مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / د اسلامي تاریخ څو نمونه او ايډيال زلمیان (پنځمه برخه)

د اسلامي تاریخ څو نمونه او ايډيال زلمیان (پنځمه برخه)

د اسلامي تاریخ څو نمونه او ايډيال زلمیان

(5) زید بن ثابت
5زید بن ثابت
زید بن ثابت رضي الله عنه په دیارلس کلنۍ کې د اسلام خدمت ته وړاندي شواو ځیني روایات وایې چې په یولس کلنۍ کي، او دی یواځنی هغه صحابي دی چې په قرانکریم کې یې نوم راغلی دی: فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لاَ يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا(الاحزاب 37) . زید رضي الله عنه هغه هوښیار او پوه ځلمی و چې د رسول الله صلي الله علیه وسلم په امر یې په اوولسو شپو کې سریاني او یهودي ژبې زده کړې او د رسول الله صلي الله علیه وسلم ترجمان وګرځیدی.


په رسول الله صلي الله علیه وسلم به چې وحي نازلیدله هغه به یې زید ته سپارله او هغه به لیکله داراز زید د قران حافظ او خورا ښه عالم و، په صحابه کرامو کې شپږ کسان په فتوا ورکولو سره مشهور وو او په هغو کې یو زید هم و هغه شپږ دادي: عمربن الخطاب، علي بن ابي طالب, عبدالله ابن مسعود, أبيّ بن كعب, أبو موسى الاشعري او زيد بن ثابت رضي الله عنهم . په ځانګړې توګه په علم المیراث کې زید رضی الله عنه ډیر زیات مهارت لاره، او په ټولیزه توګه د ده پوهه او هوښیاري ټولو صحابه کراموته معلومه وه، عمر بن الخطاب رضي الله عنه به چې کله حج ته تلو په مدینه کې به یې زید خپل ځای ناستی وټاکه. او د زید ترټولو لوی کار د قران کریم جمعه کول دي د قرانکریم د جمعه کولو له پاره د صحابه و یوه ډله وټاکل شوه او د هغې مشري زید کوله.

دغه هم وګوری

دعمربن الخطاب نوی والي

دعمربن الخطاب نوی والي دویم خلیفه عمربن الخطاب د ایران یوې سیمې ته خپل والي …