مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د بني قينقاع غزا

د بني قينقاع غزا

د بني قينقاع غزا

نوموړي غزا دهجرت په دوهم کال دکوچني اختر دمياشتي پر پنځلسمه نېټه رامنځته سوه .([1])

نوموړي پېښه هغه وخت رامنځته سوه چي مسلمانانو دبدر په غزا کي بې ساري برياليتوب تر لاسه کړى دغه حالت دمدينې يهوديانو نه سواى زغملاى به ځانګړي ډول دبني قينقاع قوم خلګ چي په مدينه کي دننه اوسيده او دغه سيمه ددوئ دقوم په نامه ياديده . ددوئ په زړنو کي يې کينه اودښمني زياته سوه په پايله کي يې هغه وعدې ته وفا نه کول شروع کړه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوئ سره داور بند او يو بل ته دتاوان نه رسولو په اړه کړي وه مسلمانانو ته يې سپکي خبري کولي کله چي به مسلمانان ددوئ بازار ته ورغلل دوئ به پسخندونه په وهل اومسخري به يې پر کولي .([2]) سره ددې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم کله دبدر څخه تشريف راوړئ دوئ يې په خپل بازار کي سره را يوځاى کړل او بيا يې ورته وفرمايل : اې يهوديانو! دالله جل جلاله په دين کي داخل سئ تر څو په دنيا اوآخرت کي په امن کي پاته سئ که نه نو تاسو به هم دقريشو په برخليک اخته سئ يعني تاسو به هم داسي ووژل سئ لکه قريش چي ووژل سوه او سخت تاوانونه يې وکړه په غم لړلي يهوديان ددې پرځاى چي په خپله ګټه پوه سي او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته داسي جواب ووايي چي ددوئ ددنيا اواخرت ګټي پکښي نغښتي وي داسي جواب يې ووايه چي په حقيقت کي يې دځان سره بې ساري دښمني وکړه هغه داسي چي دوئ ورسول الله صلی الله علیه وسلم ته وويل : اې محمده ! تا د قريشوڅو تنه داسي کسان ووژل چي په جنګ نه پوهيدل که ستا زموږ سره جنګ سي بيا به ته پوه سي چي موږ څومره ميړني اوبهادران يو او تاسو ته څومره سخت جواب درکوو. ([3])

حقيقت داوو چي ددوئ دغه جواب دالله جل جلاله سره دجګړې په معني وو ځکه الله جل جلاله دستي ددوئ دمغلوبيت (ماتي) څرګندوالى وکړئ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې وښودل چي دوئ ته ووايه : تاسو به ماته خورئ ، تاسو به دوزخ ته اچول کيږئ دقريشو ماته ستاسو لپاره نښه وه يعني تاسو به هم ددوئ پر پله ولاړ سئ او ددوئ په برخليک به اخته سئ .([4])

اخر داچي دوئ درسول الله صلی الله علیه وسلم ددغه مهربانۍ اونصيحت سره نور هم پر چپه لاره روان سوه خپلي دښمنۍ ښکاره کول يې پيل کړه . يوه ورځ دمسلمانانو يوه ښځه دبني قينقاع بازار ته ديوې اړتيا له امله تللي وه يوه زرګړ ته کښيناستله يهوديانو ددې دمخ لڅول وغوښته خو دې دمخ لڅولو څخه ډډه وکړه زرګر يو بل شيطاني کار ترسره کړئ هغه داچي ددې جامه يې په خپله جامه پوري غوټه کړه چي دغه مسلمانه ښځه پرې خبره نه وه کله چي دغه ښځه ولاړه سوه لوڅه سوه يهوديانو په زوره پرې وخندل ښځي ناري کړي چي په نارو يې يو مسلمان خبر سو پر يهودي زرګر يې بريد وکړى هغه زرګر يې وواژه يهوديانو په جوابي بريد کي مسلمان وواژه دوژل سوي مسلمان کورنۍ شور جوړ کړئ ومسلمانانو ته يې ديهوديانو پرضد فرياد وکړئ په پايله کي دمسلمانانو اويهوديانو ترمنځ اور بل سو([5])

ددغه پيښي په رامنځته کيدو سره درسول الله صلی الله علیه وسلم دصبر پيمانه ډکه سوه دمدينې دنظم چاري يې ابولبابة بن عبدالمنذر ته وسپارلي خپله يې وحضرت حمزة رضی الله عنه بن عبدالمطلب ته سپين بيرغ ورکړئ او داسلامي فوځونه سره يوځاى يې دبني قينقاع په لوري مخه کړه او اسلامي فوځونو ډير ژر دبني قينقاع قوم محاصره کړئ رسول الله صلی الله علیه وسلم دوئ په ډيره سختۍ سره دوئ محاصره کړه دغه شپه دجمعې وه لکه مخکي چي مو وويل دکوچني اختر دمياشتي پنځلسمه نېټه وه او دهجرت دوهم کال وو. دغه محاصره تر پنځلسو ورځو پوري وغځيده يعني دمياني دمياشتي تر لومړۍ پوري دغه محاصره وه الله جل جلاله يهوديانو په زړنو کي وېره اورعب واچوئ  دوئ په دې فکر سوه چي رسول اللهr به زموږ دځان ، مال اوښځو سره څه معامله وکړي اخر داچي دوئ ټوله زند اوبند سوه هيڅ دخلاصون لاره يې نه درلوده پرته له دې چي ووژل سي او خپل ځانونه تسليم کړي .([6])

عبدالله بن ابى بن سلول چي يوه مياشت وړاندي يې دمنافقت اسلام راوړى وو په دغه ځاى کي يې خپل دمنافقت اوشيطانت رول اداکړى په ډيره عاجزي سره يې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته زارۍ شروع کړي او ورته وې ويل چي يا رسول الله صلی الله علیه وسلم ! يهوديانو ته بخښه وکړه ، احسان ورسره وکړه دوئ مه وژنه دوئ زما حليف دي رسول الله صلی الله علیه وسلم ده په غوښتنه کي ځنډ وکړئ ده دوهم ځل بيا خپله غوښتنه تکرار کړه رسول الله صلی الله علیه وسلم مخ ترې واوړوئ ده دريم ځل درسول اللهr ګريوان ته لاس ورواچوئ رسول اللهr ده ته په قهر سو او ورته وې ويل : ليري سه ! خو دخپل چل او ول نه پرېښودئ خپله غوښتنه يې تکراروله او ويل يې چي يا رسول الله صلی الله علیه وسلم ! څلور سوه ځوانان او درې زره زغره اغوستونکي چي زه يې ډير وخت ساتلى وم تاسو يې په يوه سهار وژنئ رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوئ په اړه دبخښي اعلان وکړئ او دوئ ته يې وفرمايل : چي دوئ دي ددې ځاى څخه کوچ وکړي نور دي دلته زموږ په همسايتوب کي نه اوسيږي . يهوديانو درسول الله صلی الله علیه وسلم دوينا سره سم دشام پر لوري وخوځيدل خپل ځايونه يې پرېښودل.رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوئ  مالونو ضبط کړه ددغه مالونو څخه يې دځان لپاره درې ليندۍ ، دوې زغري ، درې توري او درې نېزې واخستي بيا يې دغنيمت دمال څخه خمس ( پنځمه برخه ) جلا کړه .([7])

منبع: نبوي غزاوي، مؤلف مفتي عبدالهادي حماد، صفحه: ۲۷،۲۸،۲۹،۳۰،۳۱.


[1]  : الطبري – التاريخ ٤ \ ٣٧٦ ، ٣٧٧ ، ابن حجر – الاصابة ٤ \ ٢٣٨  ، الواقدي – المغازي ١ \ ١٧٤ .

[2]  ابن حجر – فتح الباري ٧ \ ٣٣٢ ، ابوداود – السنن ٣ \ ٤٢٢ حديث : ٣٠٠١ ، ابن هشام ٣ \ ٧١ ، ٧٢

[3]  : ابن هشام – السيرة ٢ \ ٢٩٤ ، ابوادود – السنن  ٣\ ٤٠٢ ، وانظر ابن حجر – فتح الباري ٧ \ ٣٣٢ .

[4]  قُلْ لِلَّذِينَ كَفَرُوا سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَى جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمِهَادُ ﴿۱۲﴾ (۱۲) قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَأُخْرَى كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُمْ مِثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ وَاللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَنْ يَشَاءُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِأُولِي الْأَبْصَارِ ﴿۱۳﴾ سورة آل عمران الايتان : ١٢ ، ١٣ .

[5]  : ابن هشام – السيرة ٣ \ ٧٠

[6]  : البخاري – الصحيح ٣ \ ١١ حديث ٤٠٢٨ ، مسلم – الصحيح ٣ \ ١٣٨٧ حديث ١٧٦٦ ابن هشام –  السيرة ٣ \ ٧٠ ، ٧١ ، الواقدي – المغازي ١ \ ١٧٦ ، ابن سعد – الطبقات ٢ \ ٢٩.

[7]   :    زاد الميعاد ٢ \ ٧١ الي  ٩١  ،  الواقدي – المغازي ١ \ ١٧٦ ، ابن سعد  –  الطبقات ٢ \ ٢٩.

دغه هم وګوری

ښځي بايد تر مياشتنۍ ناروغۍ وروسته دستي غسل وکړي

ښځي بايد تر مياشتنۍ ناروغۍ وروسته دستي غسل وکړي په مياشتنۍ ناروغۍ کي حکم دادئ …