حضرت ابوهريرة رضی الله عنه فرمايي : تاسو زموږ هغه حالت ليدلىدئ ؟ چي کله ــ کله به مونږ دومره خوراکه نه سوه پيداکولاى چي خپله ملا پرې جګه کړو مابه دلوږي دوجهي څخه ځيکر د مځکي سره يو ځاى کړى او کله به مي نس پر مځکه اچولى و او پروت به وم او کله به مي په نس پوري ډبري تړلي وې يو واري زه پر هغه لاري باندي کښېنستم چي اصحاب کرام رضی الله عنهم به پر تېرېدل ، حضرت ابوبکر رضی الله عنه تېر سو ما دده مبارک څخه د ځينو خبرو پوښتنه کول شروع کړه فکر مي کاوه چي کورته به مي بوځي او بيا به مي د عادت مطابق څه چي په کور کي موجود وي پر هغه به مي ميلمه کړي خو ده مبارک داسي نه وکړه شايد فکر يې بلي خواته تللي و يا دکور حال ورته معلوم و چي په کور کي هيڅ نسته ددې څخه وروسته حضرت عمر رضی الله عنه تشريف راوړى دده په راتګ سره هم هغسي حالات پېښ سول، بيا نبي ﷺ تشريف راوړى زه يې وليدم نو مسکى سو زما په حالات او مقصد پوه سو راته وې ويل: راځه زما سره ولاړ سه زه هم ورسره ولاړم نبي ﷺ کورته ننواتى ماهم د ننوتلو اجازه واخيسته او کور ته ورننوتم په کور کښي يوه پياله دشېدو پرته وه د رسول ﷺ په خدمت کي يې کښېښوده ده مبارک پوښتنه وکړه چي دا شيدې د کومي خواسوى دي جواب ورکړل سو چي د فلانکي ځاى څخه تاسو ته هديه راغلې ده نبي ﷺ ماته وويل اې ابوهريرة ! ته ولاړ سه اهل صفه راوغواړه (اهل صفه د اسلام ميلمانه ګڼل سوى دي چي نه به يې کور درلودئ او نه يې ځاى درلودئ او نه به يې د خوراک څه انتظام وو او اهل صفه ځکه ورته ويل کېده چي صفه اصلا ديو سايوان نوم وو دوى تر هغه سايوان لاندي وه نوځکه ورته اهل صفه ويل کېده) ددغه قصې په وخت کښي ددوى شمېر او يا تنه وو دنبي ﷺ عادت دا وو چي ددوى څخه به يې دوه دوه يا څلور څلور د يو شتمن صحابي ميلمانه کول او خپله به يې هم داسي کول چي کله به صدقه راغله نو ټوله به يې دوى ته ورلېږل او خپله به يې ګډون نه پکښي کاوه او که به ده مبارک ته ديوځاى څخه هديه راغله ده مبارک به هم ګډون پکښي کاوه يعني ورسره خو ړل به يې ابو هريرة رضی الله عنه وايې: کله چي رسول الله ﷺ ماته ددوى درابلني حکم وکړى په طبيعت کي خو مي نه وه خوښه ځکه شيدې ډېري لږ وي فکر مي کاوه که ټوله راسي او شيدې وڅيښي نو اخر وارى ماته رارسيږي نو په پياله کي به هيڅ شى نه وي مګر ماته د نبي ﷺ امر و دمنلو پرته بله چاره نه وه زه ولاړم ټوله مي راوسته نبي ﷺ راته وويل: چي داپياله واخله او په دوى شيدې و چيښه مابه يوه ــ يوه ته پياله ورکول هغه به په ښه ماړه نس شيدې چيښلي او پياله به يې بېرته ماته راکول په دغه ډول ټولو شيدې وچيښلې اوماړه سوه بيا نبي ﷺ پياله په لاس کي واخيسته ماته يې وکتل او مسکى سو بيا يې و فرمايل: چي اوس خو زه او ته پاته سوماورته وويل: چي بېشکه داغسي ده ، ده مبارک راته وويل: واخله وې چېښه ما وچيښلې بيا يې راته وويل نوري وچېښه ما نوري و چيښلى آخر ماورته وويل: اې دالله جل جلاله رسوله ﷺ ! اوس زه نوري نسم چېښلاى نبي ﷺ د ټولو څخه وروسته پاته شيدې وچيښلي .
منبع: فضائل الاعمال، د اصحابو قصې | تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه