مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د اخلاص ګټې!

د اخلاص ګټې!

د اخلاص ګټې!
۱: د مخلصینو سره د الله تعالی نصرت مل وي، عمل ورته په هر لحاظ اسانه کوي.
۲: اخلاص د آخرت له عذابونو څخه د خلاصون سبب دی.
۳: د اخلاص له برکته آخرت کې د مخلصینو ډیرې لوړې مرتبې وي.
۴: مخلصینو ته په دنیا کې له ګمراهۍ څخه خلاصون نصیب کېږي.
۵: اخلاص د انسان د هدایت د زیاتوالي سبب کیږي.
۶: آسمان والا له مخلص سره مینه کوي.
۷: مخلص په مځکه کې د خلکو تر منځ له قبولیت څخه برخمن وي.
۸: مخلص د اخلاص له امله د نېک شهرت څښتن وي.
۹: د ژوند په چارو کې چي کومې سختۍ وي اخلاص سره هغه سختۍ اسانه کیږي.
۱۰: اخلاص په زړه کي د اطمینان پیدا کېډو او د سعادت د فکرمندی سبب دی.
۱۱: اخلاص سره زړه کي ایمان ښائسته کیږي او له کفر او ګناه سره بغض پيدا کیږي.
۱۲: د مخلصینو سره د ناستې له برکته خلکو ته هم د ښو کارونو توفیق نصب کیږي.
۱۳: اخلص د انسان د حسن خاتمې سبب ګرځي.
۱۴: د مخلص انسان دعاورې الله تعالی اوري او قبلوي یې.
۱۵: مخلص قبر کې له خوشحالیو سره مخ کیږي او له نعمتونو څخه برخمن کیږي.
منبع: تحفة الدعاء، دوهم باب، ص۸۰، تعلیم القرآن اسلامي راډیو اداره.

دغه هم وګوری

د الله ج ذکر او د فقر علاج!

د الله ج ذکر او د فقر علاج! /تعلیم القرآن اسلامي راډیو په ذکر بدن …