مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د باران اټکل شریعت څنګه عرضوي؟

د باران اټکل شریعت څنګه عرضوي؟

د باران اټکل شریعت څنګه عرضوي؟

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو ویب پاڼه

راسئ! په دې موضوع هم دوستان راسره خبر کړئ!

د اوريدو له رویه بعض ملګري دباران د اټکل اړونده دافراط او تفریط څخه کار اخلي، حال داچي اسلام د اعتدال ، میني او نژدېوالي دین دئ، نه دنفرت او لیروالي.

د باران اړونده وړاند وینا یقین نه دئ بلکی اټکل دئ یعني داچي د نښو او قرائنو څخه ښيي چي پر فلان تاریخ به پر پلان سیمه اورښت وي داسي نښي ښودل یا ویل په شریعت کي منع نه دي ځکه الله جل جلاله خپله د باران د اورښت لپاره لویه علامه (وريځ) پیدا کړې ده.

یا په بل عبارت د هوا پېژندني دفن ماهرین دباد سرعت ته حساب کوي ، د وریځي مبدء معلوموي، فضایي کیلومیترونه معلوموي، د وریځ خط سیر معلوموي ، د وریځي دعبور سیمي معلوموي، ورښت لرونکي او غیر ورښت لرونکي وریځي معلوموي بیا اټکل کوي چي په دومره وخت کي وریځ فلان سیمی ته رسیږي کېدای سي ورښت وکړي بناء که باد په هغه سرعت ، پر هغه خط سیر وریځ له ځان سره بوزي اټکل صحیح خیږي ؛ او تغیر راسي نو اټکل ناسم سي.

یا که لږ ساده وږغیږو ویلای سو چي د قندهار او کابل په منځ کي مسافت ۴۸۰ کیلومیتره دئ که څوک دفیزیک ساده فارمول ورته متوجه کړي ویلای سي چي که موتر په سل سرعت کي ولاړ سي، کوم کراروالی یا وقوف رانسي نو هر سل کیلومیتره په یوه نجومي ساعت کي طی کوي چي مجموعه وخت څه کم پنځه ساعته کیږي.

اوس نو که موټر فرضا پر شپږ بجې حرکت وکړي او یو کس ووایي چي دا موتر دوولسو بجو ته رسیږي؛ هیڅ بده خبره نه ده بلکي غالبا دده خبره صحیح ده او امکان لري چي د څه وقفې په وجه هغه وخت ته نه ورسیږي یا هم بیخي پر لاري پاته سي.

حاصل داچي د باران اړونده لاندي خبري په یاد وساتئ:

۱: د باران ورښت د الله جل جلاله په قدرت کي دئ.

۲: دباران ورښت ته الله جل جلاله اسباب پیدا کړي دي لکه وریځ، په ورښت کي دشنو ګیاوو اثر او داسي نور…

۳: دباران اټکل په شریعت کي منع نه دی خو یقیني علم یې دالله جل جلاله سره دئ.

۴: د صحیح قول مطابق باران له وریځي څخه دئ.

۵: دباران د ورښت لپاره معنوي اسباب سته لکه استغفار ویل دظلم څخه ځان ژغورل او داسي نور…

دغه هم وګوری

هغه شیان او کړني،چي روژه نه ماتوي

هغه شیان او کړني،چي روژه نه ماتوي: لاندي هغه شیان،چي په کولو یې روژې ته …