه مني نو ته نن ماښام ځان پر خوب واچوه ، مه بيديږه يوازي په ښکاره ځان بيده وښيه ، ته به وويني چي ستا مېرمن به پر تا چاقو راواخلي ، اوبل کار دا وکړه چي زما حال پټ وساته چاته مه وايه چي داخبره ده راته ويلې ده په خپلو سترګو يې ووينه، دمريي مالک چي خبري واورېدې سخت خوابدى سو کله چي ماښام سو که  دى ځان پر خوب اچوي  او  که يې نه  اچوي خوب دوهمه نه ورځي ، خير بيا يې هم ځان په ښکاره پر خوب واچوى سترګي يې پټي کړې ، مېرمني يې لږ ساعت انتظارورته وکړ، کله چي يې يقين سو چي مېړه مي بيده دئ نو ولاړه سوه چاقو يې راواخيستى ، مېړه چي يې دسترګو تر کونجانو ورته وکتل دماينې يې چاقو په لاس کي دئ ژر وروغورځېدئ تر مټ يې ټينګه کړه او ورته وې ويل: ته غواړې چي ماووژنې؟ نوري خبري يې نه وکړي دستي چاقو ځني واخيستى مخکي تردې چي ماينه يې يو  څه  ووايي په هغه چاقو يې خپله ماينه مړه کړه ، دده دماينې قريبان چي خبر سوه هغو هم راوځغستل بې پوښتني يې پرده  باندي حمله وکړه دى وواژه ، لنډه داچي دواړو کورنيو  يو پر بل باندي حملې پيل کړې او ترمنځ يې لويه  جګړه وموښته. دا ديوه  مريي دچغلګرۍ هغه بده پايله وه چي په دنياکي يې خلګوته ورسول همداوجه ده چي چغلګري کول ستره ګناه ده هر مسلمان بايد په کلکه ځان ځني وساتي.

مأخذ: شپږګناه کاري ښځي

دغه هم وګوری

د نوي مسلمان شوي ځوان کيسه…

عيسی عليه السلام مي په خوب وليدی: د نوي مسلمان شوي ځوان کيسه… اسپانوي الاصله …