مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / د اسلامي تاریخ څو نمونه او ايډيال زلمیان (څلرمه برخه)

د اسلامي تاریخ څو نمونه او ايډيال زلمیان (څلرمه برخه)

د اسلامي تاریخ څو نمونه او ايډيال زلمیان

(4) زبيربن العوام
4زبيربن العوام
زبیر بن العوام رضي الله عنه په پنځلس کلنۍ کې اسلام منلی دی او دی هم له مخکینیو مسلمانانو نه شمیرل کیږې داراز دی هم له لسو جنتیانو صحابه کرامو نه دی ، دی په (حواري الرسول) سره یادیږي یعني د رسول الله خاص ملګری او مشاور، دی هم د ابو بکر صدیق رضي الله عنه زوم دی او هغه خپله لور اسماء ده ته په نکاح کړي وه، داراز د عربو مشهور فارس اوسپور عبدالله رضي الله عنه د ده زوی و.


ده په پنځلس کلنۍ کې اسلام منلی دی او زبیر هغه ځلمی دی چې په اسلام کې دالله په لاره کې لومړی توره اېستونکی مجاهد شمیرل کیږې. دې پنځلس کلن تنکي ځلمي د الله په لاره کې خورا زیاتې سختۍ ګاللې دي، او جهادي کیسو ته یې یوه ځانګړې رساله په کار ده.

دغه هم وګوری

د حضرت ابو طلحه رضی الله عنه په لمانځه کښي د فکر راتلو په وجه باغ وقف کول

حضرت ابو طلحه رضی الله عنه يوه ورځ په باغ کښي لمونځ کاوه نو يو …