مخپاڼه / بیلا بیل / د بدعت څخه ځان ساتل

د بدعت څخه ځان ساتل

(۴)د بدعت څخه ځان ساتل :

( قَالَ رَسُوْلَ اللهِ (ص) مَنْ وَقَّرَ صَاحِبَ بِدْعَةٍ فَقَدْ اَعَانَ عَلٰى هَدْمِ الاِسْلاَمِ

ترجمه : كوم شخص چي د بدعتي تعظيم وكړى نو په تحقيق سره هغه داسلام په نړولو كي كومك وكړى .

لغات : وَقّرَ: دباب تفعيل څخه تعظيم كول .

بِدْعَة : نوى شى، جمع بِدَعٌ ده باب فتح څخه معنى ايجادول بيله نمونې يو شى جوړول .

هَدَمَ : د باب (ض) څخه ماتول نړول .

تعريف بدعت : بدعت په اصطلاح شرح كي هغه كار ته وايې چي په خير قرون په زمانه كي نه وي او سلف ( صحابه، تابعين تبع تابعين) د هغه وطرف ته دعمل كولو لپاره محتاج وي هغو دغه كار نه وي كړى اوس يې يو شخص د ثواب په نيت وكړي دغه عمل ته بدعت وايې لكه نفل لمونځ په جماعت باندي صحابه كرامو نه دى كړى سره د دې چي دوئ و دې ته محتاج وه چي عبادت په ښه طريقه باندي وسي چي ثواب يې ډير سي ، يا نور نوي كارونه چي دغه تعريف پر صادق وي نو دغه ته بدعت وايې   [1]. په بدعت شرعي كي حسن نسته بلكه هر فرد يې قبيح دى هم دغه قول د حضرت امام رباني رح دى په دغه مذكوره تعريف سره دانوى طرز د سكونت اسباب لكه المارۍ، كوربچې، فرش وغيره داخو هم د نبي عليه السلام په زمانه كي نه وه اوس سته نو دې ته بدعت نه وايې ولي د ثواب نيت نسته،همدارنګه وسائل لكه لمانځه ته په موټر كي تلل وغيره ، همدارنګه قيام مدارس، فنون صرف نحو وغيره ټوله دبدعت څخه وتلي دي دغه اعمالو ته بدعت نه ويل كيږي كه څه هم د نبي عليه السلام په زمانه كي نه وه اوس سته او هم د ثواب په نيت دي مګر دبدعت تعريف نه پر صادقيږي په تعريف كي دبدعت داقيد ؤ چي دصحابه كراموy به ودغه عمل ته ضرورت وو ، او دغه  فنونو وغيره ته ددوئ مباركانو ضرورت نه وو ځكه دي ته بدعت نه وايي كه څه هم دثواب په نيت وي .

نو دهر عمل چي دبدعت تعريف صادق سي دغه عمل ته بدعت ويل كيږي او دغه سړى ته بدعتي ويل كيږي مثال لكه په بعضو ځايو كي تر اذان دمخه او وروسته په زوره اواز صلاتونه ويل، او همدارنګه په هر ملك كي مختلف بدعتونه وي په شريعت مقدسه كي هيڅ اصل نلري ، حق تعالى (ج) دى ټوله مسلمانان ددغه ضلالت او ګمراهي څخه وساتي .

تشريح : د بدعت كونكي د تعظيم مختلف قسمونه دي مثلا چي دى راسي دده لپاره ولاړ سي يا په مجلس كي يو ښه ځاى وركول يا خدمت يې كول وغيره .[2]

هدم الاسلام : د بدعتي تعظيم د بدعت تعظيم دى او دبدعت په تعظيم كښي دسنت تحقير دى او دسنت تحقير داسلام و عمارت ته نقصان دى . [3]

خرابي دبدعت : حضرت امام مالك رح فرمايې چي چا بدعت وكړى نو دى داسي پوهيدلى دى چي نبي كريم (ص) په رسالت كي (نعوذباالله) غلطي كړې ده (دغه زما عمل ثواب لري ده مبارك نه دى كړى نه يې امر كړى دى) .

بله خرابي د بدعت داده چي بدعتي سړى ددغه عمل څخه توبه نه كاږي ولي دى يې ثواب بولي هغه په شريعت كي هيڅ اصل نه لري ، په يوه روايت كي ذكر دي چي ابلس وويل چي زه خلګ په ګناه هلاك كړم ، دوئ زه په توبه هلاك كړم وروسته بيا ما په دغسي عمل اخته كړه چي توبه نه كاږي . [4]

بل دا چي : د بدعت په ذريعه سره سنت پاتيږي ځكه چي ته كوم كار كوې هم په دغه كار كښي سنت طريقه هم سته هغه ستا څخه پاته سول . الله (ج) دي مسلمانان د بدعاتو څخه وساتي ، د هر نيك عمل په كولو كي به پوښتنه كوئ  چي په شريعت كي اصل لري كه يا  ؟

[1]   توضيحات شرح مشكوة ج ۱ َصـ ۳۶۰.

[2]   توضيحات شرح مشكوة ج ۱ صـ ۳۶۰.

[3]   مرقات شرح مشكوة ج ۱ صـ ۳۹۴.

[4]   الترغيب والترهيب .

دغه هم وګوری

د مړیو سوزول که د انساني کرامت سپکاوی

لیکنه: د البحوث الفقهیّة المعاصرة مجلې لخوا تلخیص او راټولونه: محمد خالد (ملکزی) مخکې له …