مخپاڼه / بیلا بیل / د اعمالو دار ومدار پر نيتو باندي دي

د اعمالو دار ومدار پر نيتو باندي دي

د احدیثو پښتو شرحه

د احادیثو پښتو شرحه

۱: د اعمالو دار ومدار پر نيتو باندي دي :

اِنَّمَا الاَعْمَالُ بِالنِّيَاتِ( [1]

ترجمه : د ټولو كارو اعتبار په نيتو سره دى، يعني د عمل ثمره او اعتبار په نيت سره دى .

لغات : اَعْمَالْ جمع دعمل ده، او عمل كار ته ويل كيږي . نِيَاتْ : جمع دنِيَةٌ، د زړه قصد او ارادې ته ويل كيږي  .

فضيلت : امام شافعي رح دا حديث  دعلم دريمه حصه بولي وجه داچي اعمال پر درې قسمه دى : د زړه عمل، د ژبي عمل او د اعضاوو عمل . [2]

علامه ابن دقيق العيد فرماي چي داحديث علماؤو په ثلث الاسلام سره ملقب كړى دى .[3]

صاحب ابوداؤد سليمان ابن اشعث ستيجستاني رح نصف فقه بللى دى . [4]  حضرت امام صاحب رح داحديث شريف څلورمه د علم بللى دى  .

عبدالرحمان بن مهدي رح فرمايې چي څوك دكتاب د تصنيف اراده وكړي هغه شخص دي په دغه حديث سره شروع كوي .

دګناه كار په نيت سره نه سميږي .

عبادتونه دوه قسمه دي :

(۱) مقصودي عبادتونه لكه كلمه ، لمونځ، روژه، حج او زكات ددغه مقاصدو اصل صحت پر نيت باندي موقوفه دى .

(۲) هغه عبادتونه چي د بل عبادت لپاره واسطه وي لكه اودس، پوټيده دعورت او داسي نور، ددغه اعمالو ثواب په نيت سره زياتيږي اصل صحت يې په نيت پوري نه دى تړلى .

په يوه عمل كښي ډير نيتونه كيدلاى سي پرنيت باندي يې ثواب دى لكه نكاح : نيت داتباع سنت، نيت د اولاد صالح، نيت دځان دپاكدامنۍ وغيره پر نيت باندي ثواب سته .

د حديث د راوي مختصر حالات  (خليفه راشد) :

د حديث راوي حضرت عمر بن خطاب t دى، كنيت يې ابوحفص دى نسبا قريشي دى، تر ۴نارينوو او۱۱ ښځو وروسته دنبي كريم r د دعاء په بركت په اسلام مشرف سوى دى، حضرت ابوبكر صديق t په خپل ژوند كښي دى مبارك خليفه ګرځولى دى . د حضرت مغيره غلام ابولؤلؤ د چهارشنبې په ورځ ۲۶ذوالحجه ۲۳هـ په مدينه منوره كي دسهار دلمانځه تر مخه دى مبارك په خنجر ووهى او په اول محرم باندي ده مبارك ددنيا څخه سترګي پټي كړې، دده مبارك عمر ۶۳كاله وو، د خلافت موده يې لس كاله شپږ مياشتي وه ، حضرت صهيب t د جنازې لمونځ وركړى او دنبي كريم r په حجره مباركه كي دفن دى .

روايات احاديث دده مبارك څخه ۵۳۹ دى .

[1]   عَنْ اَمِير المؤمنين اَبِي حفص عُمَر بن الخَطاَب ِt قَالَ سَمِعْتُ رَسُوْلَ اللهِ t يَقُوْلُ لاَ اِنّمَاالاَعْمَالُ…….. الخ . رواه شيخين.

[2]  فتح الباري ،مرقات ج ۱ صـ ۴۲.

[3]  فتح الباري ج ۱ صـ ۱۰.

[4]   فتح الباري ج ۱ صـ۱۱.

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …