مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د تليفون آداب!

د تليفون آداب!

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو ویب پاڼه

نورو ته يې هم ورسوئ، که مو مناسب بلل!

د تليفون استعمالونکي که لاندي شيان عملي کړي هم به يې ځان ته عزت او هوسايي ورکړی وي او هم به يې نورو ته:

۱: د تليفون د اوکي وروسته په سلام ويلو پيل کول.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: تاسو ته يو شی وښيم چي عملي يې کرئ خپل منځی محبت به مو زيات سي؟ په خپل منځ کي سلام سره واياست. رواه مسلم

۲: لنډي خبري کوئ! فقط چي مقصد مو پرې حاصل سي ، په ډېرو خبرو مال او وخت ضايع کيږي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي:…..درې شيان الله جل جلاله ستاسو لپاره نه خوښوي: بې ځايه قيل او قال ، ډيري پوښتني او مال ضايع کول.(رواه مسلم)

۳: په لوړ اواز خبري نه کول. الله تعالی فرمايي: {وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ} [لقمان: 19].

ژباړه: اواز دي ټيټ کړه.

۴: ځان به مخاطب ته ور پېژنې چي زما نوم فلانی دی، داسي به نه ورته وايي: نه مي پېژنې؟ ښه ! نه دي وپېژندلم؟ او داسي نور…

دجابر رضي الله عنه څخه روايت دئ چي زه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلم طلب مي کړی، ده مبارک راته وويل: څوک يې؟ ما ورته وويل: زه يم رسول الله صلی الله عليه وسلم راوواتی او راته وې ويل: زه ، زه.

( يعني داچي په زه باندي تعارف نه راځي سم نوم ياد کړه)

۵: که دي څوک تليفون پورته نه کړي بد ګمان مه ورباندي کوه چي په قصده تليفون نه پورته کوي ممکن په مسجد، تشناب، قبرستان کي وي، يا ناروغ وي، يا يې زنګ نه واوري.

۶: د هغه کس د وخت فکر وکړه کوم چي تليفون ورکوې د لمانځه، خوب ، خوراک او پر داسي نورو مصروفو وختونو تليفون مه ورکوه.

۷: مسجد ته د ننوتلو سره جوخت تليفون بند کړئ.

۸: کوم څوک ، چي په تليفون خبري درسره کوي اواز يې مه په زوره کوئ چي ستا پرته نور خلک يې واوري ممکن هغه په خپلو خبرو ستا پرته نور څوک خبرول نه غواړي.

۹: د تليفون کونکي خبري دهغه بې اجازې مه ريکاډوئ. په امانت کي خیانت دئ.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: المجالس بالامانة. يعني مجلسونه امانت دي او په امانت کي خیانت د منافقت د علامو څخه دی.

۱۰: ناوړه مسجونه او فاحش الفاظ مه لېږدوئ.

۱۱: حرام شيان او غير اخلاقي شيان په تليفون کي مه ساتئ.

۱۲: دبل چا تليفون ته غوږ مه ايږدئ او مه يې بې اجازې تليفون پلټئ.

۱۳: مس کالونه د ازار لپاره ګناه ده

۱۴: د چا بې اجازې تصوير اخستل يا يې ويډيويي ريکارډ ، يا د مجلس خبري په ريکارډول جائز نه دي.

۱۵: د موټر چلولو پر مهال تليفون نه استعمالول.

۱۶: داسي ځای تليفون نه کول چي ستا له ږغه نور په تکليف سي.

۱۷: د تليفون نعتيه کلام، بيانونه او داسي نور داسي ځای نه اورېدل چي د نورو د اذيت سبب کيږي.

ستاسو ورور: عبدالهادي حماد

۱ /جمادي الثاني/ ۱۴۴۱ ه ق

دغه هم وګوری

د حسن حسین د میاشتي عبادتونه او خرافات

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه دحسن حسین دمیاشتي اړونده څو …