مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د تعلیم القرآن راډیو او جامعه اسلامیه حمادیه د مؤسس مفتي عبدالهادي حماد صاحب د اختر د مبارکۍ پیغام او مهمه توصیه!

د تعلیم القرآن راډیو او جامعه اسلامیه حمادیه د مؤسس مفتي عبدالهادي حماد صاحب د اختر د مبارکۍ پیغام او مهمه توصیه!

الحمد لاهله وصلوة علی اهلها وبعد:

د تعلیم القرآن اسلامي راډیو اوریدونکو! دحمادیه دارالعلوم د واټس اپ دګروپونو ټولو ګډونوالو اوهمدا ډول زموږ سره وابسطه تعلق لرونکو ټولو غړو، هغه که د تعلیم القرآن اسلامي راډیو اوریدونکي په هرات کي دي، که په هلمند کي دي او که په کندهار کي دي که د انټرنیټ له لاري په ټوله نړۍ کي دي، او که داجتماعي رسنیو له لاري ټویټر، فیسبوک پاڼي زموږ دمدرسې د سایټ کتونکي او د ټول هیواد او د ټول امت ټولو خواخوږو مسلمانانو وروڼو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

 زما معززو مسلمانو د عقيدې وروڼو تاسو ته د زړه له تله د لوی اختر مبارکي وړاندي کوم، الله تبارک و تعالی دي دا سپېڅلي ورځ په ټول اسلامي امت پوري نیکمرغه کړي له برکته دي یې الله جل جلاله په ټوله اسلامي نړۍ کي امن، ثبات، صلحه او د هغه دین نفاذ راولي چي الله جل جلاله ته خوښ وي، په ځانګړي ډول زموږ په کړېدلي هیواد افغانستان کي، الله جل جلاله دي یې د یو داسي نظام څخه برخمن کړي چي د الله جل جلاله رضا پکښي نغښتي وي، الله جل جلاله دي امن، صلحه، ثبات او همغږي دمسلمانانو په منځ کي راولي.

 اختر مو مبارک سه!

 اخترمو دخوښیو ډک سه!

او الله جل جلاله دي د ښو عباداتو توفیق نصیب کړي.

 الله جل جلاله دي هغه کړیدلو او ژړیدلو، غمځپلو وروڼو ته د زړه ډاډ او سکون نصیب کړي چي په دي اختر کي په خاص ډول کړیدلي وي.

 معززو وروڼو!

 د اختر له مبارکۍ وروسته او د همدي مبارکۍ د پیغام په تسلسل کي یوه هیله له خپلو وروڼو څخه لرم، هغه دا چي تاسوته معلومه ده چي د فتنو زمانه ده، هغه زمانه ده چي پیغمبر صلی الله علیه وسلم  ئې سوونه کاله وړاندي وړاندوینه کړیده هغه فتني کور په کور ښار په ښار کوڅه په کوڅه سړک په سړک هیواد په هیواد ګرځیدونکي دي، دلته تر ټولو اهمه خبره دمسلمان لپاره، د عقیدې نجات دی، د دین نجات دی، ددې خبري لزوم دی چي داسلام په مبارک دین کي پاته سي.

 بناءً، زما تحلیل دا دی؛ چي لطفاً تاسو د دریو ډلو څخه او د دریو لارو څخه ډیر ویښ اوسئ! متوجه اوسئ!

 معززو وروڼو د اسلام په مبارک دین کي د تاریخ په اوږدو کي د علماوو په منځ کي اختلافونه راغلي دي اختلاف پر خپلو اصولو او دمجتهدینو امامانو پر نمط باندي دا رحمت دی، البته کله کله د انسي او جني شیطانانوپه نوم باندي د اختلاف ځیني فتنې مسلمانانو ته راوړي چي په حقیقت کي د مسلمانانو بي دینه کول او ګمراه کول وي ځکه نو مي هیله داده هغه کسان چي تاسي ته د دین احکام بد ښیي.

 لکه؛ د حجاب مسئله ستا په وطن کي ستا د ژبي خلک وي حجاب دا د ښځو لازم نه بولي بي حجابۍ ته کار کوي، عریانیت ته کار کوي او د نارینه وو او د ښځو په منځ کي د مخلوط ژوندانه لپاره کار کوي هغه حقوق چي الله جل جلاله نارینه ته ورکړي دي هغوی ته ژمن نه پاته کیږي کوم حقوق چي الله جل جلاله ښځي ته ورکړي دي هغوی ته ژمن نه پاته کیږي د اسلام اساسات د ښځي او د نارینه د حقوقو اړونده ماتوي او یا د دین نوري چاري نور سنتونه هغه بد معرفي کوي دهغو لپاره تأویلات کوي، پر احادیثو اعتراضونه کوي هغه احادیث مني هغه احادیث قبلوي چي هغه د دوی د رایي مطابق وي او کوم احادیث چي د دوی درایي مطابق نه وي په پوره وقاحت او سپین سترګۍ سره په احادیثو باندي اعتراض کوي، هغه علماء چي خبره ئې د دوی درایي مطابق وي هغه تائیدوي او چي د دوی درایي مخالفه وي هغه ردوي.

 که موږ وګورو په معاصر وخت کي کله چي یو عالم د مذهب خبره کوي په مذهب کي د ننه احکام بیانوي پر دې عالم باندي ردونه کوي، سپکي سپوري ورته وایي، بد ئې معرفي کوي، په سپک نومونو یې یادوي او د بله اړخه څخه که بیا یو بل عالم دمذهب چوکاټ ماتوي او دوی ته وایي چي مذهب دا لازمي نه دی نو بیا د هغه عالم صفت کوي، د دغه عالم بد وایي خو هغه عالم چي دوی يي صفت کوي په بله مسئله کي بیا وایي چي ږیره پریښول فرض دي په دي ځای کي بیا د دې عالم خبره نه مني!

 دا تعجب دی هر حکم چي د دوی د رایي مطابق راغلی هغه عالم که د دوی موافق وي که یې مخالف وي دوی ئې صفت او ستاینه کوي او کوم حکم چي ئې په مخالفت راغلی که د دوی موافق وي او که مخالف وي بیا د هغوی رد کوي دا د مزاج بنده ګان دي دې ته سیکولر خلک وایي، دا د دین بربادوونکي دي دا خلک وایي:

 دین او سیاست مه سره تړی حکومت او دین مه سره تړی او دا معیار دین مه ګرځوی معیار، قوم، وطن، ترقي او مادیات دغه کسان ستاسو څخه دین وړي ددې په اړه ډیر متوجه اوسیږی چا چي په احادیثو باندي اعتراض وکړی، چاچي ددین په اساساتو باندي اعتراض وکړ، چاچي ددین د دلیل په ځای باندي عقلي دلیل رامنځ ته کړی نو ته پوه سه چي دا یو سیکولر انسان دی د اسلام د اساساتو ماتوونکی دی دا ستاسو دین وړونکی دی، د داسي خلکو سره ستاسو تعلق ساتل ناجائز دي د داسي خلکو سره په اجتماعي پاڼو کي پاته کیدل ستاسو ناجائز دي او ستاسو ددوی سره محبت د دوی د خبرو تائید دا ناجائز دی او دا کسان د دین دښمنان وګڼئ.

دوهمه ډله: هغه کسان دي چي ستا د مذهب علماء مشرکین بولي ستا پلار او نیکه پر غلطه لار او طریقه بولي سل کاله مخکي چي ستا امپراطور بادشاهان دي احمدشاه بابا او میرویس نیکه چي هغه په کوم منهج راغلي دي دا مشرکان بولي، بد یې بولي او حنفي مذهب ته چي هرڅوک داخل دي دا بولي ددې کسانو سره متوجه اوسیږی دا لازمي نه ده چي ټوله د دنیا مسلمانان به په حنفي مذهب کي داخل وي، ځکه څلور مذهبونه حق دي البته خو هغه نور مذهبونه او دهغوی علماء هغه حنفي مذهب احترام لري د حنفي مذهب ستر امام امام ابوحنیفه رح ته احترام لري هغه هیڅکله ددوی توهین نه دی کړی د دي مذهب توهین یې نه دی کړی، هغوی دا عقیده لري چي موږ په اشتهاد کي نسبتاً دوی ته ښه یو، خو زموږ دا عقیده ده چي ضناً زموږ اشتهاد زموږ د مذهب د علماوو امام ابوحنیفه رحمه الله او شاګردانو یې اشتهاد دا مصاب دی او هغه مقابل لوری مو ضناً خطاء دی، دا یوه علمي مسئله ده؛ د داسي ډلي سره آګاه اوسیږی.

درېیمه ډله: هغه کسان دی چي هغوی بیا د مذهب په پوښ کي د ننه تاسي ته حقاني علماء بد معرفي کوي هغه علماء چي هغه زرګونه مسائلي بیانی کړي وي، زرګونه مسئلو ته یې د امام ابو حنیفه رحمه الله د کتاب حواله ورکړي وي خو دی بیا هم پر هغه باندي، کله د پنج پیري ټاپه وهي، کله د وهابي ټاپه ورباندي وهي هغه په مذهب کي د ننه په یوه اختلافي مذهب کي د یوه عالم پر رایه تللی وي د بل عالم رایه یې پریښي وي د یوه کتاب پر رایه تللی وي، د بل کتاب رایه یې پریښي وي مفتی به قول یې را اخیستی وي نو دی تش پر دې بهانه باندي پر داسي علماوو باندي ټاپي لګوي، داسي کسان هم د دین دښمنان دي دا کسان هم غواړي چي ستاسي په منځ کي اختلاف پیدا کړي د دي لپاره چي هغه کسان چي اصلي غیر مقلدین دي هغه غوړ خلاص کړي او دغه د مذهب رښتیني علماء، حقاني علماء چي یو لک مسائلي یې بیان کړي وي( په دغه کي زه مبالغه کومه) هغه ټوله حنفي مذهب وي، په یوه مسئله کي یا حقیقتاً غلط سوی وي او بیرته یې خپله غلطي منلي وي ځکه خطاء کیږي او یا دا چي خطا وتلی نه وي په مذهب کي د ننه د یو کتاب حواله یې ورکړي وي ده بیا د بل کتاب حواله پیدا کړي وي پر دې بهانه پر دي ټاپه لګوي، خلګ د هغه اصلي دښمنه څخه غافله کوي په کور د ننه کي هغه عمده عمده علماء په دې باندي خلک بي اعتماده کوي دا خپله یو قسم دی د فکري جنګ د دي په اړه متوجه کیږی.

حاصل او خلاصه دا چي د امام ابو حنیفه رحمه الله مذهب دا زموږ د پلار، نیکه، زموږ د مشائخو، زموږ د امپراتورانو هغه امپراتوري چي موږ به په دنیا دنیا کي په سرلوړي یو، د هغه امپراتورو باچاهانو دا مذهب دی، د سلګونو کالو او په دي کي د زرګونو په لسګونو زرو علماء سته، دا مذهب حق دی، په دې منګولي ولګوی حنفي اوسږی، احناف اوسیږی هر څوک چي تاسو ته سپکي خبري کوي هغه د ټولو مذهبونو خلاف دي، هغه د ټول امت خلاف دي، هغه یو فتنه ده، که څه هم امام شافعي رحمه الله زموږ په مذهب نه دی خو موږ ته سپکي نه وایي، زموږ امام صاحب ته سپکي نه وایي او د سیکولر د بي دینه خلکو څخه چي دا مذهب تاسي ته تش یو رواج معرفي کوي، فقط دومره قدر چي زه یو مسلمان یم دا بله فتنه ده.

او درېیمه فتنه دا ده چي په مذهب کي د ننه تا په علماوو باندي بي اعتماده کي.

وسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتة

م عبدالهادي حماد

جامعه اسلامیه حمادیه، کندهار ۱۴۴۱-۱۲-۹

دغه هم وګوری

د زلزلې پر مهال مهم نکات!

په مطالعه بوخت وم ناببره مي څو ثانيې د زلزلې ټکان محسوس کړه سخت وبېرېدم. …