مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / د ابوبکر صديق رضی الله عنه د بيت المال څخه خوراک

د ابوبکر صديق رضی الله عنه د بيت المال څخه خوراک

د ابوبکر صديق  رضی الله عنه  د بيت المال څخه خوراک

هر کله چي ابوبکر صديق  رضی الله عنه  امير وټاکل سو نو د لږ وخت وروسته بازار ته راروان دئ او يو پټو يې پر اوږه دئ. حضرت عمر فاروق  رضی الله عنه  په مخه ورغلئ او پوښتنه يې ځني وکړه: يا امير المؤمنين! چيري ځې؟ ابوبکر صديق  رضی الله عنه  ورته وويل: دا جامه مي را اخيستې ده غواړم چي په بازار کي يې خرڅه کړم تر څو د دې لاري خپله خوراکه لاسته راوړم. عمر  رضی الله عنه  په جواب کي ورته وويل: يا امير المؤمنين! دومره مال د بيت المال څخه اخيستل ستا حق دئ چي ته خپل ځان او کورنۍ په وچلوې. که چيري ته په رانيولو او خرڅولو اخته سې او خپله نفقه پيدا کوې، نو د مسلمانانو خدمت به درڅخه پاته سي. ابوبکر  رضی الله عنه  خوښه کړه چي رښتيا هم زما څخه به د مسلمانانو خدمت پاته سي او دا ډېره لويه ذمه واري ده، نو د ابوبکر  رضی الله عنه  و کور ته د بيت المال څخه خوراکه مقرره سوه.

                        څومره قدر مقرر سوه؟

                        يوه ورځ د ابوبکر  رضی الله عنه  بي بي د ابوبکر  رضی الله عنه  څخه د يوې مېوې غوښتنه وکړه. ابوبکر  رضی الله عنه  په جواب کي ورته وويل: زما څخه خو نوري پيسې نه سته چي زه تا ته په هغه پيسو دا مېوه راوړم او په بيت المال کي تر دې بالا حق نه لرم چي تر خوراک زياتي پيسې راوباسم  او تا ته مېوه په رانيسم. نو ته داسي وکړه چي د بيت المال څخه ستا له پاره څومره خوراک مقرر دئ هغه يوه اندازه خوره او يوه اندازه ساته. هغه يوه اندازه چي ته ساتې هغه کرار – کرار سره جمعه کوه چي يو شى ځني جوړ سو، بيا هغه شى خرڅ کړه او يا يې په مېوه بدل کړه. دې هم هغسي وکړل او خپل خادم ته يې وويل: زما له پاره چي څومره اندازه خوراک مقرر دئ مثلاً يوه کاسه غنم د دې له پاره حواله وه، نو خادم ته يې وويل: ته ما ته نيمه کاسه غنم راوړه او هغه نيمه کاسه خوندي کوه. څو ورځي وروسته د ابوبکر  رضی الله عنه  بي بي ابوبکر  رضی الله عنه  ته وويل: يا امير المؤمنين! ما خو د خوراک څه شى راغوښتى دئ او څه شى مي پرې ايښى دئ، که چيري هغه پاته شى راټول سي نو مېوه په کېږي.

                        ابوبکر  رضی الله عنه  ورته وويل: ما خو مکتوب واستوئ او يا مو هغوى ته خبر ورکړئ، چي زما د بي بي له پاره نور دومره خوراک را استوئ چي څومره يې اوس حکم کړى دئ؛ ځکه په بيت المال کي موږ دومره حق لرو چي فقط قوت ورباندي وکړ، نه دا چي په هغه کي نشې و تماشې وکړو. نو دا څو ورځي چي دا دومره خوراک کاوه نو هغه دئ ژوندۍ يې ستا ګوزاره په کېږي، که ستا ګوزاره نه ورباندي کېدلاى نو ته به ناروغه سوې واى او يا به يو مشکل درته پېښ سوى واى. ته چي په دومره لږ نفقه هم ګوزاره کولاى سي سر د اوس څخه به همدومره نفقه ستا له پاره هغه د پخوا په ډول زياته نفقه به نه درته راځي. نو دومره نفقه او خوراک د مسلمانانو و امير ته اخيستل جائز ده.

منبع: تفهیم التفاسیر، ج۹ ص۳۶۱. مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد.

دغه هم وګوری

د عبد الله بن عمر رضی الله عنه سخاوت

د عبد الله بن عمر رضی الله عنه سخاوت میمون بن مهران رحمه الله وایي: …