مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / دږيري اړونديوه عجيبه واقعه!

دږيري اړونديوه عجيبه واقعه!

نبي کريم صلی الله علیه وسلم يوه صحابي په نامه دعبدالله بن حذافة سره دکسری وبادشاه ته سره دخط واستوئ کله، چي دکسری بادشاه خط ووايه نوخط ئې څيري کړئ بيايې باذان ته خط وليکئ ،چي هغه په دغه وخت کي په يمن کښي وو ،چي دغه دحجاز وسړي ته مرادئې نبي کريم صلی الله علیه وسلم وو دوه قوي کسان وليږه ،چي ماته ئې حاضرکړي باذان دوه کسان په نبي کريم صلی الله علیه وسلم پسي وليږل اوپه خط کى ئې نبي صلی الله علیه وسلم ته وليکل ،چي ددغه دووکسانوسره کسری ته حاضرسه کله ،چي دغه دوه کسان نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته راغله ږيري ئې خريلي وې اوبرېتونه ئې غټ کړي وه نونبي کريم صلی الله علیه وسلم دوى ته کتل بدوگڼل نوئې ورته اوويل ،چي خوار سئ دادرته چاه ويلي دي(چي ږيري وخروئ اوبرېتونه غټ کړې هغوورته وويل )چي زموږ پادشاه نونبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته اوويل ،چي ماته زمارب حکم کړى دئ، چي ږيره اوږده اوبرېتونه کوچني کړم بياهغه خلگ نبي کریم صلی الله علیه وسلم سباته راوغوښتل کله، چي هغه سباراغله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته دکسرى دمرگ خبرورکړئ ،چي هغه خپل زوى وژلى دئ اوباذان ته وویاست ،چي مسلمان سه کله ،چي دغه دوه کسان باذان ته راغله داواقعه ئې بيان کړه دهغې وروسته دکسرى دمرگ خبردکسرى دزوى دطرفه بازان ته راورسيدئ ،چي ماخپل پلارمړ کړئ اونبي کریم صلی الله علیه وسلم ته دتکليف رسولوڅخه لاس واخله نوبيادغه باذان وويل، چي داپه يقيني توگه نبي صلی الله علیه وسلم دئ نوايمان ئې راوړئ اونورو فارسيانوهم ايمان راوړئ داواقعه خوډېره  اوږ ده ده موږ دلته په لنډوټکوکي رانقل کړه.[1]

نوپه دې پورتنئ واقعه کي نبي کريم صلی الله علیه وسلم دغه کسانوته کتل بدوګڼل ددرداوغصې کلمې يې ورته استعمال کړې اوسره ددې ،چي دغه کسان کافران وو ځکه ددوى دغه کاردفطرت سليمه څخه خلاف وو نودهغوکسانوبه څه حال وى څوک ،چي هميشه ږيره خريي اوځان دنبي صلی الله علیه وسلم امتي بولي اوددې اميدلري چي په ورځ دقيامت به مي نبي کريم صلی الله علیه وسلم شفاعت کوي، نوديوه ريښتني مسلمان لپاره پکار ده ،چي په دغه حديثونوکي سوچ اوفکروکړي ،اودځان لپاره ئې دعمل تگ لار ه وگرځوي الله جل جلاله دي موږ اوټول مسلمانان ددغه لوى مصيبت څخه وساتي .
مأخذ: د ږیري او ویښتانو احکام.

کمپوز: د تعلیم القرآن راډیو اداره.


[1]:عن زيدبن ابى حبيب قال وبعث عبدالله بن حذافه بن قيس …. وکتب معه بسم الله الرحمن الرحيم من محمد صلی الله علیه وسلم رسول الله الى کسرى عظيم فارس…. ودخلاعلى رسول الله صلی الله علیه وسلم وقدحلقالحاهم واعفياشواربهمافکره النظراليهماوقال ويلکمامن امرکمابهذاقال امرناربنا يعنيان کسرى فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم ولکن ربى امرنى باعفاء لحيتى وقص شاربى: البداية والنهاية:ص:٤٥٩:ج:٣ دارالفکربيروت .

دغه هم وګوری

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…!

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…! ژباړه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو لوی …